لیکوال: شکران "احمدي"

عقیده او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغې رول (څلورمه برخه)

د امت په جوړښت او یووالي کې د عقیدې رول
اکثره وخت د امت په تعریف کې لکه څنګه چې په جاهلي ټولنپوهنه کې لیدل کیږي، ډېر مشترکات لکه: رنګ، توکم، ځمکه او ژبه په پام کې نیول کیږي او د همدغو عناصرو پر بنسټ امت تعریفیږي، او باور په دې دی چې هغه خلک چې یو رنګ وي، او یو توکم لري، یا په یوه ځمکه کې ژوند کوي او په یوه ژبه خبرې کوي امت جوړوي، په داسې حال کې چې په پورتنۍ نظریه کې ډېر شکونه شته. ځکه چې د هرې ډلې په جوړولو کې تر ټولو لومړی باید د هغې ډلې غړي په خپل منځ کې د ګډو مصالحو د انتخاب حق ولري، څو د هغې ډلې د منلو او نه منلو د انتخاب واک ولري او په زور او جبر سره یو ډلې ته داخل نه شي.
د پورتنۍ نظریې له مخې، د امت هیڅ عنصر د هغه غړو په واک کې نه دی. ځکه دا ثابته ده چې له هیچا څخه د هغه د پیدایښت د ځمکې په ټاکلو کې د هغه نظر نه دی غوښتل شوی، او همدارنګه هیڅ څوک د رنګ، توکم او ژبې د ټاکلو واک نه لري او له همدې امله دا ډول معیارونه په اسلام کې هیڅ ارزښت نه لري. هیڅکله د خلکو د ارزونې او اندازه کولو لپاره د معیارونو په توګه نه کارول کیږي نو دا ډول عناصر هيڅکله د يوه امت اجزا نه شي کېدای. بلکې هغه څه چې د یو امت په تعریف او جوړونه کې مهم رول لوبولی شي، عقیدې او ارزښتونه دي چې یو امت یې د تحقق او ساتنې په لاره کې خپل زړه ورکړی او د خپل ځان او سپېڅلي روح څخه تېرېږي. يقيناً هغه امت چې پر همدې بنسټ راڅرګند شي او ګډ عناصر يې عقيده وي او صحيح عقيدې هغوی سره ونښلوي، له هغو مادي او ناپوهو امتونو څخه به ډېر توپير ولري چې زياتره يې په مادي او مادياتو ولاړ وي. او هغه عناصر چې کله کله د یوه څړځای حیوانات یا پسونو په منځ کې هم لیدل کیږي.
دا په داسې حال کې دی چې د افکارو او عقایدو امت، د نورو امتونو په خلاف، تل وده کوي او د پرمختګ په حال کې دی، او نشاط، هنر، وړتیا او نوښت یې هیڅکله نه دریږي، او د مشهور ټولنپوه ابن خلدون له مشهورې نظریې په خلاف سره چې حکومتونه او امتونه په تاریخي لحاظ له یو څه مودې پرمختګ وروسته د وخت په تېرېدو سره زړیږي او سقوط کوي. خو د عقیدې ټولنه هیڅکله نه زړیږي او که د خپلو عقایدو او عقیدې په اساس وي، تل وده او پرمختګ کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version