لیکوال: عبدالحفیظ عُرَیب

له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (لومړۍ برخه)

 

الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله و الحمد لله على نعمة الإسلام.
په شرعي اعمالو کې د الله جل جلاله لوري ته د خلکو دعوت او هدایت ډېر لوړ ارزښت او فضیلت لري. علماو دغه عمل د ډېر اهميت له امله «اُم الاعمال» بللى دى.
بل ارزښتناک عمل د پېچلو شرعي مسائلو حل کول، د حلال او حرام تبیین او خلکو ته د شرعي احکامو تشریح کول دي. دې عمل ته فتوا ویل کیږي او هغه څوک چې فتوا ورکوي ​​مفتي بلل کیږي. په شرعي مسائلو کې د فتوا صادرول یو له غوره عملونو څخه شمېرل کیږي او مفتي په اسلامي ټولنه کې د انبیاو د وارث او د فرض کفایه د مجري په توګه رول لوبوي؛ خو هر څومره چې فتوا ارزښتمنه ده او د مفتي مقام لوړ دی، په هماغه اندازه د دغه کار خطرونه هم ډېر جدي دي.
که څوک ځان ته مفتي وايي او له لازمو وړتياو پرته فتوا صادروي، نه بایده خلک د هدايت پر ځای ګمراه کړي. په ننني عصر کې د رسنیزو فعالیتونو په پراخېدو سره د مجازي مفتیانو د زیاتوالي شاهدان یو، چې په دیني چارو کې له لازمو وړتیاوو پرته خلکو ته لارښوونه کوي چې ښایي دا کار د شرعي احکامو په پلي کېدو کې د خلکو د ګډوډۍ لامل شي.
حاضر مقاله د «بې علمه فتوا صادرول جرم» موضوع د قرآن، حدیث او د سلف صالحینو له اقوال څخه څیړي او د هغې بدې پایلې بیانوي. مخکې له دې چې اصلي موضوع ته اشاره وکړو، د فتوا او مفتي تعریفونه وړاندې کیږي، ترڅو لوستونکي په اسانۍ سره بحث ته داخل شي او پوه شي.
فتوا څه ده؟
د “الموسوعة الفقهیة” کتاب په ٢٥ ټوک ٣٢ مخ کې د فتوا تعريف داسې ذکر شوی: فتوا د خداى د حکم څرګندول دي د حلال او حرام د مسايلو په اړه، د څلورو فقهي سرچینو: قرآن، سنت، اجماع او قیاس د دلايلو په حواله سره. د عامو خلکو لپاره د شرعي مسايلو ځواب ورکول فتوا بلل کېږي او دا کار بايد د هغه چا له خوا ترسره شي چې د فتوا د صادرولو لپاره ضروري اهلیت ولري.
مفتي څوک دی او شرطونه یې څه دي؟
  1. مفتي هغه څوک دی چې خپلې دیني آکادمیک زده کړې یې په معتبرو مدرسو او له مشهورو او متقنو مفتیانو سره بشپړې کړي وي.
  2. مفتي باید بې طرفه وي، داسې چې نه خپلوي او نه دښمني د هغه د حق ویلو او صحیح فتوا باندې اغیزه وکړي.
  3. مفتي هغه څوک دی چې نه د شخصي ګټې په لټه کې وي او نه د مالي او شخصي زیان له وېرې د حق ویلو او صحیح فتوا له وړاندې کولو څخه منع کوي.
  4. مفتي دنده لري چې شریعت بیان کړي او حقیقت وړاندې کړي. هغه نه شاهد دی او نه قاضي. او د هغه فتوا الزامي نه ده، د قاضي په خلاف چې پریکړه یې الزامي ده او د هغه څخه سرغړونکي د قانوني مجازاتو مستحق دي.
  5. خطیب البغدادي د اسلامي فقهاوو اجماع راټوله کړې ده چې فاسق انسان، هغه څوک چې د فسق نښې یې څرګندې وي، مفتي نه شي کېدای.
  6. هغه څوک چې فسق یې باطني وي، او په بهر کې د متقي انسان په توګه پېژندل کیږي، مفتي کېدای شي؛ ځکه چې د خلکو باطن د الله تعالی سره وي.
  7. مفتي باید خپله فتوا د معتبرو فقهي منابعو د مستند دلایلو په حواله وړاندې کړي.
  8. هغه څوک چې علمي زده کړې ولري مګر په رسمي او اکاډمیک ډول د متخصصو مفتیانو لخوا نه وي روزل شوی مفتي نشي کېدای. د تجربه لرونکو مفتیانو تر څارنې لاندې د تعلیم او تربیې له پړاوونو څخه تېرېدل د فقهي پوهې د ترلاسه کولو او د فتوا د صادرولو له اړتیاوو څخه دي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version