لیکوال: عبدالحي "لیّان"

شیطان‌پرستۍ (څلورمه برخه)

3.2. اوسنۍ شیطان‌پرستي
اوسنۍ شیطان‌پرستي انکشافي شیطان‌پرستي ده، چې په 16 پیړۍ کې په عصري، خورا پیچلي او خطرناک ډول تاسیس او وده يې وکړه. د ځینو څیړنو له مخې، نوې شیطان‌پرستي د ځینو انګریزيانو لخوا پیل شوه چې اشراف وه. دغه شيطان‌پرستي د منځنۍ شیطان‌پرستۍ په پرتله ډېر بدلونونه لري، مګر په هر صورت، په هغه کې د شیطان د ځواک کارول لا هم اصلي ځانګړتیا ده. نوې شیطان‌پرستي “اومنيزم” ته ډېره ورته ده، چې انسان د ستر ذات په توګه مني او هغه یوازې خپل ځان ته مسئول ګڼي. په دې پړاو کې شیطان‌پرست په هيڅ خدای ایمان نه لري او شیطان یوازې د لرغوني سمبول په توګه پېژني او انسانان یوازې خپل ځان ته مسئول ګڼي او باور لري چې يوازي انسان د حق او باطل توپیر کولی شي. په دې عقیده کې شیطان د تیارې ځواک، شهواني طبیعت او مرګ سمبول، د قدرت تر ټولو ښه نښه او د دین ضد دی. نوې شیطان‌پرستي د عقیدې ډیری څانګې لري چې لاندې اصول څخه برخمنه ده:
الف) په شیطان‌پرستۍ کې خدای نشته؛
ب) روح او جسم پټ دي او د خير او شر نړۍ تر منځ جګړه نشته؛
ج) ځان‌پرستي: له انسان پرته بل خدای نشته او هر انسان خپله يو خدای دی.
د) د مادې په اصالت باور؛
هـ) د دین ضدوالی: په ځانګړې توګه هغه دينونه چې د مرګ وروسته ژوند باندې باور لري؛
و) د شیطان عبادت نه کول؛ ځکه چې شیطان جسم نه دی او بهرنی وجود نه لري؛
ز) د لذت څخه تر وروستي حده پورې کار اخيستل؛ ځکه چې ټولې خوښۍ دنیايي دي او په هر ډول خوند ترې اخيستل اړین دی ځکه چې د ورځني کار لپاره اړین ځواک چمتو کوي.
4.2. ورته والي او توپیرونه
شیطان‌لمانځنه په هره بڼه چې وي، د دین سره ضد ده. ځکه چې د شیطان‌پرستۍ تر ټولو بنسټيز انحراف د الهي دین څخه وتل دي چې په ټولو پړاوونو کې د دوی لومړی اصل دی، خو په ځینو مواردو کې توپيرونه هم لري. د څیړنو د معلوماتو پر اساس، د بَدَوي، منځنۍ او اوسنۍ شیطان‌پرستي تر منځ مهم ورته والي او توپیرونه په لاندې ډول دي.
1.4.2. ورته والي:
الف) په ضررناکو کارونو کې د شیطان کارول؛
ب) په هر عبادتي مراسم کې د شهوت او جنسي ارضا شتون؛
ج) د بل هر مذهب او دين سره مخالفت چې د شیطان پرته په بل څه باور لري؛
د) د شیطان د ارامتيا او درناوي د ترلاسه کولو لپاره د انسان قربانۍ ته اړتیا؛
هـ) په مراسمو کې د وینې تویولو تقدس؛
و) په دوزخ باور نه درلودل؛
ز) په فجيع او ناوړه طریقه د جنسي امورو ترسره کول؛
ح) د سمبولونو او ځانګړو نښو کارول؛
ط) سحر او جادو؛
ی) په جامو اغوستلو کې بې نظمي؛
ض) په مراسمو کې د موسیقۍ کارول.
2.4.2. توپیرونه
اوسنۍ شیطان‌پرستي د ځينو ځانګړتیاوو یوه ټولګه لري چې د تېرو پړاوونو څخه لاندې توپيرونه لري:
الف) د شیطان په بهرني هویت باندې باور نه درلودل؛
ب) علني او تشکيلاتي کېدل؛
ج) په ځینو هیوادونو کې د دين په توګه د اوسنۍ شیطان‌پرستۍ رسميت او قانوني کېدل؛
د) د بشر ضد سازمانونو لکه صهیونیزم او فراماسون د وسيلې په توګه کارول چې د آسماني دينونو د منزوي کولو او ځینې هیوادونه د ویجاړولو لپاره، د منځنۍ شیطان‌پرستۍ برعکس، چې پخپله د شیطان عبادت اصل دی. پرته له ځینو کوچنیو قضیو څخه چې هدف یې د کلیسا مخالفت و.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version