علامه اصمعي ـ رحمه الله ـ وایي:
“یوه کوچۍ ښځه مې ولیده، چې زوی یې چیرته د سفر اراده لري او هغه ورته نصیحت کوي، دی وایي: چې دې کوچۍ خپل زوی ته وویل: زویه! که خوښه دې وي؛ نو زه یو نصیحت درته کوم او که خوند نه درکوي؛ نو ورځه ښه سفر ولری؟!
زوی یې وویل: ادکې! خوښه مې ده، نصیحت راته وکړه منم یې.
هغې په نصیحت پیل وکړ:
زویه! لمونځ د په سمه توګه له ټولو شرایطو سره برابر ادا کوه، ځکه دا داسې یو قرض دی، چې الله ـ جل جلاله ـ یې له خپل ځای څخه پرته نه مني، له هغه چا روزي اوغواړه، چې هغه روزي ورکوي، نه له داسې چا، چې بل چا روزي ورکړې وي، د بدمعاشانو/ بدکارانو له ملګرتیا څخه ځان وساته؛ ځکه د دغسې خلکو په ملګرتیا به بیا ته د مشرانو په نظر کې سپک شي او هر وخت د الله ـ جل جلاله ـ ملګرتیا کوه! دی چې کوم څه بد ګڼي؛ نو هغه مه کوه، خبره یې منه، که د هغه خبره د ونه منله؛ نو زما دعاء هم بیا تاته ګټه نه کوي.
[فوائد لابي ذر الهروي: ۱ ټوک ۱۲۹ مخ]
د پورتني نصیحت حواله مو ذکر کړه، چې د ابي ذر ـ رحمه الله ـ په نوم زموږ د اسلافو له جملې نه یو لوی عالم تیر شوی دی، چې د هرات و، په خپل کتاب فوائد کې راوړې ده.
د هرات د یو نومیالي عالم، چې د شیخ الاسلام، خواجه حضرت عبدالله انصاري ـ رحمه الله ـ پلار دی، د شريف همزه عقيلي مريد او د ابو المظفر ترمذي خادم دی، په کال ۴۳۰ د برات په مياشت کې وفات شوی، د هغه نصیحت او توصیې را په زړه شوې، هغه به هم دلته راوم.
دی مبارك وایي: که درې شيان د چا په طبیعت کې وي؛ نو له دې درې شيانو څخه به په امن نه وي:
1. نفاق او انقلاب. یعنې څوک چې نفاق ولري؛ نو هر وخت او هر ځای به انقلاب ورته پيدا کیږي، هیڅکله به مستحکم او مستقیم نه پاتې کیږي.
2. دروغ او بدي. یعني څوک، چې دروغ وايي؛ نو عاقبت به یې بد او خراب وي، په هر کار او خبره کې به یې انجام بد وي.
3. حسد او لنډون. یعنې څوک چې حسد لري؛ نو عمر به يې لنډ وي، فکر او روان به یې د تل لپاره نارامه او لنډ وي. بیا وایي:
که کوم څوک دا پنځه خصلتونه ولري؛نو له دنيا او آخرت نه به محروم وي:
1. پر خلکو باندې ظلم خوښول.
2. د ملګرو غم نه خوړل.
3. خپلوانو سره سله رحمي قطع کول.
4. ظالمانو ته سر ټيټول.
5. کوچنيانو ته پر لويانو ترجيح ورکول.
بل ځای وایي:
که دا دوه صفتونه يو انسان ولري؛ نو محروميت او نااميدي له ده سره لازمه ده:
1. یوازې د ځان ګټه او فائده لټول.
2. خپل ورور ته د ضرر رسولو تلاش.
بیا وایي:
څلور شيان دي، چې د څلورو نورو شيانو له امله د سړي سره د تل لپاره باقي نه پاتې کېږي:
1. هغه علم، چې د بل چا د عزت د ختمولو په خاطر ذخیره کړای شي.
2. هغه مال، چې په اصراف مصرفیږي.
3. هغه شغل/ مصروفیت، چې د ظلم د امورو د انتظام لپاره وي.
4. هغه عزت، چې د خپلوانو او ملګرو د ذلت باعث وي.
له ده مبارك څخه چا پوښتنه وکړه، چې بدترين د خلکو څوک دی؟ ده وویل: هغه څوک چې زړه او ژبه يې له خپل دوست سره موافقه نه وي، خپل عهد، وفا او مواثيق ونه ساتي.