لیکوال: شکران احمدي
دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (څلورمه برخه)
سړه جګړه یا کلتوري یرغل
یو هغه تریخ حقیقت چې هېڅکله به هېری نه شي، د اسلامي هېوادونو د کلتوري ډګر پر وړاندې د اسلام د دښمنانو دسیسې دي. مشهور ټولنپوه محمد قطب په خپل کتاب «واقعُنا المعاصر» کې د مصر د کلتوري یرغل د پیل په اړه داسې لیکي:
> «”دنلوب”، چې پخپله یو اسقف و، د انګلستان د کلتور وزیر “کرومر” لخوا مصر ته واستول شو ترڅو د لویدیځ تعلیمي میتودونه هلته پلی کړي. کله چې “دنلوب” مصر ته سفر وکړ، پوه شو چې د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی علمي مرکز، الازهر پوهنتون، هلته شته. یوازینی کار یې دا و چې د مصر په هر ځای کې غربي ښوونځي جوړ کړي.
وروسته، د مصر حکومت دې ته اړ شو چې په دولتي ادارو او کلتوري مرکزونو کې د ګمارنې لپاره د “دنلوب” د ښوونځیو فراغت سند الزامي وګرځوي. مخکې دا ډول وظیفې د الازهر فارغانو لخوا نیول کېدې، خو د “دنلوب” د ښوونځیو له پرانیستلو وروسته ازهریان یوازې په جوماتونو کې په کمو او ناکافي معاشونو ګمارل کېدل، چې دا د زیاترو لپاره ممکن نه و.
“دنلوب” یوازې د علم او هنر تر تعلیم پورې محدود پاتې نه شو، بلکې د زده کړو په ترڅ کې یې د “کرومر” صلیبي اهداف هم پلي کړل. ورته کیسه په هند او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې هم پېښه شوه.
په هند کې څه تېر شول؟
هغه ماموریت چې “دنلوب” په مصر کې ترسره کړ، په هند کې د انګریز “لورد میکالي” په غاړه درلود. د کلتوري پروګرامونو په پلي کولو سره، “لورد میکالي” په هند کې وضعیت ګډوډ کړ. د منظمو فعالیتونو وروسته، هغه خپل انګریز مشرانو ته داسې راپور ولیکه:
> «د زده کړې دې طریقې په هند کې ډېره اغېزه کړې ده. اوس څوک نه پیدا کېږي چې انګریزي ژبه یې نه وي زده کړې او د دیني ارزښتونو ته وفادار او مخلص پاتې شي.»
لورد میکالي د خپل ماموریت موخه په بل ځای کې داسې بیانوي:
> «موږ باید د هندي وګړو داسې ډله وروزو چې د رنګ او وینې له پلوه هندي وي؛ خو د عقل او فکر له لحاظه په بشپړه توګه انګلیسي وي.»
د دیوبند دارالعلوم تاسیس
د دیوبند دارالعلوم او د ندوة العلماء دارالعلوم تاسیس د “لورد میکالي” د همدې کلتوري دسیسو پر وړاندې د مبارزې لپاره وشو. ستر عالم حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په هند کې د دیوبند دارالعلوم بنسټ کېښود، چې نن ورځ د هند په براعظم او افغانستان کې اکثره مدرسې د هغه څانګې ګڼل کېږي.
د دیوبند دارالعلوم شعار په څلورو شیانو کې خلاصه کېده:
-
د نبوي علومو او اسلامي افکارو ساتنه؛
-
د توحید د خالصې عقیدې خپرول؛
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع او د بدعتونو سره مبارزه؛
-
د الله جل جلاله د کلمې لوړول او د الله په لار کې جهاد کول.