لیکوونکی: شکران احمدي

 دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (درېیمه برخه)

 د لوېدیځ د پوهانو اعتراف 
د اتریش مشهور پوهاند “لئوپولدوس”، چې د اسلام له منلو وروسته یې د ځان لپاره د “محمد اسد” نوم غوره کړ، په خپل کتاب “الاسلام علی مفترق الطرق” کې وايي:
> “موږ هېڅکله دا تمه نه شو کولای چې هغه ځوان مسلمانان، چې په غربي طریقه یې زده‌کړې ترسره کړي دي، رښتیني مسلمانان به وي او په زړونو کې به د اسلام سره دښمني او کینه نه لري. ډېر لږ کسان موندل کيږي چې فوق‌العاده ځواک ولري او د شخصي نبوغ په واسطه پر ښوونیزو طریقو باندې بریالي شي. که موږ دا لږ کسان استثنا کړو، نو ویلای شو چې د لوېدیځ تعلیمي او ښوونیزه طریقه یقیناً د ځوانانو د عقیدې د کمزورتیا لامل کیږي.”
په پای کې، دغه لیکوال په واضحه توګه وايي:
> “که مسلمانانو په تېرو وختونو کې علمي تحقیق او څېړنې څخه غفلت کړی وي، اوس نشي کولای د غربي تعلیمي طریقې په منلو سره د تېرو تېروتنو جبران وکړي او په هغه سره د غفلت تشه ډکه کړي.”
هو، ګرانو لوستونکو! هغه څه چې په تېره پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې پېښ شول، اسلامي ټولنه یې ټوټه ټوټه کړه، د لوېدیځ تابع یې کړه، او د غربي نظامونو مینه‌وال یې کړل. دغه حالت د مسلمانانو او اسماني وحیې تر منځ اړیکې کمزورې کړې، او دا ټول د غربي کارپوهانو او د اسلام د دښمنانو د منظم پلان پایله وه.
د ختیځ شاعر، علامه اقبال رحمه الله، په یوه دردناکه حالت کې وايي:
> چو می‌بینی که رهزن کاروان کشت / چه پرسی کاروانی را چه سان کشت
> مباش ایمن از آن علمی که خوانی / که از وی روح قومی می‌توان کشت
 اسلامي نړۍ ته د لوېدیځپالنې سوغات 
۱. له دین څخه د سیاست جلا کول؛
۲. دین یوازې په فردي او شخصي مسایلو پورې محدودول؛
۳. دا عقیده چې دین او مذهب د علمي پرمختګ خنډ دی؛
۴. حجاب د نارینه‌وو د ظلم نښه ګڼل او هغه د زړو زمانو پاتې شونی بلل؛
۵. دا باور چې دین د ارتجاع او وروسته پاتې کېدو لامل دی؛
۶. د دې ادعا کول چې اسلامي او فقهي قوانین له معاصر وخت سره نه تطابق لري او باید تعدیل شي؛
۷. د سودي بانکي سیسټم پراخول او د سود د احکامو ردول؛
۸. د غیر صحي تفریحاتو او بې‌ځایه لذتونو ترویج؛
۹. د پخوانیو خرافاتي دودونو بیا ژوندی کول؛
۱۰. عالمان او مذهبي مشران د کلیسا د پاپانو په شان ګڼل.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version