دبدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (شپږمه برخه)
دبدعتغورهشویتعریف
د دوو تعریفونو په منځ کې، د لومړۍ ډلې تعریف غوره تعریف دی، هغه تعریف چې بدعت په ښه او بد وېشل شوی؛ یعني هغه نوي کارونه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته منځ ته راغلي دي. اوس دا ښه بدعت دی، لکه: د قرانکریم راټولول، د احکامو او قواعدو ترتیب کول او بد بدعت لکه: د خوارجو ډلې راڅرګندېدل. نور نوي کارونه که د څلورګونو اصولو او مرسله مصلحت او د احکامو له نورو منابعو څخه تأیید شي، د ښه بدعت برخه ده او که تایید نه شي، بد او سیئه بدعت دی.
دا اعتراض د عقل سره موافق نه دی چې ووایو هغه چا چې بدعت په ښه او بد ویشلی د هغوی موخه د هغه لغوي معنی ده؛ ځکه چې لغوي مفهوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې حدیث سره په ټکر کې دی چې وایي: «کل بدعة ضلالة»؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصلي موخه د بدعت د اصطلاحي او شرعي مفهوم بیانول دي نه د هغې لغوي معنی، چې د یو نوي او بې مثاله شي د اختراع په معنی ده؛ ځکه په ځواب کې ویل کیږي چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څوک چې په اسلام کې ښه سنت او طريقه جوړه کړي، د هغه سنت او د هغه د پيروي کوونکو اجر او ثواب د هغه لپاره دې، پرته له دې چې د هغوی له اجر څخه څه شی کم شي، او څوک چې په اسلام کې بد دود او طريقه جوړه کړي، د هغه لپاره به د هغې بدې طریقې او دود او د هغو کسانو سزا چې پرې عمل کوي، ده ته ورکړل شي، پرته له دې چې د هغوی له سزا څخه څه شی کم شي.» نو لکه څنګه چې سنت په لغت کې په ښو او بدو وېشل شوی دی، بدعت هم په لغت کې په ښو او بدو وېشل شوی دی، او لکه څنګه چې سنت په هر حالت کې د شریعت له نظره روا او غوره دی، بدعت هم له شرعي اړخه په هر شکل او بڼه کې غندل شوی دې.
بايد يادونه وشي چې د بدعت د غندلو لپاره دوه شرطونه ضروري دي: ۱- الله جل جلاله ته د نږدې کیدو نیت په هغه کې نه وي؛ 2- له کوم شرعي منابع لکه: کتاب، سنت، اجماع، قیاس او داسې نورو څخه تایید نشي.
هغه شیان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د څرګندېدو سربېره، بدعتونه نه دي:
1- په کاچوغې سره خواړه خوړل؛
2- د قرانکریم راټولول؛
3- د تراویح لمونځ په جماعت سره.
4- د فقهې د اصولو تالیف؛
5- د حدیثو د اصولو تالیف؛
6- د زندان جوړول؛
7- د مقرراتو ترتیب او لیکل.
دا چارې نه تعبدي دي او نه د کومې اسلامي منابعو او مصادرو لخوا تایید شوي.