الله تعالی په قرآن کریم کې د مور بې شمېره او فوق العاده زیارونو او کړاوونو ته اشاره کړې ده او فرمایي: «و وصینا الانسان بوالدیه حملته امه وهنا علی وهن»؛ (موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په اړه امر سپارښتنه وکړه. مور یې هغه د سختۍ دپاسه په سختۍ سره حمل کړ.) میندې د نهو میاشتو ستونزمنتېاو ستړیا لرونکې امیندوارۍ په جریان کې له جسمي او روحي پلوه کمزوری کیږي؛ ځکه چې د دوی د بدن له شیرې څخه دې چې جنین وده کوي. نو همدا لامل دی چې میندې د امیندوارۍ پر مهال د ویټامینونو، منرالونو او نورو له کمښت سره مخ کیږي.
خداى په بل ځاى کې فرمايي: «والوالدات یرضعن اولادهن حولین کاملین»؛ (میندې خپلو ماشومانو ته بشپړ دوه کاله شیدې ورکوي.) د ماشومتوب په دوه کلنه دوره کې د مور د شیدو ورکولو حق یوازې د مور لپاره خوندي دی او هغه د کوچني ماشوم پالنه کوي. په دې موده کې د نوي زیږیدلي ماشوم د بدن او روح تغذیه د مور په شیدو او عواطفو ترسره کیږي او د ماشوم سره خورا ځواکمنه او نه پرېکېدونکې اړیکه رامنځته کوي او هغې ته د ساتلو او پالنې حق ورکوي. دا ډول اړیکه دومره پیاوړې ده چې اغیز یې په ځوانۍ کې هم په ښکاره ډول لیدل کیږي.
قرآن کريم په سوره احقاف کې د مور د کړاوونو او سختيو يادونه کوي او فرمايي:«و وصینا الانسان بوالدیه احسانا حملته امه کرها و وضعته کرها و حمله و فصاله ثلاثون شهرا حتی اذا بلغ اشده و بلغ اربعین سنة قال رب اوزعنی ان اشکر نعمتک التی انعمت علی و علی والدی و ان اعمل صالحا ترضاه و اصلح لی فی ذریتی انی تبت الیک وانی من المسلمین.»؛ (او موږ انسان ته د خپل مور او پلار سره د مهربانۍ امر وکړ، مور یې په درد او مشقت سره وروزل، او بیا یې په درد او سختۍ سره ولادت وکړ، او دېرش میاشتې د هغه د حمل او شیدو ورکولو ټوله موده وه، تر دې چې ماشوم بشپړ شو او څلویښت کلنۍ ته ورسید (او عقل او کمال یې ترلاسه کړ) نو باید ووایې: ای خدایه ما ته را زده کړه چې د هغه نعمتونو شکر ادا کړم چې تا ماته او زما مور او پلار ته راکړي دي او د هغه غوره کار لپاره چې ته یې خوښوې او پرې راضي کیږې او زما اولادونه نیکمرغه کړه، زه بیرته ستا درګاه ته راستون شوم او ستا امر ته تسلیم شوم.)
په پورتني آيت کې الله جل جلاله لومړی له مور او پلار سره د مهربانۍ او نيکۍ يادونه کوي او بيا د مور د کړاوونو او دردونو بيان کوي. د مور د هڅو څرګندول د هغې د کار د اهمیت ثبوت دی. داسې ښکاري چې مور د والدینو سره د نیکۍ کولو اصلي عامل ده او د هغې کار دومره ارزښتناکه دی چې پر اولاد باندې د والدینو سره نیکۍ او احسان کول واجبوي. د امیندوارۍ په وخت کې د سختیو په وړاندې د مور صبر او استقامت او د شیدو ورکولو او د ماشوم پالنې په وخت کې د سختو ستونزو او کړاوونو منل د دې باعث شوی چې له والدینو سره احسان په مطلق ډول حکم شي. تر دې ځایه چې په قرآن کریم کې له مور او پلار سره د مهربانۍ موضوع د خدای تعالی د عبادت سره برابره بلل شوې ده. همدارنګه حضرت ابراهیم خلیل الله علیه السلام د خپل مور او پلار لپاره دعا وکړه او له خدای تعالی څخه یې د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه وکړه، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي دي:«ربنا اغفرلی و لوالدی و للمؤمنین یوم یقوم الحساب»؛ (اې ربه ما او زما مور او پلار او مؤمنانو ته په هغه ورځ بښنه وکړه چې حساب پکې کیږي.)
دا آیت د حضرت ابراهیم علیه السلام د مور او پلار په اړه دې چې له خدایه بښنه غواړي او د مور د ارزښت او مقام ثبوت دی. دا دعا نه یوازې د مور لوی عظمت څرګندوي، بلکې یو تعلیمي اړخ هم لري او د توحید د مکتب پیروانو ته دا ښوونه کوي چې څنګه د مور او پلار لپاره دعا وکړي.
عیسی علیه السلام د خپل ژوند په پیل کې د خدای شکر ادا کوي او د لومړي ځل لپاره دا ټکی په یاد لري او د خدای تعالی څخه مننه کوي چې هغه یې د خپلې مور پر وړاندې ښه کوونکی ګرځولی دی؛ ځکه هغه پوهیږي چې د مور او پلار مهربانۍ تر ټولو لوړ ارزښت لري. الله جل جلاله په دې اړه په قران کریم کې فرمایي:« وبرا بوالدتی و لم یجعلنی جبارا شقیا»؛ او زه یې له خپلې مور سره مهربانه ګرځولی یم او ظالم او نافرمانه یې نه یم ګرځولی.)
هغه حقوق چې اسلام د میندو لپاره تعریف او مشخص کړي له هغو حقوقو څخه ډیر دي چې نورو او حتی پلرونو ته ورکړل شوي دي؛ ځکه مور د انسان او ټولنې ښوونکې او پالونکې ده او هغه څوک ده چې کولی شي وګړی او ټولنه د نېکمرغۍ یا بدمرغۍ خواته بوځي.
مور د ماشومانو سره د مینې او مهربانۍ سرچینه ده. کله چې حضرت موسی علیه السلام په غوسه شو او په خپل لاس یې د هارون علیه السلام سر ونیو، حضرت هارون علیه السلام ،حضرت موسیعلیه السلام ته یې خپله مور ور په یاد کړه. الله جل جلاله دا کیسه په قرآن کریم کې په ښه ډول بیانوي او فرمایي:«ولما رجع موسی الی قومه غضبان اسفا قال بئسما خلفتمونی من بعدی اعجلتم امر ربکم و القی الالواح و اخذ برأس اخیه یجره الیه قال ابن ام ان القوم استضعفونی»؛ (او کله چې موسی خپل قوم ته په غوسه او غمجن راستون شو، ویې ویل: له ما وروسته تاسو زما لپاره څومره بد بدل یاست ایا تاسو د خپل رب له حکم څخه مخکې لاړې، هغه الواح وغورځوله او د خپل ورور د سر وېښتان یې راونیول او د ځان خوا ته یې راکش کړل. هارون وويل: اې زما د مور زویه! دې خلکو زه کمزوری وموندلم.)
او په بل ځای کې فرمایي:«قال یا ابن ام لا تأخذ بلحیتی و لا برأسي»؛ هغه وویل: اې زما د مور زویه! زما ږیره او [ویښتان] مه نیسه.
دلته حضرت هارون عليه السلام يوازې د مور يادونه کوي، ځکه د مور نوم له مينې، عاطفې، رحمت او شفقت سره دومره تړلی دی چې غواړي د حضرت موسى مهرباني او زړه سوی را جلب او عاطفه او احساسات یې را وپاروي.
همدارنګه الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنې د نېکۍ، درناوي، تعظیم او له هغوی سره د نکاح کولو د حراموالي له مخې، د مسلمانانو میندې (امهات المؤمنین) ګرځولي. خدای تعالی فرمایي:«النبی اولی باالمؤمنین من انفسهم و ازواجه امهاتهم؛»؛ (پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو تر ټولو لومړی او تر دوی ډیر حقدار دی (یعنی مؤمنان باید د هغه حکم او اراده د خپل ځان تر ارادې او خوښې غوره وګڼي او لومړیتوب ورکړي او د هغه په اطاعت کې د خپل ځان او مال قرباني و نه سپموي.) او د هغه مېرمنې (د اطاعت، مهربانۍ، عطوفت او د نکاح د حرمت له مخې) د مؤمنانو میندې دي.
په هغو درنو ښځو کې چې خدای تعالی د مسلمانانو ښځو لپاره د نمونې او بېلګې په توګه یادې کړې دي مريم علیها السلام (دعیسی علیه السلام مور) او د موسی علیه السلام مور ده.
په بله برخه کې به ان شاءالله د مور مقام د نبوي احادیثو په رڼا کې بیان شي.