لیکوال: "ابو عائشه"

معتزله (پنځه دېرشمه برخه)

د هغو کسانو شرایط چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت په غاړه اخلي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر يو له واجبو او سترو مسئولیتونو څخه دى؛ بلکې یو له اړینو اعمالو او تر ټولو غوره عمل دی، او خدای تعالی هم موږ خلق کړي یو چې په دې دنیا کې موږ وازمایي: «الذی خلق الموت والحیوة لیبلوکم أیکم أحسن عملا» ژباړه: «هغه ذات چې مرګ او ژوند یې پیدا کړ چې تاسو وازمایي چې کوم یو له تاسو څخه ډیر نېک دی» نو الله تعالی ته صالح، ښه او د قبول وړ عمل هغه دی چې مخلصانه او صحیح وي لکه څنګه چې فضیل بن عیاض رحمه الله د دې آيت په اړه وایي: «تر ټولو خالصه او سم عمل». کله چې عمل سم وي، خو که خالص نه وي، نه منل کېږي او که سم وي؛ خو اخلاص پکې نه وي، بیا هم نه منل كېږي، تر څو په اخلاص او په سمه توګه نه وي؛ خالص هغه دی چې د الله د رضا لپاره وي او سم هغه دی چې د سنت په اساس وي.
هیڅ لوی عمل باید له دې دوو شیانو پرته نه وي:
  1. موخه یې د الله تعالی رضا وي؛
  2. د الله سبحانه وتعالی له شریعت سره موافق وي.
له همدې امله، دا دوه مهم مسایل باید په امر بالمعروف او نهی عن المنکر او دعوت کې شتون ولري: خالص او سم وي. ځکه چې هیڅ شی ښه یا نېک نه دی؛ پرته لدې چې دا شرایط په کې وموندل شي.
د امر او نهی له مخه پوهه او حکمت
کله چې پوهه نه وي، جهل، ګمراهي او نفسي خواهشات یې ځای نیسي. لکه څنګه چې د حضرت معاذ رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي: «د امام علم عمل دی او عمل د هغه تابع دی.»
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله فرمایي: «څوک چې بې له پوهې د خدای عبادت وکړي، د هغه فساد به د هغه تر اصلاح ډېر وي.»
په علم او پوهه سره د اهل جاهلیت او اسلام تر منځ توپير څرګندیږي او په دې برخه(امر بالمعروف او نهی عن المنکر) کې بايد علم وي او علم په دريو شيانو کې وي:
  1. د ښو او بدو په اړه علم او د هغو ترمنځ توپیر؛
  2. د مأمور او منهي په اړه علم ؛
  3. په دې باندې علم چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر يې سمې لارې ته چې مقصود ده رسوي، او دا په خپل ذات کې صلاح ده، له همدې امله ویل شوي: «ستا امر بالمعروف او نهی عن المنکر باید منکر نه یي.»
په امر او نهی کې رفق او نرمي
که امر بالمعروف او نهی عن المنکر او الله جل جلاله ته دعوت د نرمۍ او محبت سره وي، استجابت، اطاعت او اعتراف د هغه کس لخوا چې نېکۍ ته امر کیږي او یا د منکر څخه نهی کیږي هېڅکله نه ځنډېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الله جل جلاله مهربان دی، نرمي او مهرباني خوښوي، او د نرمۍ لپاره لوی اجر ورکوي، چې د ظلم په صورت کې یې نه ورکوي.»
په یو بل حدیث کې فرمایي: « رفق چې له هر شي سره یو ځای شي، هغه ښایسته کوي او شدت چې له هر شي سره ملګری شي هغه عیبجن کوي.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وروسته ځورونې باندې صبر درلودل
هغه څوک چې نېکۍ ته امر او منکر څخه نهی کوي د دعوت په لاره کې به خامخا له سختيو سره مخ کېږي، که صبر او زغم ونه لري، نو فساد به يې له اصلاح څخه ډېر وي.
الله جل جلاله د صبر په اړه فرمايي: «فاصبر کما صبر أولو العزم من الرسل»؛ «نو صبر وکړه لكه څنګه چې اولوا العزم پېغمبرانو صبر وکړ.»
مهم ټکی!
په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې د دې دریو شیانو شرط ګرځول د ډېرو خلکو لپاره دروند دی، دوی فکر کوي چې دا درې شرطونه په هیچا کې نه شته. نو د دې شرایطو په نشتوالي کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت له اوږو لیرې کیږي. له همدې امله، دوی دا پریږدي او دا غلط دی؛ ځکه په نېکۍ امر کول او له بدیو منع کول ډېر لوی مسئولیت دی او پرېښودل یې ګناه ده. او باید کوښښ اوسي چې دغه درې شیان له امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره یو ځای شي او بیا دې دغه مسئولیت ترسره شي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version