لیکوال: شکران "احمدي"

د عقل ځواک او د هغه ساحه (څلورمه برخه)

د عقل د ځواک ساحه
لکه څنګه چې د پنځو حواسو تاثیرات نامحدود (Unlimited) نه دي، او په یو حد کې پای ته رسیږي، د عقل د ځواک ساحه هم نامحدود نه ده. عقل هم تر یوې اندازې اغېزمن دی او انسان ته لارښوونه کوي؛ خو که موږ وغواړو چې د عقل له حدودو څخه بهر کار ځينې واخلو، نو هغه به سم ځواب ور نه کړي او انسان ته به لارښوونه ونه کړي.
چیرته چې د عقل ځواک پای ته رسیږي، خدای د شیانو د پېژندلو لپاره درېمه وسیله ورکړې، او هغه آسماني تعلیم او “الهی وحی” ده. د دې سبب موثریت له هغه ځایه پیل کیږي چې د عقل کاروَنَه پای ته ورسیږي. نو د الهي وحې په ډګر کې له عقل څخه کار اخیستل داسې دی لکه غوږ چې د لیدلو او د اورېدلو لپاره له سترګو څخه کار واخيستل شي.
دا هیڅکله پدې معنی نه ده چې عقل بې ګټې دی، عقل خپل د عمل په ساحه کې (Jurisdiction) اغېزمن دی. که وغواړو هغه د خپل له دائرې څخه بهر وکاروو، دا داسې دی لکه یو څوک چې له تاسو وغواړي چې په غوږونو سره وګوری.
د اسلام او ماديت فرق
د اسلام او مادي نظام تر منځ توپیر دا دی چې مادي نظام د علم د حاصلولو د پخوانیو دوو وسیلو (حواس او عقل) له کارولو وروسته دریږي، دوی وايي: «انسان د علم د حاصلولو لپاره درېيمه وسيله نه لري، يوازې سترګې، غوږونه، پوزه او عقل فزيکي وجود لري، او له دې څخه غوره بله وسيله نشته.» اسلام وايي: له دې اسبابو سره يو بل سبب هم شته او هغه الهي وحي ده.
اوس باید وګورو چې د اسلام دا ادعا چې ټول مسایل په عقل نه شي روښانه کېدای، او آسماني لارښوونو، الهي وحی، پیغمبرانو، رسولانو او آسماني کتابونه ته اړتیا لري په نن عصر کې تر کومه حده حقيقت لري؟
په نننۍ نړۍ کې د عقلیت یا عقلاني فلسفه (Rationalism) حاکمه ده او ویل کیږي: ” هر څه د عقل په ترازو کې اچوو او له پېژندلو وروسته یې منو.” خو عقل داسې قوي فورمول او اصول نه لري چې د نړیوال تصديق وجهه ولري او انسانیت یې ومني، او د هغه په ذریعه د نیکۍ او بدۍ لپاره معیار ولري، چې څه ښه دی او څه بد دی؟ څه باید ولرو؟ له څه باید ډډه وکړو؟ هرکله چې دا پرېکړه عقل پریږدئ، نو تاریخ وڅیړئ، او وبه وینئ چې عقل انسان ډېر غولولی دی. که موږ عقل آزاد پرېږدو، نو هغه به انسان څومره ګمراه کړي؟ د همدې موخې لپاره، ځینې تاریخي مثالونه وړاندې کوم.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version