لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اتمه برخه)

۲د فقهې د اصولو په کتابونو کې د شریعت د مقاصدو اصطلاحات
د نبوت له زمانې وروسته د دې علم دوهم پړاو پیلیږي. په دې اړه کره او باوري معلومات نشته چې د شريعت د مقاصدو د یوې ځانګړې موضوع په توګه پیلوونکی څوک دی، خو په ظاهره د درېمې پېړۍ عالم حکيم ترمذي د “الصلاة و مقاصدها” تر سرلیک لاندې د کتاب په لیکلو سره، د مقاصدو د علم بنسټګر ګڼل کېږي.
د شريعت له اصولو څخه د نويو مسايلو د احکامو د استنباط لپاره د فقهې اصول او بنسټونه رامنځته شول او د فقهې د اصولو له علم سره د شريعت مقاصدو ته هم پام شو، چې د هغو لپاره اصول او ضوابط وضع شول. خو دا اصول او قواعد خپلواک نه وو او د فقهې د اصولو د علم د قواعدو په توګه د علت، حکمت، سبب، شرط او داسې نورو مفاهیمو تر چتر لاندې، چې د شریعت له مقاصدو سره نږدې تړاو لري، بحث کېده.
۳د خپلواک علم او فن په توګه د شریعت مقاصد
په درېیمه مرحله کې، د شريعت د مقاصدو موضوعات د “فقهې اصولو” په کتابونو کې د خپلواکو عنوانونو او موضوعاتو تر سرلیک لاندې مطرح شول. ځینو علماوو په دې اړه خپلواک کتابونه ولیکل. په لومړي سر کې “امام الحرمین، ابوالمعالي عبد الملک بن عبدالله بن یوسف الجوینی”، چې د پنځمې پیړۍ له علماوو څخه دی، د “البرهان فی اصول الفقه” په نامه خپلواک کتاب ولیکه. په دې کتاب کې یې د علتونو او اصولو په وېش باندې، چې د هغوی په وسیله مقاصد او مصالح څرګندېږي، بحث وکړ.
امام تاج الدین سبکي شافعي، چې د اتمې پیړۍ یو له عالمانو څخه دی، د دې کتاب په اړه وايي: «امام الحرمین د فقهې د اصولو په علم کې د “البرهان” په نوم یو کتاب په نوې بڼه لیکلی او په دې هڅه کې یې د هیچا تقلید نه دی کړی؛ یعنې دا يو داسې کتاب دی چې د موضوعاتو او ترتيب له اړخه، په دې برخه کې د ده په څېر بل چا نه دی لیکلی.»
له امام الحرمین وروسته د هغه شاګرد امام غزالي رحمه الله (وفات ۵۰۵ هـ ق) د مقاصدو د علم په پرمختګ کې مهم او بنسټیز رول درلود. نوموړي په خپلو ګټورو او ارزښتناکو اثارو “شفاء الغلیل”، “المنخول” او “المستصفی” کې د مقاصدو اړوند نوي موضوعات څېړلي دي. له امام غزالي څخه کابو یوه پېړۍ وروسته، جلیل القدر عالم شیخ عزالدین بن عبدالسلام (وفات ۶۶۰ هـ ق) په فني او مسلکي لحاظ د المقاصد په علومو کې خپلواک او بې‌ساری اثر “قواعد الاحکام فی مصالح الانام” ولیکه.
د هغه شاګرد امام شهاب الدین قرافي (وفات ۶۸۵ هـ ق) هم د خپل استاد په لارښوونو عمل وکړ او د دې علم د قواعدو او ضوابطو لیکلو ته یې ډېره پاملرنه وکړه. په دې اړه د هغه کتاب “الفروق” د ستاینې وړ دی.
همدارنګه، شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله (وفات ۷۲۸ هـ ق) په دې برخه کې نوي او ځانګړي مسایل وړاندیز او مطرح کړل. د هغه شاګرد، علامه ابن قیم الجوزی رحمه الله (وفات ۷۵۱ هـ ق)، په خپل اثر “اعلام الموقعین عن رب العالمین” کې په څرګنده او واضحه توګه لیکلي: «په دنيا او آخرت کې د شريعت اساس او بنسټ د بندګانو په ګټه او حکمت ولاړ دی؛ له همدې امله، شريعت له عدل، رحمت او مصلحت څخه جوړ دی. هر هغه مسایل چې له عدل څخه ظلم ته، له رحمت څخه غضب ته، له مصلحت څخه فساد ته، او له حکمت څخه عبثیاتو ته وځي، د شریعت برخه نه ده، که څه هم د تأویل په سبب شریعت ته ننوتلې وي.»
بالآخره، په اتمه هجري پېړۍ کې امام شاطبي رحمه الله (وفات ۷۹۰ هـ ق) په اندلس کې ډګر ته راڅرګند شو او د مقاصدو په موضوع کې د هغه ارزښتناک کتاب “الموافقات فی اصول الشریعة” یادولو وړ دی. په دې کتاب کې یې د “کتاب المقاصد” په سرلیک سره د شريعت د مقاصدو اصول او مبادۍ په تفصيل سره بيان كړي دي.
شیخ الاسلام امام طاهر بن عاشور مالکي تونسي (وفات ۱۳۹۳ هـ ق) د امام شاطبي په اړه لیکي: «امام شاطبي یوازینی کس دی چې دا فن یې په جلا او خپلواکه توګه تالیف کړی دی.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version