لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (اووه ویشتمه برخه)
سریزه
په تېره برخه کې مو په اسلام کې د ښځو پر عمومي مقام بحث وکړ او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په دوره کې مو د ښځو فرهنګي، علمي او نور فعالیتونه بیان کړل. اوس د دې وخت دی چې پوه شو چې ښځه څوک ده او په اسلام کې د هغې رول څه دی؟ باید پوه شو چې په اسلام کې ښځه یا مور ده، یا لور، یا ښځه، یا خور. موږ به هڅه وکړو چې په راتلونکو برخو کې د هر یو موقف او حقونه په جلا توګه تشریح کړو.
مور څوک ده؟
مور یوه نادره او قیمتي ملغلره ده چې شتون یې د رحمت، شفقت او مهربانۍ سرچینه ده؛ مور د فضل او پاکۍ څخه ډک جوهر دې؛ مور هغه مرکز دې چې د کورنۍ غړي په خپل شاوخوا کې راټولوي او ګرم یې ساتي. مور هغه شمع ده چې پخپله سوځي خو نورو ته رڼا ورکوي. لنډه دا چې مور هغه څوک ده چې تر پښو لاندې یې ابدي جنت وي.
په دې کې شک نشته چې مور په ټولو دینونو کې له هر اړخه د عزت او درناوي مقام درلود او اوس یې هم لري او هر څوک ورته د احترام په سترګه ګوري او په ډېر عزت سره يې يادوي. هر دین او آیین چې د تاریخ په اوږدو کې راغلی، دې مسلې ته یې پام کړی او خلک یې د مور خدمت ته رابللي دي. لکه څنګه چې دین د نړۍ د نورو پیښو په اړه نظر څرګندوي، نړۍ هر ډول چې ده، موږ ته یې راښیي او په ارزښتي چارو کې، ارزښتونه معرفي کوي او په اړه یې ارزونه او قضاوت کوي؛ د مور او د هغې د مقام په اړه هم خاموشه نه دې، بلکې د هغې مقام يې ډېر لوړ او ارزښتناک ګڼلی او د هغې مقام یې ډېر لوړ او د درناوي وړ ګڼلی. په دې مسله کې بېلابېل دینونه په خپل منځ کې له ټولو اختلافونو سره سره، متفق دي او ټول مور ته د احترام په سترګه ګوري او د مور مقام تر بل هر چا لوړ او اوچت ګڼي.
د مور مقام د قرانکریم د آیتونو په رڼا کې
کله چې په ټولنه او ژوند کې د مور نوم مطرح کیږي، هغه یو لوی ځواک ترلاسه کوي چې د سړي د زیږون توان لري. خدای تعالی د ښځې جوړښت داسې جوړ کړی چې د هغې د ضعیف شکل او ظاهر سره سره د خلقت او پیدایښت د چارې وړتیا لري. په هر ډول حالاتو کې مور تل د خپل ماشوم ساتنه او پالنه کوي او د خپل ځواک په مصرفولو سره خپل ماشوم ته د خپل وجود شیره ور څښي. هغه تل د خپل ماشوم د هوساینې او روغتیا په فکر کې ده.
د “مور” کلمه چې په عربي ژبه کې “ام” ورته ویل کیږي، په قرآن کې په مختلفو شکلونو، مفرد او جمع لکه: ام، والدتی، والدات، امهات او داسې نورو نومونو ډېر راغلي دي. همدارنګه مور او پلار هم په دې اسماني کتاب کې د تثنیې په بڼه لکه ” والدین” او “ابوی” هم په مکرر ډول کارول شوي دي.
په دې اړوند له دقت څخه معلومیږي چې په دغو آیتونو کې خدای تعالی په عظمت او درناوي د مور یادونه کړې ده او د هغې مقام یې په یو ډول تعریف او تمجید کړی دې. په قرآن کریم کې د مور د کړاوونو او سختیو یادونه او همدارنګه له مور او پلار سره د احسان او نېکۍ په کولو د خدای تعالی حکم او امر، دا ټول د مور د لوړ مقام ثبوتونه دي.