لیکوال: خدایرحم

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (درېیمه برخه) 

د هرات د جامع جومات منارونه 
دا پنځه منارونه چې د هرات د تیموریانو په دوره کې د شاه رخ میرزا دورې ته ورګرځي، شاوخوا شپږ پیړۍ لرغونیتوب لري او د هغه وخت د معمارۍ عظمت په خپلو ښکلو کاشي کاریو سره نندارې ته وړاندې کوي. دغه دوره چې د خطاطۍ او نقاشۍ په عصري کولو مشهوره ده، تاریخي او لرغونو اثارو ته یې ځانګړی اهمیت ورکړی او د غور او د مزار روضې په څېر سیمو کې پاتې آثارو دغه میراث ساتلی دی.
ګذرګاه شریف 
د هغه تاریخ له مخې چې شیخ اسماعیل، مشهور په شیخ عمو، ته رسیږي، ګذرګاه د صوفیانو او عارفانو د راټولېدو ځای و او هغه هم په همدې ځای کې ښخ دی. دا تاریخي او دیني ودانۍ چې د افغانستان په هرات کې موقعیت لري، د پنځمې هجري پېړۍ د مشهور عارف او شاعر خواجه عبدالله انصاري د مقبرې له امله خورا مهمه ده. د امیر دوست محمد خان مقبره هم دلته موقعیت لري.
ګذرګاه شریف د تیموریانو د دورې په شمول په مختلفو دورو کې جوړ او بیا رغول شوی او یو مهم کلتوري او مذهبي مرکز ګرځېدلی دی. دا ځای د سپېڅلي او مذهبي ځای په توګه د زیارتوالو او نړیوالو سیلانیانو لپاره د لیدو وړ دی. د دیني او تاریخي ودانیو د مجموعې په درلودلو سره، ګذرګاه شریف د افغانستان په کلتور او تاریخ کې ځانګړی ځای لري. ځایی خلک او زیارت کوونکي د دعا لپاره او صوفیان د ذکر حلقې جوړولو لپاره دې ځای ته ورځي.
په ۱۱مه زیږدیزې پېړۍ کې ګذرګاه شریف د سپېڅلي ښار په توګه وپېژندل شو. په ۱۲مه پېړۍ کې د غوریانو وزیر عزالدین عمر مرغني په دې ځای کې یوه مدرسه جوړه کړه چې اوس ویجاړه شوې ده. همداراز د غوري وروستي پاچا سلطان محمد مقبره هم دلته وه، چې نن ورځ یې پته نشته او نه پېژندل کېږي.
ګذرګاه شریف د هرات یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه دی او هر کال د افغانستان له دننه او بهر څخه په زرګونو خلک دغه ځای ته د معمارۍ او تاریخي ښکلا څخه د خوند اخیستلو او د دې سیمې له کلتور او تاریخ سره د بلدتیا لپاره ورځي. دا ځای نه یوازې یو مذهبي ځای دی، بلکې د اسلامي هنر او تاریخ مینه‌والو لپاره یو مهم کلتوري او تاریخي ځای هم دی.
د اختیارالدین کلا 
دا کلا چې د هرات د کلا په نوم هم یادیږي، د افغانستان د هرات ښار یو له مهمو او مشهورو تاریخي اثارو څخه ده. دغه کلا چې څو زره کاله لرغونیتوب لري، د سیمې په تاریخ او کلتور کې مهم رول لوبوي او د افغانستان د معمارۍ او پوځي تاریخ سمبول ګڼل کېږي.
د اختیارالدین کلا اوږده او پیچلې تاریخ پاڼه لري چې بېلابېلو تاریخي دورو ته ځي. په اصل کې دا کلا د مقدوني اسکندر لخوا له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې جوړه شوه. په وروستیو دورو کې د مختلفو پاچاهانو لخوا بیارغول شوې او پراخه شوې ده. د تیموریانو په دوره کې دا کلا یو له مهمو نظامي او اداري مرکزونو څخه وه. تیموري پاچاهانو لکه شاه رخ میرزا او سلطان حسین دا کلا د خپل حکومت د مرکز په توګه وکاروله او هغه یې د شهرت ځلېدو اوج ته ورسوله.
د اختیارالدین کلا د خپلو لوړو دیوالونو او قوي برجونو سره د منځنیو پېړیو پوځي معمارۍ یوه غوره بېلګه ده. دا کلا اوس ۱۳ برجونه او ۵۰۰۰ مربع متره مساحت لري. د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال دا کلا د معمارۍ او نقاشۍ له مخې ډېره ښه رغول شوې وه.
اختیارالدین کلا د یوه پوځي، اداري او دولتي مرکز په توګه د هرات او افغانستان په تاریخ کې خورا مهم رول لوبولی دی. دا کلا نه یوازې د دفاع ځای نه، بلکې د مهمو سیاسي او نظامي پرېکړو د مرکز په توګه هم پیژندل کیږي. دغه راز دغه کلا د هرات يو له مهمو سياحتي ځايونو څخه ده او هر کال د افغانستان له دننه او بهر څخه ګڼ شمېر سيلانيان د دې تاريخي او معمارۍ د ليدو په موخه دغه کلا ته راځي. دا کلا د خپلو ښکلو او تاریخي منظرو په لرلو سره د افغانستان له تاریخ او کلتور سره د علاقې لرونکو لپاره په یوه مشهور ځای بدل شوی دی.
بند امیر 
بند امیر د افغانستان لومړنی ملي طبیعي پارک دی چې په بامیان ولایت کې د فیروزه یي نیلي اوبو شپږ طبیعي جهیلونه لري. دا جهيلونه په غرنۍ سيمه کې موقعیت لري او له طبيعي چونې ډبرو څخه جوړ شوي دي. بند امير د خپلو ښکلو طبيعي منظرو او کلتوري او ديني ارزښت له امله شهرت لري او هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سيلانيان او زيارت کوونکي راجلبوي.
د بودا مجسمې 
د افغانستان په بامیان ولایت کې د بودا سترې مجسمې د هېواد یو له مهمو تاریخي او هنري اثارو څخه دي چې په نړۍ کې د کاڼو له سترو مجسمو څخه شمېرل کېږي. دغه مجسمې د بودایي مذهب د هنر او کلتور نښه ګڼل کېږي او د خپلو لویو ابعادو او ښکلي ډیزاین له امله شهرت لري. د بودا مجسمې د څلورمې او پنځمې پېړۍ پورې اړه لري، کله چې بامیان د بودایي کلتور تر اغېز لاندې و. دا اثار د کوشاني او هپتالیت پاچاهانو ته منسوب دي او د بامیانو په دره کې د طبیعي ډبرو په زړه کې نقش شوي دي.
په بامیانو ولایت کې دوې سترې مجسمې وې: یوه د بودا لویه مجسمه ده، چې له ۵۵ تر ۵۳ مترو پورې لوړوالی لري او د “صلصال” په نوم یادیږي. دا مجسمه د بلخي او خاقاني په ګډون د دري فارسي شاعرانو په شعرونو کې یاد شوې او د “سرخ بت” او “خنګ بت” په نومونو هم پېژندل شوې ده.
بله مجسمه چې د “شمامه” په نوم یادیږي، د ښځینه بڼې لرونکې او کوچنۍ ده، له ۳۷ تر ۳۵ مترو پورې لوړوالی لري او د لویې مجسمې څنګ ته موقعیت لري. دواړه مجسمې په پرمختللو تخنیکونو سره جوړې شوې وې او د بودایي هنري او مذهبي اغېزو څرګندونه کوي.
په تېرو وختونو کې د بودا مجسمې د سیمې د مذهبي او کلتوري تنوع نښه ګڼل کېدې. دغه اثار نه یوازې د بودایي کلتور او هنر استازولي کوي، بلکې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د کلتوري او سوداګریزو اړیکو نښانې هم دي. نن ورځ د بامیان ولایت او د بودا د مجسمو پاتې شوني د څېړونکو او کلتوري ګرځندویانو لپاره د لیدو وړ ځایونه ګڼل کېږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version