لیکوال: "ابوعایشه"

معتزله (څلور دېرشمه برخه)

 
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډولونه د محتسب له لحاظه
قاضي عبدالجبار امر بالمعروف او نهی عن المنکر په دې اعتبار چې دغه مسئولیت په غاړه لري (یعني هغه کسان چې آمر یا ناهي وي)، په دوو برخو یې وېشي:
  1. هغه کارونه چې یواځې د امامانو او حاکمانو لخوا ترسره کیږي، لکه: د حدودو جاري کول، د سرحداتو ساتل (په هغه ځای کې چې د دښمن د تېري بېره وي) د سرحداتو تړل، لښکر ته حرکت ورکول او هغه مسائل چې دغه ته ورته وي.
  2. هغه کارونه چې هم امامان و هم عام خلک کولی شي چې هغه ترسره کړي، لکه: د شراب څښلو، زنا، غلا او نورو څخه نهی کول او نور، که چیري داسې امام شتون ولري چې اطاعت یې په ټولو فرض وي، نو امام ته رجوع کول اولی او افضل دی.
د اهل سنت او جماعت نظر
اهل سنت او جماعت په دې مسله کې له معتزله سره موافق دي او د هغو نظر هم د دوی له نظر سره یو شان دی، دوی په دې باور دي چې محتسب کولای شي په هغه وخت کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي چې هغه موضوع په مسئولینو سره تعلق ونه لري. لکه: د لمانځه په وخت کې هغه ته امر کول یا د امام او موذن حالت څېړل، یعني که چیرې د مسجد امام د امامت په مسئولیت کې قصور وکړ یا کوم مؤذن په اذان کې تغییر راوړ، نو دی کولی شي چې هغوی په دې باندې ملزم کړي.
او هغه مسايل چې له هغه سره تړاو نه لري، لکه د قتل مساله او داسې نور مسایل چې په هغه کې تعرض او لاسوهنه نه شي کولی. ځکه چې دا شیان د پاچا له ځانګړنو څخه دي، له همدې امله دوی اولوا الامر دوه ډوله ګڼي، یو هغه چې قدرت او ځواک ولري چې هغه امیران دي او بل هغه اولوا الامر چې علم او کلام ولري چې هغه عالمان دي.
Leave A Reply

Exit mobile version