لیکوال: خدایرحم

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (څلورمه برخه)

 د هندوکش غرونو لړۍ 
د هندوکش د غرونو لړۍ په آسیا کې د سترو او مهمو غرونو له جملې څخه ده، چې له افغانستان څخه د پاکستان تر شماله غځېدلې ده. دغه غرونه د سیمې په جغرافیه، تاریخ، او کلتور کې ځانګړی اهمیت لري او د مرکزي او جنوبي آسیا یو له ستر جغرافیایي موانعو څخه ګڼل کېږي. د دې غرونو لړۍ شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او له لوېدیځ څخه تر ختیځ پورې، د افغانستان له مرکزي سیمو څخه د پاکستان تر شمال لوېدیځو برخو پورې غځېدلې ده.
د هندوکش تر ټولو لوړه څوکه، چې شاوخوا ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري، د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري. دا غرونه په درېیو لویو برخو وېشل شوي دي: مرکزي هندوکش، ختیځ هندوکش، او لوېدیځ هندوکش.
د هندوکش غرونه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله په سیمه‌ییز تاریخ کې د پام وړ رول لري. دا غرونه د مهاجرتونو، پوځي بریدونو، او سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډ ګڼل شوي دي. د تاریخ په اوږدو کې، هندوکش د بېلابېلو امپراتوریو لکه سکندر مقدوني، مغولي چنګیز خان، او برتانوي ځواکونو د تېریدو شاهد پاتې شوی دی.
د دې غرونو لړۍ د طبیعي سرچینو یوه خزانه ده، چې پکې د قیمتي فلزاتو کانونه، قیمتي ډبرې، او د اوبو زیرمې شاملې دي. هندوکش د متنوع بوټو او ژویو د استوګنې ځای دی، چې ډېر یې نادر او د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه سیمه پراخ ځنګلونه، شنه څړځایونه، او له اوبو ډک سیندونه لري، چې د کرنې او مالدارۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.
د هندوکش د زړه‌راښکونکو منظرو او طبیعت له امله، دا غرونه د هغو کسانو لپاره یوه په زړه پورې سیمه ده، چې د طبیعي سیاحت، غره ختلو، او سفر سره علاقه لري. لوړې څوکې، ژورې درې او بډایه سیمه ایز کلتور د دې سیمې اصلي سیاحتي ځایونه دي.
 شاه دو شمشېره 
شاه دو شمشېره د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو تاریخي او مشهور جومات دی. دا جومات د خپل ښکلي معمارۍ او له دې نوم سره تړلې کیسې له امله ځانګړی اهمیت لري. جومات د کابل د سیند په څنډه، د ښار په زړه کې موقعیت لري. د دې ځانګړې معمارۍ په اړه د یادولو وړ ټکی دا دی چې لومړی پوړ یې له ډبرو او دوهم پوړ یې له لرګیو جوړ شوی دی. د جومات کاشي کارۍ او داخلي سينګار د بېلابېلو تاريخي دورو څخه پاتې دي او په افغانستان کې د اسلامي هنر ښکارندویي کوي.
د “دوو تورو پاچا” یا “شاه دو شمشېره” نوم د یوې کیسې له مخې هغه صحابي ته منسوب دی، چې د اسلام د راتګ په وخت کې د کابل په جګړه کې شهید شو. ویل کېږي هغه په دواړو لاسونو کې تورې درلودې، چې له همدې امله په “شاه دو شمشېره” مشهور شو.
د شاه دو شمشیره جومات د جوړولو دقیق وخت د بحث موضوع ده او په دې اړه مختلف روایتونه شته؛ خو داسې ښکاري چې د یعقوب لیث صفار نه مخکې په دې ځای کې کوم جومات نه و جوړ شوی او دا جومات غالباً د صفویانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وي.
د شاه دو شمشیره جومات نه یوازې د عبادت ځای دی، بلکې د کابل او افغانستان د خلکو لپاره یو مهم کلتوري او تاریخي مرکز هم دی. دغه جومات په سیمه کې د اسلام د راتګ سمبول او د کابل ښار د تاریخي او کلتوري هویت یوه برخه ده. ځايي خلک او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه زيارت کوونکي دغه جومات ته د لمانځه لپاره راځي او له دغه سپېڅلي ځای څخه ګټه پورته کوي.
 شاه دو شمشېره جومات د کابل ښار يو له مهمو سياحتي ځايونو څخه دى او هر کال د هېواد له دننه او بهر څخه ګڼ شمېر سيلانيان د دې ځاى د ښکلا او تاريخ د ليدو لپاره راځي. دا جومات نه یوازې د عبادت ځای دی، بلکې د افغانستان د تاریخ او کلتور د پېژندنې او درک کولو ځای هم دی.
د بابر بڼ
بابر بڼ یا د بابر باغ د کابل په ښار کې یو له مهمو، ښکلو تاریخي باغونو او سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کېږي. دا بڼ د ګورکانیانو پاچاهۍ (دهند مغولانو) بنسټګر بابر د خپل ژوند په اوږدو کې جوړ کړ او د مغولي باغونو یو له غوره بیلګو څخه دی. د ګورکانیانو لومړی پاچا بابر په ۱۵۰۴ میلادي کال کابل ته راغی او د دې ښار له طبیعي ښکلا سره یې ژوره مینه پیدا کړه. هغه د دې باغ د جوړولو امر وکړ او دا یې د خپل استراحت او تفریح ځای په توګه وټاکه. د یوه روایت له مخې، بابر بڼ د ګورکانیانو د دوهمې پلازمینې په توګه کارېدلی دی. بابر په خپلو یادښتونو (“بابر نامه”) کې له دې باغ سره خپله ژوره مینه او تړاو څرګند کړی دی.
په ۱۵۳۰ میلادي کال کې د بابر له مړینې وروسته، د هغه د وصیت له مخې، جسد یې دې باغ ته یووړل شو او همدلته ښخ شو. د وخت په تېرېدو او د بېلابېلو تاریخي دورو د اغېزو له امله، دې باغ ګڼ بدلونونه او بیارغونې تجربه کړي دي.
د بابر بڼ د مغولي باغونو غوره بېلګه ده. دا د خپل متناسب ډیزاین، د اوبو ځانګړتیاوو، ګلونو، او رنګارنګ ونو له امله ځانګړی شهرت لري. باغ په مستطیلي بڼه ډیزاین شوی او د چتونو په څو کچو وېشل شوی دی. د اوبو حوضونه او ویالې په ټول باغ کې بهېږي، چې د هغه ښکلا لا نوره ډېروي.
په بابر بڼ کې یو شمېر تاریخي ودانۍ هم شته، لکه د بابر مقبره، جومات، او نورې زړې ودانۍ، چې ټولې د مغولي معمارۍ د ځانګړتیاوو ښکارندویي کوي.
بابر بڼ نه یوازې یو طبیعي او ښکلی ځای دی، بلکې د افغانستان د مهمو تاریخي او کلتوري اثارو له جملې څخه هم دی. دغه باغ د باغدارۍ د هنر او مغولي معمارۍ سمبول دی او د افغانستان له ارزښتناکو کلتوري میراثونو څخه شمېرل کېږي. هر کال ګڼ شمېر سیلانیان د افغانستان له دننه او بهر څخه د دې باغ لیدلو ته راځي، څو د دې تاریخي ځای ښکلا او ارزښت تجربه کړي. بابر بڼ د طبیعي منظرو، مېلو، او ارام لپاره یو مناسب ځای دی.
په بابر بڼ کې د امیر عبدالرحمن خان د ملکې ماڼۍ هم موقعیت لري. کله چې بابر کابل ته راغی، د دې ښار چاپېریال او طبیعت ورته د سمرقند د باغونو او ښکلا یادونه وکړه؛ له همدې امله یې د دې ځای د ښکلا د زیاتولو لپاره د بڼ جوړولو امر وکړ. په پایله کې، لږ تر لږه پنځه باغونه جوړ شول. د وخت په تېرېدو سره، د هغه لمسي سلطان جهانګیر له دغو باغونو لیدنه وکړه.
 چهلستون ماڼۍ 
په کابل کې د چهلستون ماڼۍ یو له مهمو تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه ده. دا ماڼۍ د خپل ښکلي معمارۍ او بډایه تاریخ له امله د کابل د کلتوري او تاریخي سمبولونو په توګه پېژندل کېږي.
چهلستون ماڼۍ د اتلسمې پېړۍ په جریان کې د افغانستان د پاچا، امیر شېرعلي خان، له خوا جوړه شوې وه. د “چهلستون” نوم د دې ماڼۍ په ډیزاین کې د ډېرو ستنو شتون ته اشاره کوي.
دا ماڼۍ نه یوازې د شاهي استوګنې په توګه کارېدله، بلکې د رسمي او کلتوري غونډو د ترسره کولو لپاره هم کارېدله. د چهلستون ماڼۍ د افغانستان د بېلابېلو تاریخي دورو د هنر او معمارۍ استازیتوب کوي.
د دې ماڼۍ لیدل د افغانستان د بډایه تاریخ او کلتور په اړه د زده‌کړې او د اسلامي معمارۍ د ښکلا د تجربه کولو یو غوره فرصت برابروي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version