لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دېرشمه برخه)

 د امتونو ځواک او ژوند د هغوی په رسالت او شخصیت پورې اړه لري!
 د سعودي په سفارت کې وینا
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله.
 درنو ښاغلو!
 زه دا ارزښتناک فرصت غنیمت ګڼم او د دې ټولګې هرکلی کوم چې د “رابطة العالم الاسلامي” موسسې لخوا د دې ګرانې خاورې د لیدو په موخه غوره شوې او زه یې د استازیتوب ویاړ لرم. همدارنګه، زه غواړم د افغانستان د حکومت او خلکو د تود هرکلي او مېلمه پالنې او د هغوی د مهربانۍ او ښه چلند له امله مننه وکړم. دا صفات له دې ملت څخه لرې نه دي؛ ځکه چې کرامت او عظمت د دوی د اصالت برخه ده. عربانو له پخوا زمانو راهيسې ويلي دي: «د هر شي موندل د هغه په سرچینه کې عجيبه نه ده.» په ټوله معنی د دې خلکو زړورتیا او بې باکي هغه مهال ښکاره شوه چې د خپلې خاورې له پولو او لوړو غرونو څخه تېر شول او د اسلام رڼا، کلتور او ثقافت یې اسلامي هند ته ډالۍ کړ. هند یو عمر د دې ملت د تاریخ، ویاړ او تمدن تر سیوري لاندې تېر کړ.
 زه د افغانستان په ګاونډ هیواد، هند کې اوسېږم. له دې سفر څخه ډېر مخکې مې دغه هېواد ته د تګ پلان درلود، خو د خدای رضا او اراده دا وه چې اوس سفر وکړم، کېدای شي په دې کار کې کوم حکمت نغښتی وي.
محترمو ورونو!
 په پخوا زمانو کې عربانو دا سیمې ډېرې لیرې ګڼلې او دوی ته یې د رسېدو د واټن او ستونزو له امله متل جوړ کړی و او دغه ټولې ختیځې سیمې یې «خراسان» بللې. عربي شاعر وايي: «زموږ وروستى مقصد خراسان دې او بيا خپلې سیمې ته راستنېدل، موږ له خراسان څخه راغلي یو.» هو، موږ خراسان ته ورسېدو او افغانستان ته ننوتو. دا پاکه او ښايسته خاوره الله پاک په ښه طبيعت سينګار کړې ده، مناسبه هوا لري او له نعمتونو ډکه ده.
Leave A Reply

Exit mobile version