لیکوال: شکران احمدي
د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلورمه برخه)
د شریعت مقاصد په اسلامي فقه کې خورا مهم مقام لري. ابو اسحاق شاطبي رحمه الله، چې د شریعت د مقاصدو او اهدافو په برخه کې یو له مخکښانو څخه دی، وايي: «المقاصدو ارواح الاعمال» یعنې مقاصد د اعمالو روح دی؛ په دې معنی چې بې هدفه عالم، فقیه، دعوت کوونکی او متدین کس، د بې روحه جسد په څېر دی. د الله د حکمونو پلي کول او له منکراتو څخه ځان ساتل، د مقاصدو په پام کې نیولو پرته، هغه بدن ته ورته دی چې روح نلري.
د شریعت د مقاصدو یو بل عالم، شاه ولی الله دهلوي رحمه الله، د شریعت د مقاصدو د اهمیت په اړه فرمایلي: «د کميت او منزلت له نظره، په ټولو شرعي علومو کې زموږ په اند، د شريعت د مقاصدو او د دين د اسرارو او رازونو علم غوره او لوړ دی؛ ځکه چې د شريعت د مقاصدو په وسیله انسان د شرعي احکامو په اړه بصیرت او پوهه ترلاسه کوي.»
د سترو اسلامي پوهانو له دې څرګندونو سره، د شريعت د مقاصدو او اهدافو اهمیت روښانه کېږي. شریعت مقاصد د فقهې احکامو د استنباط او استخراج په برخه کې د اسلامي مفکرینو او فقهاوو لپاره لارښوونکی رڼا ده. د فقهي احکامو استخراج، په هغو مواردو کې چې شرعي متن شتون ولري او همدارنګه په هغو مواردو کې چې شرعي نص شتون ونلري، د شريعت مقاصدو ته اړتیا لري او د هغو په رڼا کې باید استنباط وشي، کوم چې د شرعي احکامو بنسټ ګڼل کېږي.
همدا لامل دی چې د اسلامي مفکرینو په کلام کې د شریعت مقاصد د اعمالو لپاره د روح په توګه پېژندل کېږي او د شرعي علومو تر ټولو لوړ مقام یې ځانته ځانګړی کړی دی.
سربېره پر دې، د شریعت د مقاصدو اهمیت په لاندې مواردو کې لنډیز کیدی شي:
-
د الله سبحانه و تعالی په ایمان کې زیاتوالی او د اسلامي عقیدې پیاوړتیا؛
-
د شرعي مقاصدو درک او پوهه د فکري جګړې په وړاندې د ډال په توګه کارول کېږي؛
-
د مقاصدو او موخو سره سم عمل کول؛
-
د شرعي موخو درک او پېژندل د هر مسلمان لپاره له مستحبو کارونو څخه ګڼل کېږي؛
-
د الله جل جلاله د عبادت او بندګۍ تحقق، چې د انسان د پیدایښت هدف دی؛ ځکه چې د مقاصدو په درک کولو او پوهېدو سره د دین او شریعت بنسټیز هدف پېژندل کېږي.