که موږ د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند ته لنډه کتنه وکړو او د هغه پرېکړو او چلندونو ته ځیر شو، نو دې پایلې ته رسیږو چې د هغه تمرکز او پاملرنه تر ډېره د ځوانانو لوري ته وه. تر هغه ځایه چې د دوی خبرې یې اورېدلې او د هغوی سرغړونې او خطاګانې یې بخښلې او هڅه یې کوله چې د هغوی د احساساتو په چوکاټ کې له هغوی څخه کار واخلي او عواطف او احساسات یې په سمه توګه مدیریت او کنټرول کړي.
بیاهم که د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم مبارزې او د صحابه کرامو زمانې ته وګورو نو پوه به شوو چې د ځوانانو په لاس ستر فتوحات او بریاوې ترلاسه شوې دي؛ له حضرت علی رضی الله عنه څخه نېولې د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم تر نورو صحابه کرامو او یارانو ټول ځوانانو او د اسلام د دین چټک پرمختګ او خپرېدل د ځوانانو د هڅو او سرښندنو له امله ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانۍ د اهمیت په پام کې نیولو سره ځوانانو ته ډېر اهمیت ورکاوه او په دوامداره توګه یې فرمایل:«اوصیکم بالشباب خیرا فانهم ارق افئدة، الا و ان الله بعثنی بالحنیفیة السمحة، فحالفنی الشباب و خالفنی الشیوخ» یعنی زه تاسو ته د ځوانانو په اړه په ښه چلند سره سپارښتنه کوم ځکه چې د ځوانانو زړونه ډیر نرم وي (او په اسانۍ سره اغېزمن کیږي او که ګمراه شوي وي نو بیا سمې لارې ته ورګرځي) په دې پوه شئ چې کله خداى پاک زه په آسانه دين او شريعت سره رالېږلى وم، همدا ځوانان وو چې زما سره يې موافقه وکړه او زما بلنه يې ومنله، خو زړو خلکو زما مخالفت وکړ».
که موږ د سترو صحابه کرامو ژوند ته وګورو، نو و به وینو چې ډېرو یې په ځوانۍ کې اسلام قبول کړ. ابوبکر رضی الله عنه، عمر رضی الله عنه، عثمان رضی الله عنه او علي رضی الله عنهما چې د ټولو عمرونه له څلویښتو کلونو کم وو.
یو له هغو پنځو شیانو څخه چې موږ یې باید غنیمت وګڼو، هغه ځواني ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:«اغتنم خمسا قبل خمس؛ شبابک قبل هرمک، و صحتک قبل مرضک، و فراغک قبل شغلک، و غناک قبل فقرک، و حیاتک قبل موتک.» پنځه څیزونه له پنځو شیانو مخکې غنیمت وګڼه؛ ځواني له بوډاتوب، روغتیا له ناروغۍ، فراغت له مصروفیت، شتمني له فقر څخه او ژوند له مړینې مخکې.
نو دا ټول ارزښتناک فرصتونه دي چې باید ګټه ترې واخیستل شي، د ځوانۍ، روغتیا، مال، استراحت او تر ټولو مهم د ژوند فرصت.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې ورځې له ټولو مسلمانانو څخه مصعب بن عمیر د خپل استازي په توګه وټاکه. مصعب بن عمیر یو ځوان وو چې قرآن کریم یې حفظ کړی و او ډیر قرآن یې زده کړی و، نوموړی مدینې ته ولاړ او د اسعد بن زرارې په کور کې مېشت شو، هغه به هره ورځ له کوره وتل او د انصارو کورونو او قبایلو ته به یې مراجعه کوله او د اسلام د قبلولو بلنه به یې ورته ورکوله.
دغه ځوان خپل رسالت په پوره ایمان، جذبې او وړتیا سره سرته ورساوه؛ څه وخت تېر نه و چې د مدینې ټولو اقشارول په تېره بیا ځوان نسل د ده دعوت ومانه او مسلمان شول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ټولو اصحابو له جملې څخه یو ویشت کلن ځوان «عتاب بن اسید» د مکې معظمې د فرمان بردارۍ د ستر مسؤلیت لپاره وټاکه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل باعزته ژوند په وروستیو ورځو کې د روم سره د جګړې لپاره د مسلمانانو د تیارولو امر صادر کړ او امر یې وکړ چې مسلمانان دې ژر تر ژره د دې کار لپاره اسامه بن زید رضی الله عنه غوره کړي، هغه چې اتلس کلن ځوان و، د لښکر مشري ور وسپارل شوه.
یا لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي: د ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د قیامت په ورځ به بنده تر هغه وخته له خپل ځای نه و نه خوځیږي تر څو چې د څلورو شیانو پوښتنه ترې وشي: له ژوند او عمر څخه یې چې په څه ډول یې تېر کړ؟ له ځوانۍ څخه یې؛ په کومه لاره کې یې تېره کړه؟ له مال څخه یې چې له کومه یې کړي او په کومو لارو یې لګولي؟ او له علم څخه یې چې څومره یې پرې عمل کړی؟
د دې حدیث د احکامو له مخې، د قیامت په ورځ به له ځوان څخه دوه ځله پوښتنه وشي، یو ځل به د ټول عمر پوښتنه وشي او دویم ځل د ځوانۍ په اړه؛ او دا د ځوانۍ د دورې اهمیت دی چې دوه ځله ترې پوښتنه کیږي او دا ځکه چې په دې دوره کې انسان په ټولو انساني غوښتنو کې کمال ته رسي او په دې دوره کې هر هغه څه چې زړه یې وغواړي ترسره کولای شي، هغه چارې چې ترسره کول یې په ماشومتوب، ځواني او زوړوالی ممکن نه وي.