لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه دېرشمه برخه)

په اسلام کې د لور مقام
بې له شکه، د خلکو تر منځ له تقوا پرته بل هیڅ توپیر او امتیاز نشته. البته د نارینه او ښځینه توقعات، ذاتي ځانګړنې، او دندې له یو بل سره بېلې دي. خو هغه څه چې انسان خدای تعالی ته محبوب کوي او مقام یې لوړوي، د هغه جنسیت نه دی، بلکې د هغه کړنې او عمل دی.
د پام وړ ټکی د الله تعالی جل جلاله هغه فضل او پېرزوینه ده چې له هر جنس څخه انسانان د هغه کورنۍ ته ور ډالۍ کوي. په عین حال کې، ښځینه اولاد ډېره زیاته برکتونه لري.
په داسې زمانه کې چې غربي ټولنه له نجونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اوج کې ده او نورو ټولنو ته خپل ضدو ارزښتونه لېږدوي، په الهي آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو تکیه کول د خلاصون غوره لاره ده.
د قرآن کریم نظر
د قرآنکریم د آیتونو له مخې، د جاهلیت او ناپوهۍ په دوره کې به ځینې ناپوه خلک، چې کله به الله تعالی هغوی ته ښځینه اولاد ورکړ، ډېر خپه او غمجن کېدل. حتی د خدای جل جلاله په وړاندې به یې شکایت کاوه.
لوى څښتن تعالی فرمایي:
«وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ»
(او کله چې له ژوندۍ ښخ کړل شوې نجلۍ وپوښتل شي چې په کومه ګناه وژل شوې ده؟)
الله جل جلاله په قرآنکریم کې له دغه ناوړه عمل څخه منع کړې ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله یې د دې کار د مخنیوي اعلان کړی دی. د لوی خدای تعالی دا حکم د ټولنې د دې برخې د ساتنې لپاره څرګند دلیل دی او د نجونو د پالنې او درناوي یو له ښکاره دلایلو څخه ګڼل کېږي.
د نجونو پالنه او درناوی
اسلام د نجونو له ژوندۍ ښخولو څخه په کلکه منع کړې ده. په قرآنکریم کې د هغو کسانو غندنه شوې چې د ناپوهۍ او جهالت له مخې یې خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت په پیل سره، نه یوازې د نجونو ژوندۍ ښخول حرام شول، بلکې د هغوی سپکاوی او توهین هم منع شول.
اسلام خلکو ته امر وکړ چې له نجونو او هلکانو سره په یو شان او عادلانه چلند وکړي. د دې کار ترسره کوونکو ته یې د جنت زیری ورکړ.
حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما وايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې لور وزېږوي، که یې ژوندۍ ښخه نه کړي، سپکاوی یې ونه کړي او خپلو زامنو ته پر هغې ترجیح ورنکړي، الله تعالی به هغه جنت ته داخل کړي
د لور رول او مقام
نجلۍ یا لور د مور او پلار لپاره داسې مرسته کوونکې او ملاتړه ده چې په نشتون کې یې مور او پلار بې وسه او بې یاره پاتې کېږي. هغه پلرونه او میندې چې د نجلۍ له نعمت څخه بې برخې وي او یوازې زامن ولري، په زوړتوب کې به ډېر افسوس کوي او وایي به:
«کاشکې مو یوه لور درلودی
لور له ماشومتوب څخه تر بلوغ او حتی له واده وروسته، د مور او پلار تر ټولو ښه مرسته کوونکې او خدمتګاره وي.
هغه د کور په چارو کې له خپلې مور سره مرسته کوي. کله چې پلار یې ستړی ستومانه کور ته راځي، سلام ورته کوي او په تود هرکلي سره یې د ستړیا د لرې کولو هڅه کوي.
اوس مهال نجونې له خپلو پلرونو او میندو سره د مرستې لپاره تر بل هر چا ډېرې هڅې کوي. که نجلۍ احساس وکړي چې مور او پلار یې له مالي پلوه کمزوري دي، نو هڅه به وکړي چې دا ستونزه ور حل کړي.
الله جل جلاله خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته لوڼې ورکړې او د لور د لرلو ویاړ او اعزاز یې ور وباښه. له همدې امله، په دې کې حتماً څه حکمت او مصلحت نغښتی دی. دا راز داسې تعبیر کېدی شي چې د نجونو پالنه مهربانۍ، رحم او زغم ته اړتیا لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې امت ښوونکی، لارښود او خواخوږی و. له همدې امله، د نېکو او صالحو نجونو د روزلو لپاره دا ځانګړنې اړینې دي. له بلې خوا، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل امت لپاره غوره نمونه ده. امت کولی شي د خپلو لوڼو په ښوونه او روزنه کې د هغه تقلید وکړي او د هغه کړنې د ځان لپاره نمونه وګرځوي.
دا د امتیاز لوی دلیل دی چې الله تعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته لوڼې ورکړې. کله چې اسلام راغی، نو نجونو ته یې عزت او وقار ور په برخه کړ، د هغوی ملاتړ یې وکړ او د هغوی ټول حقوق یې په بشپړه توګه ورکړل، پرته له کومې نیمګړتیا.
دا هر څه له خپلو لوڼو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سلوک او چلند کې ښکاره دي. د لوڼو په اړه د هغه مبارک توجیهات، لارښوونې، د هغوی د حقوقو اداء کول، او د دوی د زېږون په وخت کې د هغه خوشحالي، د نجونو مقام او ارزښت په ښکاره ډول څرګندوي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version