لیکوال: عبدالحمید نوروزي

ذمه‌واري او ډنډه پېژندنه په اسلام کې (لومړۍ برخه)

سريزه
په دې کې شک نشته چې هر پوه او هوښیار سړی پوهیږي چې خامخا په ټولنیز، کلتوري او کورني ژوند کې محدوديتونه شته. داسې نه ده چې یو هېواد دې خپل حکومت او کابینې ټول وګړي او غړي ازاد پرېږدي چې هر څه چې يې زړه وغواړي ترسره کړي. هیڅ وزیر به د خپل واک په چوکاټ کې څوک ازاد نه پرېږدي. د یو ولایت مشر باید خپلو ماتحتانو لپاره مقررات وضع کړي او هغوی اړ دي چې د هغه په تطبیق کې همکاري سره وکړي. په کورنۍ چاپېریال کې هم همداسې ده؛ ښه کورنۍ باید د هوساينې د ټینګښت او د کورنۍ د ساتلو لپاره اصول او مقررات ولري، او په اسلام کې د مسؤلیت مفهوم هماغه محدوديت دی چې عقل یې غوښتنه کوي. د اسلام سپېڅلي دين انسان ته مسئوليت ور په برخه کړی او په هر کار کې يې د دې احکامو مطابق ژوند کولو ته هڅوي او ډېر ځله ورته ګواښ کوي چې حساب به ورسره وشي. دا ټول د دې لپاره دي چې خلک بې پروا او بې مسئوليت ژوند ونه کړي او پوه شي چې دوی په دې نړۍ کې د څه لپاره پیدا شوي دي؟ او چا پیدا کړي دي؟ او ايا د هغه او حیواناتو تر منځ توپیر شته؟ په ځنګله کې قانون نشته، او څاروي له قانون پرته ژوند کوي او پوښتنه نه تري کیږي.
په دې لیکنه کې غواړو چې د اسلام له نظره د مسئولیت او پابندۍ پر اهمیت، اړتیا او مقام باندي خبرې وکړو.
بنسټيزې کلمې: مسئولیت، ذمه‌واري، پابندي، دنده
مسئولیت څه شی دی؟
بايد پوه شو چې په اسلام کې مسئوليت د “خلک په ستونزو کې اچول” نه دی، بلکې قانون‌مند کول او د يو لړ مقرراتو په چوکاټ کې ژوند کول دي. الله سبحانه وتعالی انسان ته مسئولیت ورکړی دی چې له غلطو لارو څخه یې منع کړي او که دا مسله په دقیقه توګه وڅېړو، په حقیقت کې د انسان مسئولیت او مسؤولیت‌منل هغه لوی عزت او فخر دی چې انسان د خدای تعالی له لوري د قوانينو په اجرا کولو کې «خلیفه الله» او ځای ناستی ګرځولی دی.
کله چې موږ مسایل د الهي دینونو له نظره وڅیړو، د اسلام دین چې وروستی او تر ټولو کامل الهي دین دی، تر نورو ډېر محدودیتونه لري او ډېري ذمه‌وارۍ ته اړتیا لري. په پخوانیو دینونو کې په هره سیمه او زمانه کې یو پیغمبر د خلکو د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی. خو څرنګه چې اسلام تر ټولو کامل دين دى او د دې دين لپاره رالېږل شوى پېغمبر اخري پېغمبر دى او له هغه وروسته به بل پېغمبر نه وي، د دې امت او د دې دين د پيروانو مسئوليت ډېر دروند دى. د دې امت هر وګړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای‌ناستی دی. ځکه چې زموږ د پیغمبر مسئولیت د نورو پیغمبرانو په پرتله دروند و. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:«أُوذِیتُ فِی اللهِ مَا لَم یوذَ أَحَدٌ…»؛ “زه د الله تعالی په لاره کې داسې دردېدلی یم، چې هیڅ بل پیغمبر ته داسې تکلیف نه دی رسېدلی.” نو ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت مسئولیت د نورو امتونو په پرتله ډېر دروند دی.
تجربې ثابته کړې ده چې کوم وخت امت خپل مسئولیت ادا کړی وي، په ټولو بشري چارو کې ویاړلی او پرمختللی دی. خو کوم وخت چې د دین په تطبيق او د احکامو په پلي کولو کې يې سستي کړې، په هماغه وخت کې يې خپل اصلي حيثيت او وقار له لاسه ورکړی دی.
مسئولیت په لغت کې د یو څه د ترسره کولو تعهد او ژمنتیا ته ويل کیږي.
دنده او وظيفه هغه څه ده چې شرعا او عُرفا د یو چا په غاړه وي.
دغه ټول کلمې له یو بل سره په یو ډول تړاو لري، د مثال په توګه، کله چې د چا په اوږو دنده او وظيفه نه وي، د هغه د ترسره کولو او نه کولو مسئوليت به نه لري او نه به حساب ځينې کيږي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version