Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (یوولسمه برخه)
د امت مشران یکشنبه _29 _دسمبر _2024AH 29-12-2024AD

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (یوولسمه برخه)

احکام او مکتوبونه
“الله جل جلاله“ رسول الله صلی الله علیه وسلم مبعوث کړ او قرآن یې د لارښود کتاب په توګه نازل کړ. په هغه وخت کې، اې عربانو! لکه څنګه چې خبر یاست، تاسو په بشپړ ضلالت، ناپوهۍ، پریشانیو او اختلاف کې ژوند کاوه. ستاسو ترمنځ فتنې خپل اوج ته رسېدلې وې، نور ملتونه پر تاسو باندې تسلط درلود، او په نورو ټولنو کې که د دین یوه ذره هم پاتې وه، تاسو ترې محروم وئ. له تاسو څخه چې څوک ژوندی پاتې کېده، هغه به په جهالت او ګمراهۍ کې ژوند تېراوه، او څوک چې مړ کېده، د هغه انجام به دوزخ و، تر دې چې الله تعالی تاسو د بتانو د عبادت، جنګونو، له یو بل سره د کرکې او له ټولنیزو او معاشرتي بدیو څخه وژغورلئ.
ستاسو ځینو انکار وکړ او ځینو نورو د هغه تکذیب وکړ، خو د خدای رسول خلک د خدای کتاب ته بلنه ورکوله. په لومړي سر کې، ډېر لږو خلکو او ستاسو کمزورو خلکو پر هغه ایمان راوړ او تل به وېره درلوده چې څوک یې له منځه یوسي. خو الله تعالی هغو ته پناه ورکړه، له غیبو څخه یې د هغو مرسته وکړه، او داسې خلک یې هغو ته اضافه کړل چې اسلام ته ژمن وو.
له دې نړۍ څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رحلت وخت راورسېد، او خدای جل جلاله غوښتل چې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وسیله خپله ژمنه پوره کړي. د دې ژمنې په اړه د ډېر لږو مخلصو مسلمانانو پرته، ډېرو خلکو تعجب کاوه. الله تعالی په دې اړه فرمایلي دي:
“هو الذي أرسل رسوله بالهدی ودین الحق لیظهره علی الدین کله ولو کره المشرکون.”
ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې خپل رسول یې له هدایت او حقیقي دین سره راولېږه، چې هغه پر ټولو دینونو غالب کړي، که څه هم دا پر مشرکانو سخت تمام شي.
په بل آیت کې فرمایلي دي:
“وعد الله الذين امنوا منکم وعملوا الصالحات لیستخلفنهم في الأرض کما استخلف الذين من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم الذي ارتضی لهم ولیبدلنهم من بعد خوفهم أمنا یعبدونني لا یشرکون بي شیئا.”
ژباړه: الله تعالی ژمنه کړې ده له تاسو هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي، چې دوی به د ځمکې پر مخ حاکمان کړي، لکه څنګه چې تېرو امتونو ته یې حاکمیت ورکړی و، او هغه دین به قوي کړي چې دوی یې خوښوي. وېره به په امنیت بدله کړي، په دې شرط چې عبادت ته مې دوام ورکړي او زما سره شریک ونه کړي.
الله تعالی هغه ژمنه او وعده پوره کړه چې له پیغمبر او خپلو مؤمنانو بندګانو سره یې کړې وه.
“اې مسلمانانو!” دا په یاد ولرئ چې هر څه چې الله جل جلاله تاسو ته عطا کړي دي، د اسلام له برکته دي. د اسلام له برکته به پر خپلو دښمنانو برلاسی شئ او د هغه په سبب به د قیامت په ورځ شاهدان یئ. ستاسو لپاره په دنیا او آخرت کې له دې (اسلام) پرته هېڅ نجات، حجت او هدایت نشته.
زه تاسو د قرآن د ترکولو له بدو پایلو څخه وېروم؛ ځکه چې د هغه د پرېښودلو په نتیجه کې به قتل او وژنې، بې ځایه کېدل، بې اتفاقي، تفرقه او ورته نورو پېښو سره مخ شئ. نو له هغو شیانو څخه ځان وساتئ چې خدای تعالی په خپل کتاب کې له هغو څخه منع کړي دي؛ ځکه چې د خدای له وعید پرته هېڅ شی د وېرې او احتیاط وړ نه دی.
هغه څه چې زه یې د دې لیک په لیکلو مجبور کړی یم، دا دی چې زه د کلیو د ځینو اوسېدونکو او د هغو کسانو په اړه خبر شوی یم چې واکمنان او مسئولین شوي دي. دا بدمرغه، بې تعلیمه او ناپوه خلک دي، د خدای تعالی له احکامو خبر نه دي او د خدای جل جلاله له جزاګانو څخه په بشپړ ډول غافل شوي دي. هغوی هغه چلند هېر کړی دی چې خدای تعالی له هغو سره کړی و. هغوی د خدای هغه نعمتونه چې دوی یې وړتیا نه درلوده، ناشکري کوي.
“ماته خبر راکړل شوی دی“ چې د جګړې په وخت کې له هغو څخه ځینې خلک یمن او د مضر قبیلې ته پناه وړي، او فکر کوي چې هغه د دوی ملاتړي دي. سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ! دا د نعمتونو څومره کفران او ناشکري ده؟ او څومره ذلت خوښوي؟ دوی نه ګوري چې د ځان لپاره یې کوم دریځ غوره کړی، له امن او امنیت څخه یې ځان بې برخې کړی او له کومې ډلې سره یې اړیکې نیولي دي؟ اوس پوهېږم چې بدمرغه په خپله اراده بدمرغه کېږي. دوزخ بېځایه نه دی پیدا شوی.
ایا دوی له قرآن کریم څخه د الله تعالی دا کلام نه دی اورېدلی؟
“إنما المؤمنون إخوة فأصلحوا بین أخویکم واتقوا الله لعلکم ترحمون.”
ژباړه: په حقیقت کې ټول مؤمنان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې سوله راوړئ او تل له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو د هغه رحمت ترلاسه کړئ.
ایا دوی دا آیت نه دی اورېدلی؟
“اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام ديناً.”
ژباړه: نن ما ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ، خپل نعمت مې پر تاسو تمام کړ، او د اسلام دین مې ستاسو لپاره خوښ کړ.
ما اورېدلي دي چې ځینې خلک د جاهلیت د جګړو په طریقه خلک رابولي. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مطلق ملاتړ او ملاتړ له وعدې څخه منع کړې او فرمایلي یې دي:
“لا حلف في الإسلام.”
ژباړه: په اسلام کې د نژادي او قومي تعصب لپاره د ملاتړ تړون نشته.
د جاهلیت په زمانه کې هر متحد له خپلو متحدینو څخه دا تمه درلوده چې د دوی ترمنځ په تړون کې ثابت قدمه پاتې شي او د تعهد درناوی وکړي، سره له دې چې دا مرسته ظالمانه او ناحقه وه او د الله او د رسول له احکامو سره په ټکر کې وه.
“زه تاسو ته د الهي عذاب اخطار درکوم.”
هر څوک چې د لیک محتوا واوري او دا لیک ورته ورسېږي، که هغه له اسلام پرته بل ځای پناه واخلي، له الله تعالی، رسول علیه الصلاة والسلام او مؤمنانو څخه لاس واخلي، او نور دوستان ونیسي، زه په ټینګار سره تاسو ته یادونه کوم. پر ټولو خلکو هغه ذات شاهد کوم چې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند د هغه په واک او اختیار کې دی او هغه څوک چې هر یوه ته د هغه تر رګ نږدې دی.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د لارښوونو دا ټولګه د جګړې د ډګر یوه قوماندان ته استولې وه. له دې څخه موږ دې نتیجې ته رسېږو چې د هغه ذهن او فکر په بشپړه توګه د قرآن په قالب کې جوړ شوی و. د هغه نظر او طریقه د پاچاهانو او نورو سیاسي واکمنانو له فکرونو سره په بشپړه توګه توپیر درلود.
په هغه لیک کې چې منصور بن غالب ته یې استولی، داسې لیکي:
“دا د الله تعالی د بنده امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز یو لیک دی منصور بن غالب ته.” کله چې امیرالمؤمنین هغه د جنګ او د سولې د خلکو په وړاندې د جهاد لپاره واستاوه، هغه ته یې امر وکړ چې په هر حالت کې تقوا اختیار کړي؛ ځکه تقوا تر ټولو غوره اسباب او تر ټولو اغېزمن تدبیر او اصلي ځواک دی.
امیرالمؤمنین هغه ته حکم کوي چې هغه او ملګري یې له دښمن څخه زیات له ګناه څخه ووېرېږي؛ ځکه ګناه د انسان لپاره د دښمن له تدبیرونو څخه هم ډېره خطرناکه ده. “موږ د دښمنانو سره جنګېږو او د هغوی د ګناهونو له امله پر هغوی برلاسی کېږو.” که دا نه وای، نو موږ به د هغوی سره د جګړې توان نه درلود؛ ځکه چې زموږ د خلکو شمېر د هغوی په اندازه نه دی او نه زموږ د جګړې وسایل د دوی له وسایلو سره برابر دي. نو که موږ په ګناه کې د دوی سره برابر شو، دا فکر مه کوئ چې زموږ دښمنان زموږ څخه کمزوري دي. که څه هم ګناهکار یو، دوی به په موږ برلاسي شي؛ ځکه ډېر داسې قومونه وو چې د ګناهونو له کبله پرې بد خلک غالب شوي دي.
“نو له الله تعالی څخه د خپل نفس په وړاندې مرسته وغواړئ، لکه څنګه چې د خپلو دښمنانو په وړاندې مرسته غواړئ.” زه له لوی الله تعالی څخه ځان او تاسو ټولو ته د بریا غوښتنه کوم.
ادامه لري…
Previous Articleشیطان‌پرستي (نولسمه برخه)
Next Article علامه ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږ پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «دیارلسمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک «دوولسمه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «یوولسمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD5 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD9 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار څلورمه برخه حاجي امر ته…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.