علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته څلوېښتمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
اغېزمنېویناوې
د حضرت مولانا ندوي د ويناوو يوه له مهمو ځانګړنو څخه د هغو حيرانوونکې او عجیبه اغېزه ده. دا چې مولانا ندوي د امت دردونه احساس کړي وو او ترې خبر وو، نو د هغه وجود له اضطراب او اندېښنې څخه ډک و. د ده له درده ډکې خبرې له داسې ټپي او دردېدلي زړه څخه راوتلې چې په اورېدونکو يې ډېره اغېزه کوله. مولانا د هرچا لپاره فکر کاوه او د هغه بلنه او اصلاح د مسلمانانو د ژوند ټول اړخونه پوښلي و؛ کله کله به یې د نړۍ له مختلفو منبرونو ټول مسلمان امت ته خطاب کاوه. کله به یې د عربي نړۍ له لاسه وتلی عزت او عظمت هغوی ته ور یاداوه او له قومي او نژادي تعصباتو څخه به یې منع کول او کله به یې هغوی د غربپالنې، عیش او عشرت له بدو پایلو څخه خبرو او کله به یې فکر کاوه چې څنګه په افریقايي هېوادونو کې اسلام خپور شي؟ او… او د پوهاند محمد واضح رشید ندوي د لیکنې له مخې په کلکته کې د ده په یوه وینا کې نیم ملیون خلکو شتون درلود او د هغه خبرې یې اورېدلې. په هر صورت، په عین حال کې چې هغه یو شخص و، یو امت ګڼل کېده؛ نوموړی د ندوي توب سره سره، نړیوال وو او د هغه خبرو هم پولې او سرحدونه له منځه وړي و.
په حقیقت کې د مولانا د خبرو دغه حیرانوونکی اثر او اغېزه د هغه له دردمن او سوي زړه څخه سرچینه اخلي. مولانا د مسلمانانو لپاره د هڅو او هاند تر څنګ د غیر مسلمانانو لپاره هم فکر کاوه او غوښتل یې چې په یو ډول نه یو ډول د دوزخ له سوځوونکي اور څخه وژغورل شي؛ لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمل طریقه هم همدا وه چې د دعوت امت (کفار او مشرکین) لپاره ډېره په فکر او سوچ کې و . هغه نړیوال فکر، پټ درد او دردمن زړه چې حضرت مولانا درلود، د هغه ستر کارونه او سترې کارنامې یې یوازې د مسلمانانو لپاره نه وې ځانګړې کړې، بلکې د غیر مسلمانانو لپاره یې هم فکر کاوه او د هغوی د اصلاح لپاره یې هڅې کولې.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي لیکي:«په هر حال، مولانا ندوي دا د خپلو غیر مسلمو هیوادوالو یو حق ګڼلی و چې په ټولیزه توګه له دوی څخه بې پروا نه وي. د جماعت تبلیغ په لاره کې د هلو ځلو ترڅنګ یې غوښتنه وکړه چې داسې غونډې او سیمینارونه دې جوړ شي چې د مسلمانانو تر څنګ دې غیر مسلمانان هم پکې ګډون وکړي.
په دوام کې لیکي: حتی په دغو ویناوو کې چې غیرمسلمانانو هم پکې برخه اخیستې وه، د دوی یو لوړ پوړی سړی دریځ ته راغی او د احساساتو او مینې له څرګندولو وروسته یې وویل: مولانا، تاسو یوازې د مسلمانانو مال نه یاستئ، موږ هم احساس کوو چې پر تاسو حق لرو. موږ به تاسو ته په راتلونکي کې هم دلته د راتګ زحمت درکړو.
مولانا سید شرافت علي ندوي لیکي: د مولانا ندوي د لیکنو په لوستلو سره داسې احساسیږي چې هغه په یوه لوړ مقام کې دی او د زړه او دماغ په ټول قوت سره مخاطبینو ته خطاب کوي.