لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه دېرشمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
تقوا او استغنا
یو له هغو بنسټیزو چارو څخه چې د انسان او په ځانګړي توګه د یو عالم د شخصیت په معنوي جوړښت کې بنسټیز رول لوبوي، د دنیا بې ارزښته مظاهرو ته ارزښت نه ورکول او زهد او استغنا ده. امام ندوي رحمه الله هم بې ساری زهد او استغنا درلوده، که څه هم د خپل ژوند په لومړیو پړاوونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو، خو په پای کې د وخت په تېرېدو سره یې ستونزې شا ته وغورځولې او دنیا ورته د هرکلي غېږه پرانیستله.
نوموړي د خپل ژوند په یوه دوره کې یې حتی د افطار لپاره هم څه نه درلودل او کله کله یې د پیسو د نشتوالي له امله سفر ځنډاوه. په هر حالت کې دوی د دعوت او تبلیغ په فعالیتونو او دیني چارو بوخت وو. بلال عبدالحی حسني د حضرت مولانا ندوي رحمه الله د ژوند په اړه لیکي: «د هغه ژوند دوه دورې لري؛ هغه دوره چې له فقر او بېوزلۍ څخه پیل کیږي او له سختیو او ستونزو سره مل وه. د تنګلاسۍ له امله کله کله به يې سهارنۍ هم نه وو کړې او حتی د روژې په مبارکه میاشت کې به هم له داسې ستونزو سره مخ کېده چې د روژې د ماتولو په اړه به يې فکر کاوه او د سفر لپاره د کرایې پیدا کول ورته ستونزمن وو.
په هغه وخت کې امام ندوي رحمه الله له داسې ستونزو سره لاس او ګرېوان و چې ښايي لږو خلکو ته به ورپېښ شوي وي او هېڅکله به يې ژبه د شکایت او ګیلو لپاره نه خلاصوله او تل به دیني چارو بوخت و او د دنیا له غولوونکې متاع او درواغجنو مظاهر څخه به یې ډډه کوله.
عبدالله عباس ندوي لیکي:«په هغه زمانه کې چې دوی ښې جامې هم نه درلودې، زه پخپله شاهد یم چې یو مشر دوی ته د سرو زرو یوه کڅوړه وړاندې کړه، خو مولانا وویل: «د خدای لپاره دا زما څخه لیرې کړئ، زه نه غواړم چې لاس پرې ووهم.» د فقر او تنګلاسۍ په حالت کې د سرو زرو څخه انکار کول لوی ویاړ دې او کرامت دې او دا د دوی د کمال او زهد ښکارندویي کوي او د دوی په سترګو کې د دنیا بې ارزښته څېره انځوروي.
به سودای جانان ز جان مشتغل به ذکر حبیب از جهان مشتغل
امام ندوي رحمه الله دا کار د ناشکرۍ او د نعمت د کفران په توګه و نه کړ، بلکې غوښتل یې چې د استغنا لمن یې د دنیا د مینې په دوړو سپېره نشي او تل د خدای تعالی لوري ته یې پام وي.
د حجاز په خاوره کې استغناء
د سفر موده له خوښیو او بریاوو څخه ډکه دوره ده او د مختلفو عواملو له امله هر سړی د سفر په جریان کې ډیر احتیاط او مراقبت کوي او هڅه کوي چې خپل مال وساتي او ډیر څه راټول کړي؛ خو د ندوي رحمه الله زهد او استغناء په یوه خاص وخت او ځای پورې محدوده نه وو؛ بلکه، دا د هغه په ژوند کې تل حاکم و. د بېلګې په توګه په حجاز کې یې هم د سترو سلفو د کړنو یوه بېلګه هم په ډاګه کړه.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي لیکي: «په ۱۳۷۰ هجري قمري کال کې کله چې حضرت ندوي رحمه الله په حجاز کې اوسېده، هغه او ملګري يې د هوټل يا بل ځای، پر ځای د مسافرو په عامه ځای (رباط) کې پاتې کېدل او يوازې د ورځې په ډوډۍ خوړلو یې بسنه کوله. په هغه دوره کې په عمومي ډول لوی او شتمن خلک رباط ته نه تلل، خو د حرم امام شیخ عبدالرزاق حمزه او نور خلک له مولانا سره د لیدو لپاره هلته راتلل.»
شیخ عمر بن حسن آل الشیخ چې په هغه وخت کې د هیواد د فتوا مسؤل و، هم د حضرت ندوي رحمه الله سره د لیدو لپاره رباط ته راغی؛ هغه د مولانا ځينې رسالې لکه: «بین الصورة و الحقیقة و بین الانسانیة و اصدقائها و بین الجبایة و الهدایة» او د «الی ممثلي البلاد العربیة» کتاب یې لوستلی و او تر هغه وخته پورې “ما خسر العلم” کتاب په مصر کې نه و خپور شوی.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي وايي چې شيخ عمر بن حسن يوه ورځ په حرم کې راته وويل: «سبا سهار ماته راشه.» زه د هغه د خبرې سره سم حاضر شوم؛ هغه یوه کڅوړه د سرو زرو څخه ډکه کړه او ویې ویل: دا شیخ ابوالحسن ته یوسه».
تر هغه وخته پورې په هیواد کې لا کاغذ ي بیلونه او د سپینو زرو ریال یا د سرو زرو جنیې چې قیمت یې څلویښت سپین زر و، چلېدې. دا زما لومړی ځل و چې د سرو زرو ډکه کڅوړه مې ولیدله. ما په خوښۍ سره رباط ته یووړله او مولانا ته مې وړاندې کړه. شاوخوا پنځه څلویښت دقیقې یا یو ساعت وروسته مولانا یو لیک ولیکه او د کڅوړې سره یې ماته راکړ چې شیخ عمر بن حسن آل شیخ ته یې ورسوم. په ليک کې يې د مننې او درناوي له څرګندولو وروسته داسې لیکلي و: “ډالۍ مې دې قبوله ده، ما یوه جنیه د خپلو شخصي کارونو لپاره ځني واخیسته او پاتې یې بېرته در وړاندې کوم.» پاتې یې ۳۹ جنیه و، ما لیک او کڅوړه واخیسته او هلته لاړم. شیخ عمر له غرمې وروسته یې اړخ لګولی و او استراحت و؛ له همدې امله لیدنه ترسره نه شوه. له مازدیګر وروسته کله چې تالار له خلکو ډک و، سلام مې وکړ او پیسې او لیک مې شیخ عمر بن حسن ته وسپارل.
شیخ دوه ځله لیک ولوست، یو ځل د ځان لپاره او یو ځل د نورو لپاره؛ د اورېدونکو څخه یوه وویل: “د اسلافو بېلګې په هره زمانه کې موندل کیدی شي.” بل زیاته کړه: “لاتزال امة محمد بخیر.” دا خبرې پنځوس کاله پخوا وې او زما په یاد نه دي چې دوی په نجدي ژبه څه ویلي دي؛ خو زه ډاډه یم چې د مولانا په استغناء سره د هندي عالمانو کرامت نور هم زیات شو.
همدارنګه امیر سعود الکبیر (د پاچا تره) مولانا ندوي رحمه الله ته له خپلو ملګرو سره بلنه ورکړه. له ډوډۍ خوړلو او چای څښلو وروسته یې غوښتل چې بېرته لاړ شي، امیر مولانا رضوان علي په اشارې سره ودراوه او یوه کڅوړه یې ورته ورکړه چې پنځه سوه ریاله پکې وو او ویې ویل: «دا کڅوړه بېرته خپل شیخ ته ورکړه.» اما مولانا بیاهم هغه کڅوړه بېرته ور وګرځوله.
ادامه لري…