لیکوال: اسماعیل "ساراني"

نشه یي توکي او روږدیتوب (لسمه برخه)

 د اسلامي علماوو او مفکرینو نظرونه
 علامه ابن عابدین رحمه الله فرمایي: د چرس او بنګو خوړل حرام دي ځکه هغه څه چې عقل خرابوي، حلال نه دي.
 علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله فرمایي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مطلق قول څخه «کل مسکر حرام» د هر ډول نشه يي توکو پر حراموالي استدلال شوى، که څه هم شراب او څښوونکي نه وي. نو په دې حدیث کې چرس او داسې نور هم شامل دي.
 علامه شاه عبدالعزیز دهلوي رحمه الله وایي: د تریاکو استعمال حرام دی، لومړی دا چې دا یو زهرجنه ماده ده چې بدن ته زیان رسوي، لکه څنګه چې طبي علوم دا ادعا ثابتوي. دوهم داچې په بدن کې د سستۍ او کمزورتیا لامل کیږي.
 علامه محمد بن حسام الدین قهستاني رحمه الله داسې فرمایي: چرس له دوه ډوله شاه دانو څخه یو ډول یې دي چې حرام دي، ځکه چې د انسان د عقل او فکر د تباهۍ سبب کیږي.
 علامه محمد بن عبدالله غزي رحمه الله: د بنګو، چرسو او ترياکو خوړل حرام دي او حرمت يې د شرابو له حرمت څخه کم نه دې. كه څوك له دغو څخه يو وخوري او مستي وكړي په هغه باندې شرعي حد نه نافذيږي، بلكې هغه په تعزیري توګه مجازات کیږي.
 د نشه يي توکو د تولید او خرڅلاو شرعي حکم
 د دې زهرجنو او تباه کوونکو توکو ډیری تولیدونکي او توزیع کونکي هغه خلک دي چې د حلال سوداګرۍ په لید او اند سره ورته ګوري او ښایي لږ پام هم ورته ونه کړي او فکر و نکړي چې دا کار به د کورنیو د ړنګیدو لامل شي او څه ځوانان به د مرګ خوا ته بوځي. ښايي ډېری ناپوهان فکر وکړي چې د نشه يي توکو استعمال او کارول حرام او ناروا دي، نه د هغو پېرودل او پلور، نو په همدې ناسم فکر سره يې په توليد او وېش پيل کوي.
 په اسلام کې موږ دوه عمومي قاعدې لرو؛ یو دا چې  “هر هغه څه چې انسان ته زیان رسوي او د هلاکت او تباهۍ لوري ته یې بیایي ته رسوي حرام او منع دي”. او بل “هر څه چې د هغې استعمال او کارول حرام او ناروا وي، د هغه پېرودل او خرڅول هم حرام او ناروا دي.”
 په دې دوو قاعدو سره په اسلام کې د نشه يي توکو د تولید او توزیع په حکم پوهیږو او د اسلامي علماوو او مفکرینو د فتوا له مخې د دغو اپینو حکم د شرابو له حکم سره پرتله او قیاس کیدای شي.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د خدای لعنت دې وي پر شراب، د هغه په تولیدونکي، مصرفوونکي، پلورونکي، پېرودونکي، لېږدونکي او فرمایش ورکوونکي او هم پر هغه چا دې لعنت وي چې پیسې او عاید یې استعمالوي.
دا حکم د مخدره توکو په اړه هم صدق کوي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په یهودو دې د خدای لعنت وي؛  ځکه چې خدای د دوی لپاره د څارویو غوړ حرام کړی و؛  خو هغوی غوړي خرڅول او له پیسو څخه یۍ ګټه اخیستله.»
 له دې دوو احادیثو څخه څرګنده شوه چې د هر هغه شي استعمال چې الله تعالی حرام کړی وي، د هغه خرڅول هم حرام دي. پدې حکم کې مخدره توکي هم شامل دي، که دا تولید وي او که یې وېش.
 علامه عبد الحی لکھنوی رحمه الله په “مجموعة الفتاوي” کې وایی: «د تریاکو جوړول او خرڅول په مطلق ډول حرام دي.
 د ابن عابدین د رد المحتار په حاشیه کې راغلي دي: څرنګه چې دا کرنه د حرام کار پېلامه ده، نو د هغه (کوکنارو) کښت او تولید هم حرام دې.
 شیخ الحدیث مولانا محمد یوسف حسین پور رحمه الله فرمایي:« د هغو نباتاتو کښت چې د نشه یي توکو د تولید سرچینه وي، حرام دي؛ ځکه چې په دې کې د ګناه او معصیت لپاره مرسته ده، په داسې حال کې چې په قرآن کریم کې راغلي دي:«ولا تعاونوا علی الاثم و العدوان»؛ (په ګناه او دښمنۍ کې یو له بل سره مرسته مه کوئ)؛ او ښکاره خبره ده چې په دې کار کې، مرسته په ګناه ده او د نشه يي توکو ترویج او د مسلمانانو په صف کې د بدیو خپرول او له مجرمینو سره مرسته کول او د خلکو په دې راکړه ورکړه باندې راضي کېدل هم شامل دي. نو په ګناه راضي کېدل هم ګناه ده.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version