لیکوال: عبدالمجید دوستي

د ناهېلۍ پايلې او لاملونه او د هفې سره د مبارزې لارې (پنځمه برخه)

په انسان کې د ناهېلۍ د پراخ یرغل يو لامل او د هغه پر شخصي او کاري ژوند باندې د اغېزې یوه بله وجه بېکاري او د ناسمو او ناهېلي‌کوونکو افکارو یرغل دی. دا مانا لري چې انسان د فزیکي فعالیت او حقيقي کار پر ځای، څلوروېشت ساعته په خپلو فکرونو او خیالاتو کې ډوب وي او یوازې په تخیلي نړۍ کې لوی لوی کارونه ترسره کوي، خو په واقعي نړۍ کې پر خپل ځای ولاړ وي او يو ګام هم نه اخلي. په دې برخه کې، موږ په ناهېلۍ باندې د بېکارۍ ځینې اغیزې ګورو:
  1. 4. بېکاري او د ناسمو او ناهېلو فکرونو يرغل
انسان، چې په خپل بې ساري خلقت او ښکلي هيئت سره د اشرف المخلوقات تاج پر سر لري، خدای تعالی د ځمکې پر مخ د خپل لوري څخه هغه د خليفه او رهبر په توګه ټاکلی دی، څو د وسایلو، کشفونو او اختراعاتو په کارولو سره دنيا آباده او د پام وړ سوکالي او پرمختګ ترلاسه کړي.
په قرآن کريم کې ډېر داسې آيتونه شته چې انسان ته هڅونه او لارښوونه کوي، چې د خير، ښېګڼې، اجر او خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي. لکه څنګه چې د “فاسعوا” (هڅه وکړئ) کلمې تکرار، دې هدف او مقصد ته د رسېدو هڅه تقویه کوي.
له همدې طبيعي فطرت او قرآني هڅونو څخه دا ثابتیږي چې د انسان فطرت له بېکارۍ، تعطل او جمود څخه کرکه لري، او که بېکاره پاتې شي، بدن یې ناروغه کیږي او فکرونه یې په غلطو، منفي او تحريف شويو افکارو کې ډوبېږي.
له همدې امله، انسانان، په ځانګړې توګه نارینه، باید د ځان لپاره داسې فرصت پرېنږدي چې پکې په بطالت اخته شي او حیران پاتې شي چې څه وکړي یا کوم کار ترسره کړي. دوی باید تل یو څه ولري چې ترسره یې کړي، حتی که هغه کار د کور د خلکو سره د کور نظافت وي یا په شنو او تفریحي ځایونو، پارکونو او یا د سیند په غاړه ګرځېدل وي، چې له دې سره د شیطان د نفس او وسوسې لار بنديږي او نشي کولای د یو شخص بدن او روح ته ننوزي.
برعکس، که هغه د پلان د نشتون له امله بېکاره شي او تل په تخیل کې ډوب وي؛ نو دا ډول انسان به بالاخره په خپګان اخته شي، او دا ناروغي به هره ورځ د یو نوي زخم په څېر تازه کېږي او دوام مومي.
دا هغه ځای دی چې ناهېلي په ظالمانه توګه میدان ته راځي او انسان ملامتوي، په دې خاطر چې د بېکارۍ پر وړاندې په جګړه کې مات شوی دی، او له همدې کړکۍ څخه د هغه روح ته ننوځي او ورو ورو د هغه جسمي او روحي بدن د دمې (وینه) په څېر خوري، او په خپل سراب کې ډوبیږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version