لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابو الحسن ندوي (یو څلوېښتمه برخه)

 د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
 د زړه پاکوالی
 د پرهېزګارانو او اولیاوو يوه ځانګړنه دا ده چې د زړه او سینې پاڼه د کرکې او دښمنۍ له ککړتياوو څخه پاکوي او پوهېږي چې زړه د الله جل جلاله ځای دې او په دې ځاى کې د نورو شيانو راوستل مناسب نه دي.
 لکه څنګه چې د امام احمد بن حنبل رحمه الله په باره کې راغلی دي چې هغه وفرمایل:«کله چې د معتصم سرتیري دُره پورته کوله ترڅو بل ګوزار وکړي، معتصم ته مې بخښنه کوله.»  امام ندوي رحمه الله هم د بښنې او عفوې په برخه کې لوړ مقام درلود. په یقیني توګه څوک چې د کمال پر لور ګامونه پورته کړي، د هغه لپاره به د هر ډول سختۍ زغمل اسانه وي او د بد ویونکو او حسد کوونکو څخه به تېرېدنه ورته د خوښۍ وړ وي او خوند به ورڅخه اخلي.
 بلال عبدالحی ندوي لیکي:«د مولانا ندوي په طبیعت او مزاج کې د هرچا لپاره نیکي او خواخوږي نغښتې وه او هر څوک به چې ورته راتلل په خلاص تندي به یې ښه راغلاست وېل او په عاجزۍ به ورته کښېناست؛ کله کله به یې له کوچنیانو سره داسې چلند کاوه، چې د هغوی به ډېر خوښېده. که کوم بدکاره سړی به راغی، له هغه سره به یې هم غوره او ښه چلند کاوه. همدارنګه د هغو سره به یې هم انساني او د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې ښه چلند کاوه کوم  چې د حیا له پردې هاخوا یې په هغه باندې نیوکه کوله.
 د خپلوانو سره چلند
 د حضرت امام ندوي رحمه الله سلوک، له خپلوانو سره هم ډېر ښه و او له هر چا سره يې مينه او ښې اړيکې درلودې. لکه څنګه چې د دوی په اړه، هغه د صله رحمۍ د حق د ادا کولو لپاره د هرې ستونزې زغملو ته چمتو و او په حقیقت کې د دې اړیکو پالل د خدای لخوا نوموړي ته یو توفیق و، چې د بې شمیره مشغولیتونو او ډیرو کارونو سره سره د هغه په حال شامل و.
 د ده په ​​اړه ویل کیږي چې مولانا هغه چاپیریال ته ډیر اهمیت ورکاوه چیرې چې د هغه د ماشومتوب استعداد وده وکړه. هغه به په اوږدو سفرونو کې هم د خپلو خپلوانو لیدلو ته ورته او هر څوک به چې له خپلوانو څخه ناروغه شو د هغه پوښتنې او ډاډګېرنې ته به ورغی. که چا له ده سره صله رحمۍ او د خپلوۍ اړیکه پرې کوله، نو مولانا به هغه ته بښنه کوله او اړیکه به یې بیاځلي ورغوله . مولانا محمد ربیع ندوي لیکي:«صله رحمۍ او د خپلوۍ اړیکو ته به یې ډېر اهمیت ورکاوه، د خپل پلار له ملګرو سره یې ښه چلند کاوه او حتی د هغوی د اولادونو خیال یې هم کاوه. که ځينو خپلوانو له ده سره ناسم چلند درلود، زغم به یې کاوه او که به يې فرصت وموندل، له صله رحمۍ څخه به يې ډډه نه کوله.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version