لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (پنځه دېرشمه برخه)

د اسلام سیاسي نظام موخې
د اسلام په سیاسي نظام کې اصلي موخه د خدای تعالی جل جلاله رضا ترلاسه کول او د هغه د احکامو او لارښوونو پلې کول دي. انسان، چې د هستۍ د نظام یوه برخه او د اشرف المخلوقات په توګه پېژندل کېږي، د خدای په لاره (إنا لله) حرکت کوي او د هغه په لوري (وإليه راجعون) خپل سفر ته دوام ورکوي. د انسان وروستۍ موخه د الهي قرب ترلاسه کول دي.
قرآنکریم د دې حقیقت په اړه فرمایي:
«إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ * فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ»
(په حقیقت کې پرهیزګاران به په سمسورو او شاندارو باغونو کې وي چې بهېدونکي ویالې لري، په یو ریښتیني ځای کې د یو ځواکمن پاچا په څنګ کې.) [القمر: ۵۴-۵۵]
د دې مقام کمال هغه مرتبه ده چې انسان د خدای جل جلاله محبوب ګرځي او عملونه یې خدایي رنګ خپلوي.
په اسلامي ټولنه کې هر څه د انسان د مادي او معنوي ودې لپاره دي. د دې ودې لړۍ د خدای تعالی په نږدې کېدو سره حاصلیږي، او حکومت د همدې ودې او تقرب وسیله ګڼل کېږي.
البته، د دې موخې تحقق په دې معنا نه دی چې د خلکو اختیار او ازادي دې ترې واخیستل شي او حکومت دې د زور له لارې خلک یوه ټاکلي لوري ته اړ کړي. ځکه په دې صورت کې به تقرب او اصلي موخه ترلاسه نشي؛ د انسان تقرب تر ډېره روحي او باطني دی، نه یوازې جسمي یا فکري.
تقرب د ملګرتیا له لارې ترلاسه کېږي، او دا د زړه چلند او د انسان د ارادې او اختیار تابع دی. له همدې امله، دیني حکومت د مناسبې ټاکنې لپاره میکانیزمونه رامنځته کوي، د ککړتیا ساحه محدودوي او د خیر ارادې او وړ ټاکنې زمینه برابروي، چې په پایله کې خدای جل جلاله ته د نږدې کېدو لامل ګرځي.
د سیاسي نظام موخې او دندې
په اسلامي سیاسي نظام کې لاندې موخې او دندې شاملې دي:
۱. د انسان هر اړخیز تکامل او وده
د پېغمبرانو د رالېږلو لومړنۍ او تر ټولو مهمه موخه د انسان په مادي او معنوي اړخونو کې وده، تکامل، او حرکت دی. له همدې امله، یو داسې حاکمیت چې د اسلامي تعلیماتو پر بنسټ جوړ وي، باید د انسان وده او بشپړتیا د خپل اساسي او محوري هدف په توګه وټاکي.
په دې اړه، څو ټکي باید په پام کې ونیول شي:
الف. د انسان معنوي وده د نېکو واکمنانو له شتون پرته ناشونې ده: د اسلامي حکومت جوړېدل او د ټولنې د تکامل لوری یو له بل سره تړلي دي. د عدالت په سیوري کې ټولنې د پرمختګ او ودې پر لور حرکت کوي، او له بلې خوا عادلانه اسلامي حکومت هغه وخت رامنځته کېدای شي چې لومړني اسلامي ارزښتونه په ټولنه کې شتون ولري یا په وده کې وي.
ب. ټولنه د ریښتیني کمال لپاره د اسلامي حکومت د منلو وړتیا لري: د ټولنې د تکامل موندونکو غړو د روزنې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صالحو خلفاوو هڅې یو عملي مثال دی. له همدې امله، ویلای شو چې د ټولنې تکامل او اسلامي حکومت یو له بل سره موازي اړیکې لري. څومره چې ټولنه بشپړه او متکامله وي، په همغه اندازه به په هغه کې د اسلامي احکامو د پلي کېدو زمینه برابره وي.
دیارلس کاله تېر شول ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزل شوې ټولنه د اسلامي عدالت د حاکمیت منلو ته چمتو شي. له همدې امله، یوه کامله او سالمه ټولنه کولی شي د اسلامي حکومت رسالت په ښه ډول پر غاړه واخلي.
د عدالت قایمول او د شرعي احکامو پلي کول
نور اهداف، چې په حقیقت کې اصلي هدف ته د رسېدو وسیلې ګڼل کېږي، د سیاسي نظام د کړنو موخې جوړوي.
د عدالت قایمول
د عدالت قایمول د خدای تعالی له غوښتنو څخه دی، چې په قرآنکریم کې پرې ټینګار شوی:
«اعدلوا هو اقرب للتقوی» (مائده: ۸)
عدل یعنې هر څه پر خپل مناسب ځای اېښودل، چې د بشري ټولنې ټول فردي، ټولنیز، او سیاسي چارې پکې شاملې دي.
د پېغمبرانو یو له مهمو دندو او موخو څخه د عدل او انصاف لوري ته د خلکو رابلل وو. هغوی له خلکو غوښتل چې په خپل منځ کې عدالت ټینګ کړي. خو د عدالت ټینګښت د افرادو د ټولو ظاهري او باطني اړخونو او ځانګړتیاوو په اړه کافي پوهې ته اړتیا لري. دا کار یوازې د خدای جل جلاله له مرستې او هدایت پرته ممکن نه دی.
د شرعي احکامو پلي کول
د مسلمانانو ټولنیز او سیاسي رهبري یو له هغو مسایلو څخه ده چې له پخوا راهیسې د شخړو محور ګرځېدلې ده. دا مقام په حقیقت کې د ټولنې په متن کې د دین د تطبیق مسئولیت لري.
د سیاسي مشر (امام) دندو کې شامل دي:
  • د نظم او ډسپلین رامنځته کول؛
  • د اسلامي خاورې د سرحدونو ساتنه؛
  • د مسلمانانو د ټولنیز نظام ملاتړ؛
  • قضاوت او د حدودو پلي کول؛
د نظم او امن ټینګښت او ساتنه
ښایي د هر دولت یو له مهمو دندو څخه د کورني او بهرني امنیت ټینګښت وي. ډېری کارپوهان د حکومت جوړولو فلسفه د امنیت ټینګښت ګڼي. ابن خلدون وايي:
«کله چې دا ټولنه د انسانانو لپاره جوړه شي او د نړۍ پرمختګ د هغې له لارې ترسره شي، د دوی په منځ کې باید داسې حاکم وي چې د یوې ډلې لخوا پر بلې ډلې د تېري او تجاوز مخه ونیسي
په اسلام کې ټولنیز امنیت او هوساینه د سیاسي نظام مهمې موخې دي. د نظم ګډوډول او د ټولنیز امنیت له منځه وړل د فقهاوو له نظره یو ستر ممنوع عمل دی. د عدالت کمزورتیا امنیت ګډوډوي او د حکومت دوام له خطر سره مخ کوي.
د رنسانس دورې وروسته سیاسي فیلسوفانو، لکه هابز، د حکومت تر ټولو مهمه دنده د امنیت رامینځته کول او ګډوډۍ مخنیوی بللې ده. د هابز په اند، انسانان طبیعي توګه د یو بل لپاره ګواښ دي، او یوازې د یوه ځواکمن نظام په شتون کې امنیت ټینګېدای شي.
په اسلام کې هم د سیاسي نظام په چوکاټ کې د امنیت ټینګښت ته ډېر اهمیت ورکول شوی دی. د مفسدینو او فتنه ګرو پر وړاندې مبارزه، چې د ټولنې رواني آرامتیا ګډوډوي، د اسلامي حکومت یوه بنسټیزه دنده ګڼل کېږي.
د معنویاتو وده او پراختیا
اسلام، چې د انسانانو د نېکمرغۍ او هوساینې لپاره راغلی، د انسانانو اصلي خوښي په معنویاتو او د الهي احکامو په مراعتولو کې بولي. د اسلامي حکومت موخه د انسانانو په مادي او معنوي اړخونو کې سعادت او نېکمرغي ده. د خدای جل جلاله د پېغمبرانو رسالت د اسلامي دولت تر ټولو اساسي هدف ګڼل شوی دی.
تزکیه او کلتوري وده
د اسلامي حکومت یوه بله موخه د فردي او ټولنیز کلتور وده او پراختیا ده. کلتور کې احساسات، تمایلات، علم، او اخلاق شامل دي. د اخلاقي ارزښتونو احیا او د نفسونو تزکیه د اسلامي حکومت له اساسي ارمانونو څخه دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا د همدې هدف څرګندونه کوي:
«بعثت لاتمم مکارم الاخلاق»
(زه د اخلاقي فضیلتونو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم.)
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version