لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نهه دېرشمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
مدینې ته په لاره
د امام ندوي رحمه الله مینه د مدینې او د هغې د جانان صلی الله علیه وسلم سره له هغه ځایه سرچینه اخلي چې هغه د ماشومتوب په وخت کې د سیرت کتابونو لوستلو سره خورا نږدې او ټینګه اړیکه درلوده او د رحمة للعالمین کتاب په لوستلو سره یې دغه سپېڅلې مینه او جذبه ورځ تر بلې مخ په ودې او زیاتېدو وه؛ د ماشومتوب په همغه دوره کې د دوی په متدینه کورنۍ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغه سرسپارلو یارانو کیسې او حکایتونه تکرارېدل، او یقیني ده چې د پاکۍ او معنویت څخه دغه ډکه فضا به د ماشوم په روښانه او روڼ ذهن باندې ژوره اغېزه ولري. څرنګه چې د همدې معنوي فضا په پایله کې د دې بڼ لومړنۍ غوټۍ وغوړېدلې او ابوالحسن علي چې اوه اته کلن ماشوم و، په ماشومتوب کې له خپلو ملګرو سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه یو سیمینار جوړ کړ.
هر څومره چې د امام ندوي رحمه الله عمر ډېرېده، له حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره د هغه مینه او محبت نور هم زیاتېده. هغه په داسې کورنۍ کې لوی شوی چې له مینې او عاطفې څخه ډکه وه. هغه یوه مور درلوده چې زړه یې د مدینې منورې په مینه نارامه شوی و او د هغې یوه برخه یې د خپل ځیګر ټوټې ته وباښه او ګران نبي د مینې او دوستۍ په شیدو یې پالنه وکړه. یو ورور یې درلود چې تل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروۍ ته بلنه ورکوله او له هغه سره یې مینه درلوده.
ډاکټر محمد اجتباء ندوي لیکي:«لکه څنګه چې په رګونو کې وینه جریان لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه هم د هغه په وجود کې جریان درلود او څپې یې وهلې او د هغه په ذهن، زړه، رګونو او پښو کې خپره شوه او همدا مینه وه چې د ده په زړه کې یې د قوي ایمان او ټینګې عقیدې اور بل کړ؛ کله چې ځوانۍ ته ننوت او په اخلاص او عزم سره یې د دعوت میدان ته مخه کړه او د سیمې په ښارونو او کلیو او نورو ځایونو کې یې له مسلمانانو سره وکتل او کتابونه او اخبارونه یې ولوستل نو د دې برخې په کمزورتیا او نیمګړتیا خپه شو. له همدې امله يې خپله انرژي په هغو ويناو، خطبو، بحثونو او درسونو متمرکزه کړه چې د عربي او اسلامي هېوادونو په راډيويي شبکو کې خپرېدل. په “الطریق الی المدينه” كتاب كې ليكي: په دې هېوادونو كې د مينې او عاطفې كمزورتيا او له رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم سره د معنوي او احساساتي اړيكو نشتوالى د دې كتاب ليكوال په وېره كې اچولى دى، ځكه چې دا خطر ډېر دومره لوی دې چې د هر ډول بغاوت او (دننه) نارامۍ او ګډوډۍ لپاره لاره هواروي.
بېلابېل عوامل او بېلابېل منظم تبلیغات د دې مينې د سرچينو په وچولو او کمزوري کولو کې مرسته کړې او خلک يې له فکري او احساساتي رکود سره مخ کړي دي. دا ناروغي شعر، ادب، دین او دیني مظاهرو ته هم خپره شوې ده.
د دې کتاب په لیکلو سره لیکوال غواړي چې د یوه کوچني عسکر په توګه د دې توپان په وړاندې ودریږي او هغه مینه او محبت را وپاروي چې د ده د عقیدې له مخې د هر مسلمان په زړه کې د ایرو لاندې د اور په څیر پټ دې.
ډاکټر یوسف قرضاوي وايي: “امام ندوي محمدي دې” او بیا د دې کلمې تفسیر او سپیناوی کوي او زیاتوي: د هغه د محمدي معنی یوازې دا نه ده چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک نسل څخه دې او هاشمي او حسني دې؛ ځکه ډېر حسني او حسيني شته چې عمل يې له نسب سره په ښکاره تضاد کې وي او څوک چې په عمل کې شاته شي نو نسب يې مخ په وړاندې نه ځي خو مطلب دا دی چې امام ندوي يو داسې شخصيت دی چې په خپلو اخلاقو، چلند او د ژوند په ټولو چارو کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسوه او نمونې په توګه ټاکلی و او د هغه سیرت یې د خپلې لارې مشعل ګرځولی و. نو هغه د خلف په منځ کې یې د سلف ژوند یې ټاکلی و او زموږ په څېر یې د دنیا د مالونو پروا نه درلوده او که دې لیدلی وای نو داسې ښکارېده لکه سلمان فارسي یا ابو درداء. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یې وینا د یو ویناوال او څېړونکې په څېر نه وه؛ بلکې د یو عاشق د وینا په شان وه چې دې بې ساري او عالي شخصیت ته د درناوي په سترګه ګوري.
د محمد بن عبدالله شخصیت او د دې اعجاب څرګندونه نه یوازې د نبي رحمت په کتاب کې، بلکې د هغه په نورو کتابونو، لیکنو، مقالو او ویناوو کې هم شته. په حقیقت کې دغه مینه او محبت د پیغمبر د ژوند او جامع سیرت د درک او پوهیدو په نتیجه کې د معنویت او کمالاتو سرچینه ده چې خدای تعالی د آدم علیه السلام په اولادونو ویشلې ده او ټول یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ذات کې راغونډ کړي دي.