د هر انسان په فطرت کې د عقل او هوښيارۍ يو تمايل شته؛ ځکه چې انسان په نړۍ کې یو له زړه راښکوونکو مخلوقاتو څخه دی او د انساني تاریخ په اوږدو کې دا پوښتنه شوې ده چې:
له کوم ځايه راغلي یو؟ د څه لپاره راغلي يو؟ او چيرې ځو؟
دا درې اساسي پوښتنې تل د انسان په ذهن کې دي. کله چې یو څوک د خپل ژوند د تېر، حال او راتلونکي په اړه فکر کوي، یا یو جسد ښخوي او يا يوه هدیره ويني، یا يې ماشوم زیږیدلی وي، له دې پوښتنو سره مخ کیږي.
دې پوښتنو ته ځواب ویل او هغه باندې قانع کېدل د انسان د دین اساس دی؛ نو که د دې پوښتنو ځوابونه او د هغه مستلزمات سم وي او په دې څېړنه کې انسان سمې پایلې ته ورسېږي، د هغه دین به هم سم وي او د ژوند په ټولو برخو کې به يې سم او ګټور اغېز ولري. په پایله کې، په دنیا او آخرت کې به د هغه د نجات سبب ګرځي؛ خو که د دغو پوښتنو او غوښتنو ځوابونه ناسم وي، نو د انسان دین به هم ناسم او باطل وي او د انسان پر ژوند به منفي اغېزې ولري.
بنسټيزې کلمې: دین، طبیعت، آسماني دینونه او د دین اهمیت.
سريزه
لکه څنګه چې څرګنده شوه، انسان، د یوه پلټونکي په توګه، تل د خپلو ذهني پوښتنو په لټه کې دی او د هغه پوښتنو د ځوابونو موندلو لپاره هغه له نورو مخلوقاتو څخه توپیر شوی دی. داسې چې هغه د دې توان درلود چې څه چې خدای د هغه لپاره جوړ کړي دي هغه تسخير کړي. خو انسان له ټولو صنعتي، سوداګریزو او علمي کشفونو سره سره بیا هم په خپل ژوند کې د کمښت احساس کوي، دغه کمښت دَی له یوه سختي ننګونې سره مخ کوي؛ ځکه هغه سره د دې ډېرو اسانتياوو سره د خوښې احساس نه کوي؛ ځکه چې مرګ ټوله خوندونه ورته ترخه کړي.
ځکه چې انسان په خپل ذهن کې لوړې موخې لري او ژوند یې د یوه لنډ فرصت په څېر دی، چې د دغو لوړو موخو لپاره کافي نه دی.
له بلې خوا د داسې ښکلې نړۍ جوړول، له ټولو اسانتیاوو او ښېګڼو سره سره یې انسان ډېر پرېښانه کړی دی. ځکه چې هغه باید دا ټول ښکلا پرېږدي او په “دوه مترو” ځای کې کېښودل شي. او هغه اسانتیاوې چې ټول عمر یې د هغه لپاره زيار ايستلی، هغه د ځان سره نه شي وړلای.
دغه فکر انسان لېونتوب ته رسولی او د دې لامل شوی چې خپل ژوند بې ځایه وګڼي او په پای کې د ځان لپاره هیڅ ښه تصور ونه کړي. په داسې حال کې چې خداى سبحانه و تعالی فرمايي: «أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَینَا لَا تُرْجَعُونَ» [المؤمنون: ١١٥] ژباړه: «ايا تاسې دا فكر كړى دى چي موږ بې ځايه پيدا كړي ياست او ګومان كوی چي تاسي به موږ ته نه راګرځی؟» بلکې الله تعالی انسان د دنيايي ژوند پرته د بل مهم مقصد لپاره پيدا کړی دی. لکه څنګه چې فرمایي: «وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِیعْبُدُونِ» [الذاریات: ٥٦] ژباړه: «موږ پېريان او انسانان د عبادت او بندګۍ پرته د بل څه لپاره نه دې پیدا کړي.»
دا هدف به یو لوی شاليد ولري؛ ځكه ځينې خلك د هغه په مقتضا عمل كوي او ځينې خلك له هغه څخه مخ اړوي او خپل نفساني غږ ته لبيک وايي. او انسانان د جزا او سزا مستحق کيږي چې الهي عدالت هم د هغه اقتضا کوي، تر څو د انسان ژوند په دې دنيا کې ختم نه شي. بلکې هغه څه چې يې په دې دنیا کې کرلي دي، په بله دنیا کې یې ورېبي.
خدای تعالی په لاندې آيت کې په لنډ او عمومي ډول د انسانانو د تېر، حال او راتلونکي په اړه د خلکو په ذهنونو کې د ټولو پوښتنو ځوابونه کړي دي، لکه څنګه چې هغه فرمايي:
«مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِیهَا نُعِیدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى» [طه: ٥٥] ژباړه: «موږ تاسو له (خاورو) پيدا کړلاست، او بېرته مو هغه ته ور ګرځوو، او بيا مو له هغه څخه راوباسو.»
له پورته آيات څخه معلومېږي چې د انسان ژوند بېلابېل پړاوونه لري، او د هغه ژوند په دنيا باندې نه خلاصه کيږي، او همدارنګه جوته شوه چې انسان يو لړ قوانينو ته اړتيا لري چې په هغه سره عمل کول د دې لامل شي چې په دواړو نړيو کې بريالی وي.
نو د دغه پر بنسټ، لومری به «د انسان په ژوند کې د دين ارزښت او اهمیت» بيان کړو، او بيا به د لاندې موضوعاتو په اړه ليکنې وکړو: حقيقي آرامتيا ته د رسېدو لار، د هغه مقام د لاستهراوړلو طريقه چې په هغه کې فزيکي او روحي پرمختيا وي، د دين لغوي او اصطلاحي تعريف، د اديانو تقسيمات او د دينونو نښې نښانې.