لیکوال: م . فراهي "توجګي"
اسلام او ډیموکراسي (څلورویشتمه برخه)
دیموکراسي په توره خپروي
د دې درواغو او افترا په اړه چې اسلام د تورې په واسطه خپور شوی دی، ډیرې غیر، بې ځایه او بې دلیله خبرې وېل شوي او ډیرې نیوکې هم شوي دي؛ خو د ډیموکراسۍ د جبري تطبيق او تحمیل په اړه ډېر لږ څه وېل شوي او د هغې ابعاد او اړخونه څېړل شوي دي؛ یو داسې جبري تحمیل چې د زرګونو خلکو د وینې تویولو او د بې شمیره هیوادونو د ویجاړولو په قیمت پلی شوی دی.
نن ورځ د غرب رسنیزه امپراطوري د نړۍ د عامه افکارو په غولولو او دوکه کولو او همدارنګه د هغوی په لورې ورکولو سره خپل ټول پوچ او مزخرف عقاید او فکرونه توجیه کوي او نورو هیوادونو ته یې رسوي؛ بیا د مختلفو ملتونو تر منځ د اختلافاتو او د هیوادونو د بندیز او تحریم کولو په دروغجنو پلمو او د نورو په ځان او مال د برید کولو په پایله کې، په اشغال او استعمار یې لاس پوری کړی. که دا د تورې او نېزې پایله نه وي نو بیا څه ده؟ په افغانستان کې شل کاله د غربي موډل پر بنسټ د ملت جوړونې له امله خلک یې ووژل شول او کورونه یې وران کړل؛ که دا توره نه وي نو بیا څه ده؟ انګریز، هند اشغال کړ او فرانسې د غلامۍ په جامه کې افریقا تباه کړه او… هر چا هڅه وکړه چې د دې خاورې خلکو ته په اصطلاح د ډیموکراسۍ او ازادۍ په نوم څه راوړي او د هغې تخم وکري، پایله یې څه شوه؟
له همدې امله په تيرو او اوسنيو دواړو وختونو کې ډيموکراسي په غيرعادلانه ډول پرمخ تللې او د هغه څه برعکس چې اعلانيږي او د قومونو د ونې په تنه کې د درمټ (موریانې) په شان ننوتې ده.
یوناني استوکرات د مقدونیې پاچا فیلیپ ته د یونان هیواد ولکې د څرنګوالي په اړه مشوره ورکوي: “د ایونیا ښارونو ته د آزادۍ ژمنه وکړئ او په آسیا کې د ازادۍ کلمه خپره کړئ؛ ځکه چې کله دا کلمه د یونانیانو په منځ کې خپره شوه، زموږ امپراتورۍ (آتن) او د سپارتا امپراتورۍ ماتې شوې.” په هغه دوره کې د ازادۍ معنا دا وه چې ولس حاکم وي او همدا دیموکراسي ده. د استوکراټ مشوره نن ورځ عملي شوې.
هغه زیاته کړه: «د دیموکراسۍ کلمه د هیوادونو تر منځ خپره کړئ؛ ځکه چې په پایله کې به هیوادونه وویشل شي او هیڅکله به امپراتورۍ رامینځته نشي او یوازې تاسو به بادار او حاکم یاست. هیوادونه به نه یوازې په سیاسي او اقتصادي برخو کې، بلکې په کلتوري او تمدن کې هم ستاسو لارویان او تابعین شي. بیا به د بادار او مریي ترمنځ اړیکه راڅرګنده شي؛ ځواکمن بادار او تر لاس لاندې او وروسته پاتې مریی. لوېدیځ به هم د غلامانو د هیلو او ارمانونو قبله شي. معیارونه به همغه د لوېدیځ معیارونه وي. د نوکرانو او غلامانو په هیواد کې د ډیموکراسۍ هر ډول سپکاوی او پر هغې هر ډول نیوکه به د دوی پوښتنې او ناخوښۍ را څرګند کړي.» د بادار دیموکراسي ته وګورئ چې څه ډول ده.
ډیموکراسي تر ټولو نوې او لنډه لار ده چې د هغې په واسطه لوېدیځ غواړي ځان بادار او واکمن کړي او موږ په بې واکه پیروانو او غلامانو بدل کړي. د دوی پخوانۍ او ناکامه لاره دا وه چې موږ عیسویان کړي؛ دا مهمه نه وه چې متقي عیسویان و اوسو او که نه، ځکه چې موخه یې دا وه چې د دوی د تسلط په وړاندې زموږ د دین او د دوی تر منځ ترټولو لوی خنډ له منځه یوسي. د دوی لپاره دا غوره ده چې تاسو یو بد عیسوي و اوسۍ؛ زنا وکړئ، سود واخلئ، دروغ ووایئ، شراب وڅښئ او داسې نور… ؛ ځکه چې فاسد او سرکشه سړی ډیر فرمانبردار وي او ډیر ژر غلام او نوکر کیږي.
نوی نیواکګر د خلکو له عیسوي کولو پرته، یو لنډه او اسانه لار غوره کوي. زموږ او د دوی ترمنځ د توپیر او اختلاف کچه کموي او راټیټوي او د فکرې توپیر تر کچې یې رسوي؛ داچې مسلمان یې او په ورته وخت کې ډیموکرات، دا یوه عادي خبره ګڼي.
دا د کار پیل دې او پایله او پای یې د لوېدیځ د ټولو ارزښتونه اخیسته او منل او د داخلي شخصیت له لاسه ورکول دي. بیا به زموږ مسیحی کول سهل او اسانه وي او له هغه وروسته به د جهاد، ازادۍ او شجاعت پر ځای د هرې څپېړې په مقابل کې چې زموږ د مخ ښي اړخ کې لګیږي، د خپل مخ کین اړخ به ورته د وهلو لپاره چمتو کوو. که داسې وي، نو امریکا ولې ډیموکراسي نه خپروي او ولې د ډیموکراسۍ د خپرولو لپاره په وخت او ځای کې یې توره نه پورته کوي؟ کله چې ډیموکراسي زما د ملت د غلامۍ او اسارت نښه وي او د دې ملت د تباه کولو په لور یو ګام وي نو ایا زه دا حق نه لرم چې رد یې کړم؟ زه هر هغه دین ردوم چې داسې پایلې ولري، هغه لا پرېږده چې ځکمنی او بشري دین له نیمګړتیا او عیبونو څخه ډک دې!.
پخوانی فکر دا و چې ډیموکراسي د وروسته پاتې ولسونو لپاره په کار نه ده او دا خبره د دې وروسته پاتې ولسونو د اشغال او پرمختګ او ودې لپاره یوه پلمه شوې وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نن ورځې فکر هم دا دې چې باید په ټولو هېوادونو کې ډیموکراسي خپره او قائمه شي. د پخواني دلیل په څېر، ښايي سبا به ووايي چې ډيموکراسي په هېڅ صورت د لوېديځ لپاره په کار نه ده، بلکې دا مساله به د اشغال او پر نورو هېوادونو د راج چلولو لپاره يوه پلمه شي. دا یوه ښکاره مسله ده او اکثره خلک پرې خبر دي، خو دا هماغه خلک دي چې د شکل او ظاهر فرېب یې خوړلی. هغه څوک چې دوکه شوی هم نه دې او خپل ځانګړی فکر، لیدلوری او شخصیت لري؛ د پوځي برید، اقتصادي او ډیپلوماټیکي بندیزونو توره یې سر ته نیول شوې ده.
د ډیموکراسۍ توره دومره تېره او پرې کوونکې ده چې پخپله له دیموکراسۍ سره هم مطابقت او سمون نه لري، لکه څنګه چې په تیرو وختونو کې د اشغالګرو توره تر هډوکو پورې د انجیل سره متضاده وه؛ خو لکه څنګه چې اړتیا وه د انجیل د علمبردارانو توره تېره او پرې کوونکې وي، په همدې ډول لازمه ده چې د دیموکراسۍ د مشرانو توره هم تېره وي. د ځواکمن شخص یا حکومت لپاره د بقا قانون او د واک په څوکۍ کې د پاتې کیدو لپاره دغه سیاست او تګلارې ته اړتیا ده.
ادامه لري…