لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (اته دېرشمه برخه)

د اسلامي دولت عمومي انځور او د ډیموکراټیک حکومت یا دولت سره د هغه توپیر
نړۍ یو جامع، ټولیز، منځلاری او هر اړخیز قانون ته اړتیا لري چې د ټولنې چارې تنظیم او د خلکو ترمنځ عدالت ټینګ کړي. کله چې یو داسې قانون شتون ولري، ژوند منظم کېږي او چارې په سمه توګه د غوښتنې سره سم پر مخ ځي. د اسلام دین همداسې نظام او قانون لري.
د دین مفهوم په لغت او قرآن کریم کې
د “دین” کلمه په عربي ژبه کې د اطاعت، تقوا، ملت، مذهب، لاره، دود، عادت، سیرت، قانون، نظام، حاکمیت، غاړه اېښودلو، او جزا او ثواب په معنا ده. لغت پوهانو یې اصلي معناوې همداسې تعبیر کړې دي.
دین په اصطلاح کې د هر هغه څه عمومي نوم دی چې د خدای عبادت د هغه په واسطه کېږي. همدارنګه، دین د هر هغه څه ټولګه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدای جل جلاله له لوري راوړي او خلکو ته یې د رسولو دنده لري.
د “دین” کلمه په قرآن کریم کې په ډېرو ځایونو کې په پورته معناوو سره راغلې ده. له دې جملې څخه د غاړه اېښودلو او تسلیمېدو، قانون، نظام، ملک، او واکمنۍ معناوې زموږ په موضوع پورې اړه لري.
خدای پاک په سوره توبه کې د اهل کتاب په اړه فرمايي:
«ولا یدینون دین الحق»؛ (او دوی سم دین نه غوره کوي.)
او په یوسف مبارک سورت کې فرمايي:
«ما کان لیأخذ اخاه فی دین الملک»؛ (د پاچا په دین (نظام، قانون) کې د دې امکان نه و چې خپل ورور اسیر کړي.)
یعنې د دوی په نظام او د هېواد په پاچاهۍ کې یې خپل ورور نه‌شوای نیولای.
په دې توګه، دین د غاړه اېښودلو، تسلیمېدلو، نظام، او قانون په معنا دی.
دین د ژوند لپاره بشپړ نظام
دین هغه نظام او قانون دی چې د انسان د ژوند ټول اړخونه د عباداتو او له یوه خالق سره د اړیکو، معاملاتو، مجازاتو او نورو برخو کې داسې تنظیموي چې په هغه کې هېڅ نیمګړتیا او خلا نه پاتې کېږي. دا نظام خلک له ستونزو او ګډوډۍ څخه ژغوري. خدای جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره دین غوره کړی او پرې راضي شوی، ترڅو د انسان په عملي ژوند کې پلی شي. د دې دین د تبلیغ لپاره خدای پیغمبران علیهم السلام ګمارلي دي.
د دین اقامه او پلي کول د واکمنۍ او ځواک له شتون پرته ناشونی دی؛ ځکه چې د حدودو او قصاص اقامه کول، د زکات راټولول او وېشل، د شخړو او مخاصمو حل کول، له ظالم څخه د مظلوم د حق اخیستل، او د دیني شعایرو اقامه کول د واک او ځواک شتون ته اړتیا لري.
په قرآن کریم کې د دولت تعریف
دولت په لغت کې د یو شي یا چارو د لاس په لاس کېدلو په معنا ده یا د شتمنۍ او واک د راڅرخېدلو معنا لري. د “دولت” کلمه د شتمنۍ او جګړې لپاره کارول کېږي.
ځینې وایي:
  • دولت د “دال” په ضم (پېښ) سره د مال په معنا دی.
  • دولت د “دال” په فتح (زور) سره د جګړې په معنا ده.
قرآن کریم د «دولت» کلمې مفاهیم
قرآن کریم هم په ځینو مواردو کې د «دولت» د کلمې لپاره پورته مفهومونه کارولي دي:
«وتلک الایام نداولها بین الناس»؛ (او دا ورځې (د بریا او ماتې) د خلکو په منځ کې بدلوو.) [آل عمران: 140]
په بل ځای کې داسې راغلي دي:
«کی لا یکون دولة بین اغنیاء منکم»؛ (ترڅو دا شتمني ستاسو د بډایه خلکو په منځ کې لاس په لاس نشي.)
مطلب دا دی چې مالونه د هغوی په خپل منځ کې ګرځي او راګرځي او غریبانو ته برخه نه ورکول کېږي.
په اصطلاح کې، دولت د څو ایالتونو یا ولایتونو یوې مجموعې ته ویل کېږي چې د څو سیمو د رهبرۍ او اداره کولو لپاره سره راټولېږي. دا دولتونه د ځانګړې ځمکې، سرحدونو او قومونو لرونکي وي، او د دې ځواک په سر کې یو حاکم، خلیفه یا امیرالمؤمنین ګمارل کېږي.
(الموسوعة الفقهیة الکویتیة: 36/12، ماده: الدولة)
په لنډه توګه، اسلامي دولت هغه دولت دی چې په هغه کې نه یوازې د سیاسي ژوند ارزښتونه او د رهبرانو او واکمنانو شرایط د دین لخوا ټاکل شوي او تعریف شوي دي، بلکې د دولت د هرم په سر کې د حاکم د ټاکلو طریقه او په ټولیزه توګه د سیاسي نظام جوړښت او د ټولنې د عامه چارو د اداره کولو طریقې هم د دین په وسیله بیانېږي.
د اسلامي دولت او سیکولر/ډیموکراټیک دولت ترمنځ توپیرونه
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، اسلامي دولت یو دیني دولت دی چې په هغه کې د سیاسي واک عمومي جوړښت، یا لږ تر لږه د حاکمانو شرایط، د دیني نصوصو په ذکر شوو معیارونو سره سم تعریف شوي دي. دا مفکوره په بشپړه توګه د سیکولر او ډیموکراټیک حکومت خلاف ده. سیکولر دولت د دین او سیاست په جلا کولو ولاړ دی او په سیاسي ژوند کې د دین له هر ډول واک او مرجعیت څخه انکار کوي.
البته، د سیاسي فکر په ډګر کې په سیکولریزم باور لرل هېڅکله د دین ضد یا د دین له انکار سره تړاو نه لري. بلکې د سیکولر کېدو معیار د سیاسي مسایلو او ګټو په پیژندلو کې د انسان د عقل خپلواکۍ ته غاړه اېښودل دي.
په بل عبارت، سیکولر شخص د دین د ساحې په اړه ځانګړی درک لري او د دین د نفوذ او حضور دایره یوازې هغو سیمو ته محدودوي چې د انسان عقل یې لاسرسی نه لري، نه د سیاست او واکمنۍ ساحه، چې د دوی په اند ګټې او مقاصد یې د بشري عقل په وسیله اداره کېدای شي.
په هر صورت، یاد شوي دوه نظامونه (یعنې دیني دولت او سیکولر دولت)، کله چې د خپلې خوښې سیاسي نظام طرحه کوي، داسې شاخصونه وړاندې کوي چې د دولت عمومي بڼه په دواړو فکرونو کې جلا کوي.
د اسلامي او سیکولر دولتونو ترمنځ اساسي توپیرونه
۱. د دولت مشر او د هغه مشروعیت
په دیني دولت کې د دولت مشر داسې یو شخص وي لکه پیغمبر، امام، خلیفه یا امیرالمؤمنین.
په داسې حال کې چې په سیکولر دولت کې د دولت مشري د خلکو، ځینو ځانګړو ډلو، یا د وراثت، کودتا او انقلاب له لارې رامنځته کېږي او لږ تر لږه جبري مشروعیت ترلاسه کوي.
۲. د قوانینو مبنا
دیني دولت د شرعي احکامو پر بنسټ ولاړ دی، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لخوا په ټولنه کې تشرېع شوي دي.
په داسې حال کې چې د سیکولر سیاسي دولت قوانین د انساني عقل او پوهې پر بنسټ جوړېږي.
۳. د واکمنانو د اطاعت ماهیت
په دیني دولت کې د حاکمانو اطاعت مخکې له دې چې مدني مکلفیت وي، شرعي واجب دی، او تر ډېره دا ډول اطاعت د ایمان معیار ګڼل کېږي:
«فلا وربک لا یؤمنون حتی یحکموک فیما شجر بینهم ثم لا یجدوا فی انفسهم حرجا مما قضیت و یسلموا تسلیما»؛
(ستاسو په رب مې قسم دی، دوی تر هغه پورې مؤمنان نه شي کېدای، تر څو چې تا د خپلو شخړو د حل لپاره حَکم ونه ټاکي او ستا له پرېکړې څخه په خپلو زړونو کې هېڅ ډول تنګوالی ونه مومي او په بشپړه توګه تسلیم نه شي.)
په داسې حال کې چې په سیکولر دولت کې اطاعت یوازې یوه مدني دنده بلل کېږي او له ایمان یا د خدای جل جلاله په وړاندې له نافرمانۍ سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
۴. د دولت مشر یا واکمن سره شخړه او مخالفت
په دیني حکومت کې د مشر سره شخړه او جګړه د بغاوت، محاربې، نفاق او ورته نورو مفاهیمو بېلګه ګڼل کېږي، چې د شرعي مجازاتو وړ او د آخرت د عذاب سبب ګرځي.
مګر په بشري دولتونو کې هر ډول شخړه او بغاوت، پرته له دې چې شرعي ګناه وګڼل شي، یوازې د دنیوي مجازاتو تابع وي.
۵. د قوانینو سپېڅلتیا
د دیني دولت قوانین له دې امله چې په کتاب او سنتو ولاړ دي، اصولاً سپېڅلې بڼه لري. همدا قداست د دیني دولت قوانینو، مقرراتو او فرامینو ته هم لېږدول کېږي او د انساني قوانینو په پرتله د خلکو په زړونو کې خضوع او تسلیمي رامنځته کوي.
مګر بشري قوانین هغه سپېڅلتیا او قداست نه لري او د خلکو په نفسونو هغه اغېز نه کوي چې الهي قوانین یې لري.
۶. د قوانینو دایمي توب
د خدای تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت، چې د دیني دولت د قوانینو او سازمانونو بنسټونه دي، ابدي او تلپاتې دي. د دنیا تر پایه پورې به د هغو هېڅ توری او حکم بدل نه شي. هر هغه څه چې په هغو کې دي، حق او ریښتیا دي، او باطل په هغه کې هېڅ لاره نه لري.
د دې قوانینو ازلي او ابدي ځانګړتیا له بدلون او تغیر څخه پاکه ده؛ حتی د دیني دولت مشر هم د یوې کوچنۍ موضوع د لرې کولو یا زیاتولو واک نه لري.
په هرصورت، د کتاب او سنت نصوص د تفسیر او تأویل وړتیا لري؛ په حقیقت کې، د اجتهاد په وسیله د نن ورځې نوي مسایل او ستونزې حل کېدای شي. دا په خپله د دین ځانګړتیا ده چې له اړتیاوو سره د سمون او تطابق وړتیا لري.
مګر د سیکولر دولت قوانین او بنسټونه د یو ډول اساسي قانون پر بنسټ ولاړ دي، چې تل د سموالي او تېروتنې، حق او باطل، حذف او زیاتوالي، بدلون او بنسټیز تجدید تابع وي. دا قوانین د دایمي توب ځانګړنه نه لري او د واکمنانو د غوښتنې او ارادې سره سم بدلون او تحول کوي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version