د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوند لیک (لسمه برخه)
عراق ته د حسین رضی الله عنه د ورتګ په اړه د عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه دریځ
بې له شکه، عبدالله بن زبیر او حسین بن علي رضی الله عنهم د عدالت غوښتنې او له ظلم او فساد سره د مبارزې دوه سرلاري وو. له معتبرو تاریخي روایتونو څخه په څرګنده ثابته ده چې عبدالله د کوفې پر لور د حسین (رض) له تګ څخه راضي نه و او هغه یې له دې سفر څخه منع کړ. هغه ښه پوهېده چې د عراق پر لور د حسین (رض) حرکت به ښه پایله ونلري؛ نو له همدې امله یې ورته وویل:
هغه په دې هم پوهېده چې که حسین په عراق کې شهید شي، نو ټولې ستونزې به پر ده راشي او د یزید پر وړاندې به یوازې پاتې شي. په همدې خاطر یې ډېره هڅه وکړه چې حسین (رض) په مکه کې وساتي او د کوفې پر لور یې د تګ مخه ونیسي. په دې اړه یې ورته وړاندیز وکړ:
«که ته په مکه کې پاتې شې، نو موږ به ستا ملګري، همکاران او خواخوږي و اوسو او له تا سره به بیعت وکړو.»
عبدالله بن زبیر رضي الله عنه غوښتل چې عمومي مشري د حسین رضی الله عنه په لاس کې وي، ځکه چې هغه د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لمسی و او د مسلمانانو په منځ کې یې لوړ مقام درلود. عبدالله بن زبیر رضي الله عنه باور درلود چې په خپلو جنګي تجربو سره کولی شي د یزید پر وړاندې د مبارزې لپاره یو اغېزمن پلان جوړ کړي. په حجاز کې د واک ټینګول به نورې سیمې هم د دوی لاس ته ورکړي.
خو حسین (رض) دا وړاندیز ونه مانه او ویې ویل:
«زما لپاره دا غوره ده چې په بل ځای کې ووژل شم، تر دې چې د مکې حرمت زما په وسیله مات شي.»
بالاخره، حسین (رض) کوفې ته ولاړ او د کربلا زړه بوږنوونکې او غمجنه پېښه رامنځته شوه. دې پېښې پر عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوره روحي اغېزه وکړه او هغه یې له یوازیتوب سره مخ کړ. هغه څه چې مخکې یې وېرېدل، هغه پېښ شول. یو ستر انسان چې د یزید د سختو مخالفانو په لیکه کې و او عبدالله بن زبیر ته یې روحیه ورکوله، شهید شو.
ابن خلدون په دې اړه وایي:
«په دې وخت کې له ابن زبیر پرته بل مخالف پاتې نه شو.»
د کربلا له خونړۍ پېښې وروسته د عبدالله بن زبیر دریځ
د کربلا له خونړۍ پېښې وروسته، عبدالله بن زبیر رضي الله عنه په مکه مکرمه کې منبر ته وخوت. هغه د حسین رضي الله عنه د قاتلینو غندنه وکړه او د هغوی پر ظلم یې کلک اعتراض وکړ. عبدالله وویل:
«په خدای قسم! دوی حسین په داسې حال کې وواژه چې هغه د شپې اوږده عبادتونه کول او په ورځ کې به یې ډېرې روژې نیولې. هغه د دوی په پرتله د خلافت ډېر مستحق او په دین او فضیلت کې له دوی څخه لوړ او غوره و. هغه هېڅکله هم د دوی په څېر نه و؛ قرآن به یې په سندره نه بدلولو، په نیمه شپه کې د خدای له وېرې ژړا به یې په ستاینو نه بدلېده، د حرامو شرابو څښل به یې هېڅکله په روژې ترجیح نه ورکول، او د الهي ذکر په حلقو کې ناسته به یې د ښکار د منډو لپاره له لاسه نه ورکوله.»
یزید د حسین (رض) له شهادت وروسته عبدالله بن زبیر (رض) ته یو لیک ولیکه او غوښتنه یې وکړه چې له ده سره بیعت وکړي. عبدالله له دې کار څخه ډډه وکړه. یزید په غوسه شو او قسم یې وکړ چې عبدالله باید په زنځیرونو کې تړلی ده ته راوستل شي.
د یزید د فشارونو په ځواب کې، عبدالله له خپلې مور، اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنها سره مشوره وکړه. اسماء هغه د ذلت پر وړاندې جګړې ته وهڅاوه. عبدالله پرېکړه وکړه چې د بیعت پر ځای به د یزید پر وړاندې مبارزه وکړي.
ابن عضاة چې د دې پلاوي وياند و، ګواښ يې وکړ او ويې ويل: که د مکې له حرم څخه يو کوتره ووايي چې يزيد شراب څښي او د خليفه له بيعت څخه راووځي، زه به يې په دې تير په نښه کړم.
عبدالله رضی الله عنه وویل:
«زه له یزید سره هیڅکله بیعت نه کوم. خدای زما نیت ښه پوهېږي.»