لیکوال: عبدالله "اسحاق‌زهي"

سیکولریزم «د یهودانو او صلیبیانو پلانونه» (نهه دېرشمه برخه)

 صلیبی جګړې د ظلم، تېري او وحشت پر بنسټ ولاړې وې، د هغو نظامي طرحه ښکاره او څرګنده وه او موخه یې د اسلامي واکمنۍ او ځواک په زوره له منځه وړل وو. صلیبیانو د صلیبي جګړو په پیل سره د اسلامې خاورې د اشغالولو او نیولو په وسیله د اسلام مبین دین د له منځه وړلو او محو کولو په لټه کې و. له همدې امله ختیځ پېژندونکی یا مستشرق “کیمون” چې فکر یې د صلیبي جګړو تر اغیزې لاندې دی، د غربیانو لپاره د اسلام د له منځه وړلو یوه نقشه په لاندې ډول ترتیب کړې ده: «زه په دې باور یم چې د مسلمانانو د پنځمې برخې عام وژنه اړینه ده او پر پاتې نورو یې د سخت کار او د کعبې په ویجاړولو او د لوور په موزیم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د مقبرۍ او جسد په ایښودلو سره واکمني وکړو.»
 مبشر “بلکراف” وايي: «کله چې قرآن او د مکې تمدن له عربي خاورې څخه ورک شي، نو دا به وروسته زموږ لپاره شونې وي چې عرب د هغه تمدن په لور د پرمختګ په لور ووینو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه کتاب هغوی له هغه څخه لرې کړي و .»
 په اوسني عصر کې دغه مفکوره د مسلمانانو د فکري له منځه وړلو او د مسلمانو ځوانانو له زړونو او ارواحو څخه د دیني فکر، نظریې او عقیدې د ایستلو په مفکورې بدله شوې او د غرب او اسلام تر منځ په جګړه بدل شوی دی؛ د جګړې له بدلون سره، ډګر یې هم بدل شوی دې؛ ځکه چې ډګر یې د مسلمانانو فکر او ذهن دې او وسیله یې فکري او تبلیغاتي وسایل او ابزار دي او پوځ یې بنسټونه او ډلې دي. په دې جګړه کې تر ټولو لوی احتیاط چې کیږي دا دی چې هر نوم چې ورته ورکړل شي، خو د اسلام نوم او له اسلام سره دښمني پکې څرګنده نه وي.
 لومړی کس چې غربي یرغلګرو ته یې دا فکر تشریح او وړاندې کړ د فرانسې پاچا «سینټ لوییز» و. نوموړی کله چې د منصوره په سیمه کې ونیول شو او زنداني شو او بیا یې ځان آزاد کړ، بیرته خپل هیواد ته راستون شو او خپلو پیروانو او ملت ته یې د مسلمانانو د مقابلې عمومي تګلاره څرګنده کړه.
 هغه څه چې یې خپل ملت او خلکو ته د نصیحت او سپارښتنې په توګه وړاندې کړل په لاندې ډول دي:
۱- صليبي پوځي بريدونه په سوله ييزو صليبي بريدونو بدلول؛  په داسې حال کې چې دا بریدونه د صلیبي پوځي بریدونو په شان اهداف تعقیبوي او اهداف یې یو شان دي، خو د دواړو وسلې او وسایل مختلفې دي.
۲- د سوله ییزې جګړې په بڼه د غربي مبلغینو د لښکر استول چې له اسلامي لارښوونو سره مبارزه وکړي او د اسلام د خپراوي مخه ونیسي او بیا دغه دین له منځه یوسي.
۳- په اسلامي نړۍ کې د غربي سیاست د پلي کولو لپاره د شرقي عیسویانو د استخدام په برخه کې فعالیت؛
۴- د عربي ختیځ په مرکز کې د غربي اډو د ټاکلو او جوړولو په برخه کې فعالیتونه، تر څو لویدیځوال وکولای شي دا د خپل ځان او نظامي ځواکونو لپاره مرکزي نقطه وګرځوي او له هغه ځایه خپل سیاسي او مذهبي دعوت اداره کړي او په اسلام او مسلمانانو باندې د برید د مرکز په توګه ځني ګټه پورته کړي.
نهم لوییزد دې اډې د جوړولو لپاره د سپینې بحیرې د ساحل په اوږدو کې د غزې څخه تر اسکندریې پورې ځمکې په پام کې نیولې چې فلسطین، اردن، مقدسه ځمکه او لبنان پکې شامل دي.
د نهم لوییز په وړاندیزونو او  سپارښتنو سره د لویدیځوالو هغه هوښیارانه پلانونه چې اسلامي امت یې له دین او د هغه له تعلیماتو څخه د لرې کولو او پر هغو باندې د سیکولریزم د مسلطولو لپاره په لاره اچولي وو، پایته ورساوه او د غربي جنګیالیو لښکر د دریو لویو ډلو په شکل جوړ شو:
– اشغالګر ځواک؛
– مستشرقین؛
مبشرین؛
څلورمه ډله چې په دې دریو ډلو کې اضافه کیدی شي  یهودي او مسیحي قبیلې او د اسلامي قبیلو په مینځ کې باطنیان دي. دغو خوځښتونو په خورا شدت او بربریت سره په اسلامي خاورو خپل بریدونه پیل کړل او په اسلامي هیوادونو کې یې د بې ساري وژنو ترڅنګ اسلامي شریعت، دیني تمدن، اسلامي افکار او کلتور، سالم دیني فکر، اسلامي عقاید او علوم  او هر هغه څه چې د دې ژغورونکي  دین سره تړاو درلود، له منځه یووړل او  د بې دینۍ او د دین مخالف نظام؛ یعنی سیکولریزم یې د هغه ځای ناستی کړ.
په پایله کې مسلمانان او اسلامي هیوادونه له داسې نسلونو سره مخامخ شول چې نومونه یې اسلامي دي، خو د دوی عقیده او فکر له دیني لارښوونو او افکارو سره هیڅ تړاو نه لري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version