لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)

د اسلام د لومړۍ پېړۍ دوران او د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلافت
د دې څېړنې په لومړۍ برخه کې اړین توضیحات ورکړل شول چې د انبیاء علیهم السلام څخه وروسته د انساني نړۍ اصلي رهبران او مشران د مسلمانانو واکمنان وو، او دوی د سیاست او حکومتولۍ په ټولو ابعادو کې د روښانه ستورو په څېر ځلیدلي دي. په دې برخه کې د امويانو دوره څېړو او د بېلګې په توګه د امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ژوند په اړه لنډې خبرې کوو.
د اموي دورې جاهلي انحرافات
د راشده خلافت ختمېدل او د اموي خلافت پیاوړتیا، چې د اسلامیت پر ځای یې ډېره توجه عربیت ته وه، د یوه انقلاب او د اسلامي احکامو د ټینګښت لپاره یې لار هواره کړه. د پخواني جاهلیت انحرافات، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو او د راشده خلفاو د هڅو په نتیجه کې دفن شوي وو، یو ځل بیا د عربو د نوي نسل په مسلمانانو کې را ژوندي شول. د حکومت کولو بنسټ د کتاب او سنت تابع نه و، بلکې حکومتولي د عربي سیاست، دولتي ګټو، نسبي فخر او نژادي تعصب له مخې ټاکل کېده.
قبیلوي غرور، قومي تعصب او خپلپالنه، چې د راشده خلافت په زمانه کې لویه ګناه او عیب ګڼل کېده، په دې دوره کې یې ځانګړې وده وکړه. د مداحۍ، چاپلوسۍ او مقام غوښتنې څرګندونې د الهي اجر او انعام پر ځای د اعمالو او اخلاقو لامل ګرځېدلې.
بیت المال، چې د مسلمانانو د شتمنیو ټولګه وه، شخصي ملکیت او شاهي املاک شول. ځینې ډلې لکه شاعران، درباري چاپلوسان او غوړه مال نوکران رامنځته شول، چې د مسلمانانو شتمني او بیت المال هغو ته ځانګړې کېده، او د دوی د بدو طریقو او رواجونو په وړاندې تساهل (غفلت) کېده.
د اموي دورې نامتو شاعر “مسیحي احظل” (چې په ۵۹ کال کې زېږېدلی و) د عبدالملک بن مروان دربار ته له یوه پلاوي سره ورغی. هغه صلیب د سرو زرو جوړ و او په غاړه کې یې و؛ په داسې حال کې چې د شرابو څاڅکي له ږیرې څڅېدل، خو هیڅوک نه و چې هغه ملامت کړي.
د خلکو په منځ کې د مبتذلو سندرو اورېدل او د موسیقۍ زده کړه عامه شوه. له لاندې پېښې څخه نتیجه ترلاسه کړئ: د عراق مشهور سندرغاړی “حنین” د خپلو ملګرو په بلنه مدینې ته راغی او خلکو ته یې سندرې او سرودونه وړاندې کړل. هلته دومره زیات خلک راغونډ شوي وو چې د ګڼې ګوڼې له امله چت ونړېد او حنین هم تر خاورو لاندې شو.
د حکومت منحرفو طریقو او لادینانه ژوند ټولنه په بدمرغۍ کې واچوله. د “فسادګرو او فساد کوونکو” یوه نوې ډله رامنځته شوه، چې اخلاق یې د پخواني جاهلیت د فاسدانو په څېر وو. داسې برېښېده چې ټپي شوی جاهلیت د خپل مخالف فاتح څخه د غچ اخیستو لپاره تیار شوی دی او غواړي چې د څلوېښتو کلونو غچ په یوه ورځ کې واخلي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version