Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نولسمه برخه)
اسلامي علما سه شنبه _10 _سپتمبر _2024AH 10-9-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نولسمه برخه)

 د «رابطة العالم الاسلامية» رالېږل شوی پلاوی
«رابطة العالم اسلامي» مؤسسې ته دې خدای اجر ورکړي؛ ځکه چې هغه ما ته افغانستان ته د تګ فرصت او چمتووالی برابر کړ او د هغه هڅې او ټینګار زما پر ډېرو عذرونو، بوختیاوو او د دې خوب د تحقق په لاره کې په پراته خنډونو، برلاسي اوغالب شول. له همدې امله دغې مؤسسې افغانستان، ایران او د لوېدیځې اسیا ځینو عربي هېوادونو ته د سفر لپاره یو پلاوی جوړ کړ او د مجلس دوه غړي، د رابطة العالم الاسلامي بنسټ ایښودونکي د پلاوي د غړو په توګه او ډاکټر عبدالله عباس ندوي یې د منشي او زما ځانګړي همکار او معاون په توګه وټاکه. البته هغه دوه مشهور غړي شیخ سعدي یاسیني له بیروت او شیخ حنیفه محمد حنیفه له سیلان څخه د ځینو دلایلو له امله ونشو کولی هندوستان ته سفر وکړي.
 له همدې امله د بنسټ عمومي منشي د سعودي عربستان د شوری د مجلس غړی او د جدې په پاچا عبدالعزیز پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استاد، مشهور لیکوال احمد محمد جمال انتخاب کړ، چې یوه مناسبه او د پام وړ ټاکنه وه. هغه د یکشنبې په ورځ د ۱۹۷۳ کال د جون په دریمه نیغ په نیغه له مکې څخه کابل ته روان شو او زموږ سفر د ځینو دلایلو له امله د دوشنبې تر ماسپښین پورې وځنډېد.
 د دغه مؤسسې د دارالانشا د عمومي منشي ښاغلي شيخ محمد صالح قزاق په مشرۍ د دغې غونډې او د پروګرامونو د ترتيبولو په اړه د افغانستان له رسمي مقاماتو او په کابل کې د سعودي له سفارت سره اړيکه نيولې وه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه هيئت به په دې برخه کې خپل ماموريت په ښه توګه ترسره کړي. د افغانستان حکومت دغه پلاوي ته چې د سترې اسلامي مؤسس استازیتوب یې کاوه، ښه راغلاست ووېل او په مهربانۍ سره ومنل شو. دا مؤسسه چې د اسلامي هېوادونو بې شمېره ستر عالمان او مفکرین او لیکوالان یې غړیتوب لري، په داسې ښار کې موقعیت لري چې د مسلمانانو په زړونو کې لوړ مقام لري. پاچا فیصل، د دوو سپېڅلو جوماتونو خادم او د اسلامي پیوستون ستر ارمانجن د هغې څارنه کوي.
افغان حکومت ټینګار درلود چې پلاوی دې د دوی په سخاوتمندانه مېلمستون کې وي او د پوهنې وزارت د حکومت په استازیتوب عمل کوي او ماموریت ته اسانتیاوې برابروي او د غونډو او لیدنو لپاره پلانونه جوړوي؛ ځکه افغانان په میلمه پالنه د میلمه په کوربه توب مشهور دي. د سعودي عربستان سفارت هم دغه ښه غوښتنه په مننې او قدردانۍ ومنله.
 په کابل کې
 د دوشنبې په ورځ د جون په ۴ مه ماسپښین مهال موږ په یوه افغان الوتکه کې له ډیلي څخه افغانستان ته سفر وکړ. کله چې اعلان کوونکي اعلان وکړ چې الوتکه کابل ته نږدې ده، نوم یې په غوږونو کې شور او ولوله او په زړونو کې یې جوش او شوق پیدا کړ. په ځايي وخت مازدیګر پنځه بجې الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه. هوا د ډیلي د خراب موسم په پرتله نرمه وه. په دې کتنه کې د سعودي عربستان سفیر، د ښاغلي شیخ محمد احمد شبلي پخوانی ملګری او محترم ورور، چې پخوا په ډهلي کې د سعودي عربستان سفیر و او د ده او د هند د مسلمانانو ترمنځ متقابله مینه او دوستي موجوده وه، ښاغلي علي هم حضور درلود؛ په دغه پلاوي کې د سفارت لومړي سکرتر ښاغلي فوزان، احمد محمد جمال، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي غلام محمد نیازي، د ښوونځیو او دیني زده کړو رئیس ښاغلي شیخ محمد اسلام تسلیم، د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د کابل د دارالحفاظ مدیر سید محمد یعقوب هاشمي، د شرعیاتو د پوهنځي استاد عبدالرب رسول سیاف چې د پوهنې وزارت نوموړی د پلاوي د ژباړونکي په توګه ټاکلی وو او د کابل یو شمېر علما، پوهان او باوري کسان زموږ هرکلي ته راغلي وو.
 موږ په کابل هوټل کې پاتې شوو او دا د دې پلاوي نېکمرغي وه چې څلوېښت کاله وړاندې په دغه هوټل کې حضرت مولانا سید سلیمان ندوي، علامه محمد اقبال لاهوري او سر مسعود هم مېشت شوي وو. د دې توپیر سره چې د هوټل ودانۍ بیا رغول شوې او ډیری سینګارونه په کې کارول شوي دي. د اتاق کړکۍ چې زه په کې وم د امیر عبدالرحمن غازي مقبرې ته پرانیستل کېډه. هغه د انګریزانو په جنګونو او په لرې پرتو سیمو کې د اسلام په خپریدو کې غوره او د ستاینې وړ دریځ درلود. په دې توګه، د هغه ځلانده تاریخ او ښه وختونه زموږ په ذهنونو کې ژوندي شول.

 

 ادامه لري…
Previous Articleد رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځه څلوېښتمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD7 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.