لیکوال: شکران "احمدي"

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (لومړۍ برخه)

 لنډیز
د شريعت مقاصد هغه علم دی چې د هغو اغراضو، لاملونو، حکمتونو او موخو په اړه بحث کوي چې سپېڅلي شارع د احکامو په تشرېع او وضع کولو کې په عموم ډول او یا خاصه توګه د بندګانو د ګټو او مصلحتونو د رعایتولو لپاره په نظر کې نیولي. د مقاصدو علم د مجتهد لپاره د احکامو د استخراج او استنباط ځواک زياتوي، مجتهد ته په نويو قضيو او نويو او نا ليکل شويو مسايلو کې د احکامو په استنباط، د ظاهري متضادو نصوصونو د اختلاف د حل او د نصوصو په درک کولو او پوهېدو کې لارښوونه کوي؛ ځکه چې په اسلامي شریعت کې د خلکو عمومي او مشخصې ګټې او موخې په دنیا او آخرت کې په نظر کې نیول شوې دي.
 په اسلامي شريعت کې ظاهراً متضاد او بېلابېل نصوص او شرعي ادله شتون لري او په ځینو نورو مواردو کې موږ د نص او شرعي ادلې له نشتون سره مخ یو چې په دې مواردو کې د شریعت مقاصد، د شرعي احکامو د استنباط او  له ټولنيزو اړتياوو سره د هغوی د توافق په برخه کې مهم او بنسټیز رول لري؛ ځکه چې شرعي احکام د اهدافو او مقاصدو په محور او مرکز کې دي او د دغو مقاصدو پېژندل، د شرعي حکم د ترلاسه کولو لپاره پېلامه ده.
 د شریعت د مقاصدو د علم د اهمیت او ګټو په نظر کې نیولو سره مو پریکړه وکړه چې په کره او منظمه توګه د شریعت د مقاصدو په اړه بحثونه راټول او لوستونکو ته وړاندې کړو؛ ځکه زموږ د اوسنیو ستونزو حل د احکامو د علل او مقاصدو له پوهېدو پرته نه شي کېدای. فقه او هغه علم چې د منطق او استدلال له حکمت څخه بې برخې وي د ناپوهۍ او یوازې تقلید سبب ګرځي؛ نو د انساني هڅو پر بنسټ د دې علومو مهم موضوعات په روښانه مثالونو او د باوري سرچینو په کارولو سره راټول او ترتیب شوي دي. هیله ده چې ګټور تمام شي او د لار لټوونکو او د پوهې د تږي کسانو د لارې مشال وګرځي.
 سریزه
 په دې باید پوه شو چې د اسلام سپېڅلی شریعت، د خلکو د دنيا او آخرت د ګټو او مصلحت ضامن دې. په فقهي ادبیاتو کې دغه ګټې او موخې د شريعت مقاصد بلل شوي او په ځينو شرعي دلايلو کې يې په څرګنده توګه یادونه هم شوې. د شريعت مقاصد په منصوصو او غیر منصوصو مواردو کې د فقهي احکامو د پوهېدو او استنباط لپاره یو لارښود څراغ او کلۍ ده چې فقېه او مجتهد د شرېعت له مقاصدو څخه په مرستې اخیستنې او د هغو په رڼا کې، د شرعي احکامو استنباط کوي.
په اسلامي شريعت كې په ځينو مواردو كې په ظاهره اختلافي او بېلابېل شرعي نصوص او دلایل موجود دي او په ځینو نورو مواردو كې موږ د واضح او څرګنده شرعي نصوصو او دلایلو له نشتون سره مخ یو چې په دې حالاتو او مواردو کې د شریعت مقاصد د شرعي احکامو د استنباط او له ټولنیزو اړتیاوو سره د هغوی د توافق او سمون په برخه کې رغنده او بنسټیز رول لري؛ ځکه چې شرعي احکام د اهدافو او مقاصدو پر محور او مرکز را څرخي او د دغو اهدافو او مقاصدو پېژندل د شرعي احکامو د لاسته راوړلو لپاره پېلامه ده.
 له همدې امله د اسلامي شريعت په احکامو کې د مقاصدو مرکزيت او محوریت دا کارونه او اهميت لري چې د بې سنده او غیر منصوصو مواردو او قضيو احکام د هغو په واسطې تر لاسه کړو او يا د شرعي ادلې یا دلایلو د تعارض او نه همغږۍ په صورت کې د تعارض په حل، د دلیل په ترجیح او لومړیتوب او د حکم په استنباط کې مهم رول لوبولی شي. د مقاصدو علم او پوهه له اصولو څخه فروع ته او له عمومياتو څخه جزئیاتو ته د احکامو په  ثابتولو کې ګټوره ده او نفس ته ډاډ او ثبات ورکوي.
 همدارنګه له مجتهد سره د احکامو په اخستلو، د احکامو په تطبيق، د فتوا په سموالي، د مصالحو او مفاسدو په منځ کې د انډول او د دلایلو د ظاهري اختلاف او تعارض په صورت کې د ترجیح او تطابق په برخه کې مرسته کوي او دا موارد د دې علم  له مهمو ګټو او مصالحو څخه ګڼل کیږي.
 په عموم کې د “شرعي مقاصدو د علم” د پيدايښت او ودې مرحلې په دريو پړاوونو ويشل شوي دي:
   لومړی پړاو: د مقاصدو د علم اړیکه له نورو علومو سره چې د نبوت له زمانې څخه د« امام الحرمین»  تر زمانې پورې غځېدلی ده.
 دوهم پړاو: له نورو علومو څخه د مقاصدو د علم د توپیر پړاو چې له “امام الحرمین”  څخه پیل کیږي.
 دریم پړاو: د تألیف پړاو چې له «عز بن عبدالسلام» څخه پیل کیږي او له هغه وروسته امام شاطبي، ابن عاشور، علل فاسي، شاه ولی الله دهلوي او نورو ته رسیږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version