لیکوال: عبدالحی "لیّان"

 

شيطان‌پرستۍ (پنځمه برخه)

د شیطان‌پرستۍ فکري بنسټونه
څرنګه چې شیطان‌پرستۍ لږ تر لږه په خپل عصري او نوي شکل کې د غربي فکر محصول دی، نو بنسټ یې هم له غربي اصولو او ارزښتونو څخه اخیستل شوي او یا هم د هغه تر اغېز لاندې دي، چې لاندې اشاره ورته کوو:
1. لیبرالیزم
د معاصر غرب د ایډیالوژۍ تر ټولو مهم او اساسي بنسټ چې اوس د لوېدیځ په سیاسي او ټولنیز فکر کې د برلاسي بڼه لري، «لیبرالیزم» دی. لیبرالیزم د آزادۍ معنی لري او لیبرالیزم د آزادۍ غوښتونکی یا د آزادۍ پلوی دی. لیبرالیزم داسې اصول لري چې د هغو په څېړلو سره د شیطان‌پرستۍ او د هغه د اصولو ترمنځ اړیکه روښانه کیږي.
الف) د فرد اصالت:
ليبراليزم فرد اصیل ګڼي، او له هر ډول مطلق ارزښت څخه يې پاک ګڼي. د دوی په اند، د مکلفيت څخه ځان تېر ايستل د فرد حق ګڼي. د شیطان‌پرستانو دا عقیده، چې هر څوک خپل خدای دی او د نورو دينونو عقیدې او بنسټونه ردوي، کېدای شي چې د دې لیبرال فکر څخه اخیستل شوی وي.
ب) ازادي:
د لیبرالیزم مرکزي او اساسي مفهوم ازادي ده. خو ازادي مختلف اړخونه او لارښونې لري. ازادي د چا څخه؟ او د څه لپاره؟ په لیبرالیزم کې ازادي له اخلاقي او مذهبي محدودیتونو څخه مطرح کيږي. ځکه چې د مذهبي محورونو او اخلاقي ارزښتونو په ردولو سره، لیبرال په دنیايي ژوند کې ازادي او خوندونه لټوي. نن ورځ شيطان‌پرستان د لیبرالانو غوندې د ازادۍ او د دین او اخلاقو د پریښودلو د شعار تر شا، د لذتونو په لور حرکت کوي.
ج) عقلیت:
لیبراليزم په دې باور دی چې انسان کولی شي خپلې ګټې په ابزاري او جزئي عقل سره وپېژني او وحی ته اړتیا نلري. د دوی له نظره د انسان لارښود او هدايت‌کوونکی عقل دی، نه وحی. د دين سره د دښمنۍ اساس، نن ورځ د شیطان‌پرستۍ په فرقو کې هم لیدل کیدی شي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version