اوس چې سیکولریزم خپل سیوری د غربي ژوند په ټولو اړخونو او د هغوی په کلتور او دودونو باندې غوړولی ده او د حکومتدارۍ، اقتصادي، علمي، ټولنیز، اخلاقي او ادبي ټولې برخې یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستلي، مهمه او اصلي پوښتنه دا ده چې په غربي او اروپایي ټولنه کې به د دین رول څه وي؟ آیا دین او د هغه تعلیمات اوس هم د لوېدیځوالو د ژوند چارو په تنظیم او لوري ورکولو کې رول لري او څوک ورته پام کوي؟
حقیقت دا دې چې د غربیانو د ژوند په ټولو اړخونو کې د سیکولریزم او د هغې د واکمنۍ له خپرېدو وروسته د دین او د هغه د لارښوونو لپاره هیڅ ځای نه دې پاتې او د دوی د ژوند هره برخه او څانګه یو نوی دین او آیین چې د سیکولریزم نظام « د ژوند له بېلابېلاو اړخونو څخه د دین جلا کول» دی، غوره کړی دی.
اروپایی ټولنه د دین او د هغه له لارښوونو څخه په داسې حال کې وتلې ده چې هر چا ته اجازه ورکول کیږي چې هر څه چې زړه یې وغواړي ویې لیکي، نظر ورکړي، نیوکه وکړي، توهینات خپاره کړي، بې بنسټه خبرې وکړي او سپکې سپورې و وایي، په لنډه توګه د هرې موضوع او باب په اړه خبرې وکړي، خو یوازې په یوه موضوع خبرې ونکړي او هغه موضوع دیني حلال او حرام ده! له همدې امله، «جورج سانتیانا» د عصري اروپا علمي لیدلوری په لاندې ډول بیانوي: “زموږ ژوند او فکر په بشپړ ډول د نوي روحانیت څخه چې ډیموکراتیک، نړیوال، آزاد او په خدای د نه باور روحانیت دې، موړ شوی دې. “
په همدې توګه، ډیری غربي علمي څېړونکو حتی هغه کسانو چې د یکشنبې په ورځ کلیسا ته ځي، په خپلې ځانګړې ساحه کې له دین سره د ښکاره دښمنۍ لاره څېړلې او سپړلې ده؛ په دې ډول چې یو ساینس پوه چې د “انتروپولوژیکي” علومو په برخه کې څېړنه کوي، دین یو ننګونه او مشکل ګڼي چې باید وځپل شي، ترڅو د فرد ذاتي فطرت و نه ځوروي.
یو څیړونکی چې په “اقتصادي” ډګر کې څېړنه او تحلیل ترسره کوي، په دې باور دې چې صنعتي اقتصاد یو داسې ټولنې ته اړتیا لري چې د کروندګرو او کرنې ټولنې له محدودو قوانینو څخه پاکه او خلاصه وي، او دا د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دې.
یو څېړونکي چې د “ټولنپوهنې” په برخه کې څېړنه کوله، دا خبره یې په خندا وکړه چې دین فطري دې او له اسمان څخه راغلی دې او په دې باور دې چې دین انسانانو د ناپوهۍ او سادګۍ په وخت کې اختراع کړی دې، د دې موضوع نښې نښانې د افریقا او استرالیا په دښتو کې موندلی شئ چې تل په وروسته پاتې والي کې ژوند کوي او هلته د دین تخم په سادګۍ، جهل، توهم او خرافاتو کې کرل شوی دې.
یو محقق چې د “علومو” په ډګر کې څېړنه او سپړنه کوي هم مذهب په ورته ډول په شاتګ او وروسته پاتې والي تورنوي. هغه خلکو ته د هغه وخت یادونه کوي چې دوی مذهبي وو، چا چې د خپلې ناپوهۍ له امله د نړۍ پیښې الله ته منسوبولې! هغه په دې باور دې چې انسانان دومره جاهل شوي وو چې طبیعت او د هغه قوانین یې نه پېژندل او په نړۍ یې د هغه په واکمني نه پوهېدل.
یو “سیاستوال” چې په دې برخه کې بحث او څیړنه کوي د انسانانو په حالت باندې افسوس کوي چې په لومړیو پېړیو کې د غیبي او اجباري قوانینو تابع وو او د خدای د اطاعت او پیروۍ په نوم د خپلو ټولو حقونو او آزادیو څخه محروم شوي وو.
یو څېړونکی چې د “هنر” او “فن ” په برخه کې څېړنه کوي هغه ورځې مسخره کوي چې د مقابل جنس په اړه خبرې کول ګناه ګڼل کېدلې او وايي: “افسوس پر تاسو! څومره ښکلي او زړه راښکونکي رنګونه مو له موږ څخه پوښلي وو. نن ورځ موږ آزاد یو او هر جنسیت خپلواک او آزاد ګڼو. موږ د هر جنس ښکلا او خوښۍ څرګندوو او بیا یې د ثبتولو لپاره کمرې چمتو کوو.
دا د تحقیق او فکر په ډګر کې وو، په عملي ډګر کې سیکولر ټولنې له خپل عملي ژوند څخه دین ایستلی دې.
په عملي ژوند کې د شرق کمونیسټانو په ښکاره او زغرده اعتراف کوي چې هر ډول دين او شکلونه يې له منځه وړي دي او نه پرې باور کوي او نه يې پروا لري، نو ځکه يې موږ ته د خپلې لارې د څېړلو او سپړلو موقع هم نه ده پرېښې، خو لوېديځ چې د سرمايه دارۍ د نظام پلوي دې، د خپل سيکولر کېدل له دين سره مخالفت نه ګڼي، بلکې يوازې له دين څخه جلا کېدل ګڼي.
هغه خلک چې د اروپایي ټولنې سیکولر کولو ته لیواله دي او دا مفکوره یې د اروپایانو په مینځ کې ځای په ځای کړې او پلي کوي یې، باور لري چې که د ټولنې ژوند او قوانین د دین له لاسوهنې پرته پلي شي، دین ته به هیڅ زیان ونه رسوي؛ ځکه چې کلیساګانې به لاهم خلاصې وي او حتی د دوی شمیر به دوه چنده شي د یکشنبې ورځ به لاهم رخصتي وي او ټول رسمي او غیر رسمي دفترونه به تړلي وي.
د عقیدې ازادي به وي او هر هغه څوک چې مذهبي لیوالتیا ولري کولی شي د راهبانو یا خیریه موسسو سره یوځای شي یا د تبلیغاتي ډلو په توګه بهر ته سفر وکړي او خپل ټول ملکیت کلیسا ته وصیت او وقف کړي.
همدارنګه کلیسا حق لري چې د حکومت له اعتراض پرته خپل مراسم، حلقې او کړنې ترسره کړي، خو کله ناکله دولتي کسان په دغو محفلونو کې د ګډون له لارې ځان متبرک کوي.
د کورنۍ د جوړولو په مسله کې، دوی هم واده خوښوي او په کلیسا کې یې ترسره کول غوره او ښه ګڼي.
د غربیانو او هغو خلکو له نظره چې په غربي ټولنه کې د سیکولریزم او له مختلفو زاویو څخه د دین د بېلولو په رنځ اخته دي، په دې کارونو سره دین هم خوندي کېدای شي. حقیقت دا دې چې د شلمې پیړۍ له پیله وروسته غربي ټولنې په ټولیزه توګه دین ته شا کړې او دین د دوی په سترګو کې خپل حقیقي مفهوم له لاسه ورکړ او دا یوازې په دوو شیانو خلاصه کیدلای شي: مناسک او متحجرانه اعمال چې یوازې د عادت سره سم ترسره کیږي او هغه میراث چې دوی یې له خپلو پلرونو څخه ترلاسه کړی، ادا کوي یې، یا دین ته نه پام کول د هغو خلکو لخوا چې خپل ځانونه آزاد ګڼي او دین د هغو خرافاتو یوه ټولګه ګڼي چې یو کس یې په ځینو مناسباتو کې ترسره کولی شي اما په یوازېتوب کې له هغه څخه شرمیږي.
“جان ګونټر” یو له امریکایي ژورنالیستانو څخه دې چې د اروپا عقیده او مذهب او د دوی په مینځ کې د ماديزم د سرکشۍ او زیاتي کچه په لاندې ډول بیانوي: “انګلیسي خلک په اونۍ کې شپږ ورځې د انګلستان بانک ته عبادت کوي او په اوومه ورځ کلیسا ته ځي.”
دا مسله نوره هم ستونزمنه ده او ډېر کم داسې کسان شته چې په اوومه ورځ کلیسا ته ځي او په دې ځای کې هېڅکله د خپلو دیني پوښتنو او اندېښنو ځواب نه شي موندلای او برعکس له داسې فسادونو سره مخ کیږي چې په نورو ځایونو کې ورسره نه مخامخ کیږي.
نو د موضوع لنډیز دا دې چې نن ورځ دین او کلیسا د غربي ژوند له واقعیت څخه په بشپړه توګه لرې شوي دي او الحاد، بې دیني او سیکولریزم چې د هغې مظهر دې، د هغې ټولو اړخونو ته داخل شوي دي.عام خلک په دین او د هغه په لارښوونو باور نه لري، او یوازې په ځینو احساساتي، رومانتيک، خوند اخیستونکو او تفریحي الفاظو کې یې خلاصه کوي.