لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري ویشتمه برخه)
له وزیرانو او چارواکو سره لیدنه
له وزیرانو او چارواکو سره مو د لیدنو په سر کې د پوهنې له محترم وزیر ښاغلي محمد یاسین عظیم او د هغه له مرستیال ډاکټر محمد صدیق سره د هغوی په دفتر کې وکتل. په اسلامي هیوادونو کې د تعلیمي پالیسۍ په محور کې خبرې اترې او بحثونه ترسره شول. د ښوونې او روزنې د وزیر په وجود کې مو د خبرو ښه اورېدل، د خبرو موضوع ته پاملرنه او د مسوولیت احساس ولیدل. له هغه ځایه چې د پوهنې وزارت د پروګرامونو په ترتیب او د دغه پلاوي د ماموریت د اسانتیا په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې او د کوربه حکومت په استازیتوب یې د دغه پلاوي لپاره د مېلمستون تابیا هم نیولې وه؛ له همدې امله موږ له ښاغلي وزیر او د هغه له مرستیال څخه ځانګړې مننه وکړه.
له استاد عبدالستار سیرت سره چې د لومړي وزیر سلاکار او د مصر په الازهر کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې او د یوه عرب ژبې په څیر په عربي ژبه خبرې کولې، او د عدلیې وزارت وکیل ښاغلي سمیع الدین ژوند او د دغه وزارت د عامه محكمې وکيل عبدالهادي هدايت او د مركزي اوقافو رئيس پوهاند كمال شينواري او د جمعيت رئيس پوهاند محمد صديق كبيري سره په ګډه او جلا جلا غونډو کې لیده کاته ترسره کړل. استاد احمد محمد جمال کابل ته تر راتګ مخکې د اطلاعاتو له وزیر سره کتلي وو.
استاد عبدالرب رسول سیاف په ټولو مجلسونو او غونډو کې په پوره وړتیا او مهارت سره زموږ خبرې په دري ژبه ژباړلې. موږ متوجه شوو چې ښوونکي، وزیران او لوړ رتبه مامورین په (دري) ژبه خبرې کوي؛ که څه هم پښتو د هېواد رسمي ژبه ده، چې په هغې کې دولتي مکتوبونه او فرمانونه صادرېږي او دعوتونه لېږل کېږي، خو عام خلک په فارسي پوهېږي او په علمي غونډو او ادبي غونډو کې پرې خبرې کوي. پوه شوم چې پښتو ژبه په کندهار کې ډېره کارول کیږي، کوم چې له بلوچستان سره پوله لري او د پښتونستان مرکز دې. په دې سفر کې مو له هغو غوره شخصیتونو سره وکتل او د هغوی له ملګرتوب، همکارۍ او لارښونو څخه برخمن شولو، شیخ محمد اسلام تسلیم د هغو علماوو بېلګه او نمونه ده چې په دیني علومو کې هم پوره مهارت لري او په نوي افغانستان کې خپل ځای ساتلی دې. شیخ محمد اسلام د پوهنې وزارت د چارواکو او نورو لویو چارواکو په منځ کې ډېر قدر او درناوی لري.
په ټولنه کې د علماوو کمزوری نفوذ او پایلې یې
څه موده وړاندې افغانستان د علماوو او شیخانو ټاټوبی و او افغان ولس د علماوو د نفوذ په وړاندې دومره متواضع او عاجز و چې په هیڅ ختیځ ولس کې یې ساری نشته. د افغان دولت خلکو تل خپل عزت او کرامت درک کړی او د علماوو مشورې او نیوکې پر دوی ژور اغېز کړی دی. هرکله چې دوی د جهاد غږ کړی دی چې معمولاً د غزا په نوم یادیږي، د ښارونو او کلیو ټولو خلکو دومره په لوړ غږ لبیک ویلی دې چې بل هیچا یې داسې غږ نه دی اورېدلی. دوی هغه کسان وو چې د انګریزانو د یرغل په وړاندې یې سینه سپر کړه او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او د ازادۍ او خپلواکۍ په ساتلو سره یې د اسلامي اخلاقو او آدابو مراعات وکړ او ټول منحرف او د اسلام ضد دعوتونه یې دفع کړل او په سرلوړۍ سره یې د جګړې ډګر پرېښود. همدا دستورالعمل و چې په دې هېواد کې د اسلامي محاکمو او د اسلامي شريعت له مخې د احکامو د اجرا لامل شو او په دې خاطر بايد د افغانستان ملت او دولت ته مبارکي ووايو او د هغوى پر فضل او سرلوړي اعتراف وکړو.
د افغانستان خلک لکه د ترکيې د خلکو په څېر ټول سني او حنفي دي او د نورو مذهبونو پيروان ډېر کم دي. په هند کې د دیني علومو له لویو ښوونځیو، په ځانګړې توګه له مشهور دارالعلوم دیوبند څخه شاوخوا سل تنه افغان محصلین فارغ شوي دي؛ مګر په دې سفر کې، موږ ولیدل چې دوی له ټولنې څخه ځان ګوښه کړی او ځان یې لرې کړی دې. له بده مرغه د زمانې په تېرېدو سره د خلکو په منځ کې د علماوو نفوذ او واک د بدلونونو او تحولاتو سره مخ شوی او د هغوی نفوذ کم شوی دې. دا د خپلو ګټو او مصالحو د بقا لپاره د حکومت له پالیسیو څخه یوه ده؛ ځکه له تېرو تجربو څخه یې زده کړي او ښه په یاد لري چې علماوو څنګه ملت د امان الله خان پر ضد راوپاراوه او هغه یې له هېواده وتلو ته اړ کړ، یا کېدای شي حکومت په دې برخه کې د علامه اقبال لاهوري په هوښیارانه مشوره عمل کړی وي پیروانو او د قومونو مشرانو ته د ابلیس نصیحت داسې نقلوي: “افغانان دیني غیرت لري، د دوی د دیني غیرت د له منځه وړلو لپاره باید طالبان او علما او دیني مشران وځپي او له وطنه یې وباسئ.”
د افغانانو دیني غرور او غیرت د پام وړ کمزوری شوی او په افغاني ټولنه کې ژور بدلونونه راغلي دي، چې په طبیعي ډول د مختلفو ډلو له خوا منل شوي او هیڅ تحرک نه رامنځته کوي. د لويديځ تمدن تقليد عام شوی دې او دغو پېښو د دوى په ژوند کې هيڅ ډول اندېښنه نه ده پيدا کړې.
د نشه یي توکو د زیاتوالي له امله افغانستان د بې وزله او لالهانده ځوانانو لپاره په یوه لوی تمځای بدل شوی دې؛ یو زیات شمیر داسې منحرف ځوانان چې د دوو جنسونو (هلکانو او انجونو) په اختلاط عادت شوي، له موږ سره په الوتکه کې سپاره وو او کابل ته ننوتل. د دې اغیزې په پراخه کچه مشهود او څرګنده و. دا ټول شیان پیښیږي؛ خو له بده مرغه چې هېڅ ډول غبرګون نه رامنځته کوي او نه هم څوک یې پر وړاندې دریځ نیسي. دا ټول په سالم غیرت او اسلامي طبیعت کې د زوال او کمزورۍ نښې دي؛ یوازېنی لامل یې دا دی چې رهبري او نظارت له علماوو څخه واخیستل شو او د هغو کسانو لاس ته ولوید چې ټول مسایل د اقتصاد او سیاست په پیمانه اندازه کوي او د حقایقو په وړاندې سترګې پټوي. د هرات ښار په اړه مې اورېدلي چې تل د علم او علماوو زانګو او ټاټوبی و، ډېرې مدرسې او جوماتونه لري او د علم او دیني اصلاح شمعې پکې تل سوځېدلې دي؛ موږ د دې مذهبي مرکز او لرغوني ښار څخه د لیدو ډیره هیله درلوده؛ خو دا ممکنه نه وه چې د داسې ځمکې د لیدو لپاره سفر وکړو چې ډیری لوی خلک لکه ستر متصوف او تکړه محقق امام عبدالله انصاري پکې شتون لري. هغه د “منازل السائرین” کتاب څښتن دې چې ابن قیم په خپل مشهور کتاب “مدارج السالکین” کې شرح کړی اودروند عالم شیخ نورالدین علي بن سلطان محمد مشهور په “ملا علی قاری” یې روزلی دې.