لیکوال: "ابورائف"

سیکولریزم «د دین خلاف ټولنیزو او اخلاقي نظریاتو او مکتبونو پراختیا» (پنځه دېرشمه برخه)

 په اروپایی ټولنه کې د سیکولریزم له خپرېدو او د دین او د هغه د تعلیماتو په وړاندې د ښکاره الحاد له رامنځته کېدو وروسته په اروپا کې د ټولنیزو او اخلاقي اصولو په برخه کې بېلابېل مکتبونه او نظریې رامنځته شوې چې د ټولو بنسټیز او عمومي موخه د اروپایي ټولنې د اخلاقو او دودونو سیکولر کول او له دې اړینو او حساسو برخو څخه د دین لرې کول و. د دې موضوع پراختیا هم په لوېدیځه نړۍ کې د ټولنپوهنې د پراختیا سره مخ شو.
 ځینې ​​هغه مکتبونه او نظریات چې په اروپایی ټولنه کې د مذهب ضد اخلاقو او ټولنیزو دودونو په برخه کې رامینځته شوي په لاندې ډول دي:
 ۱-  د ټولنیز تړون نظریه؛
 د دې تیوري بنسټ ایښودونکی “ژان ژاک روسو” و. په دې نظریه کې، هغه په ​​​​دې باور دې چې مذهب د اخلاقو په جوړولو کې رول نه لوبوي او دا چې د اخلاقو او ټولنې اصلي معیار “خالصې دنیوي ګټې” دي؛ يعنې هر هغه وسيله چې په دنيوي چارو کې د ټولنې د همکارۍ او همپالنې لامل ګرځي، بايد په واقعيت بدله شي. هغه په ​​دې باور دې چې په انسان کې اصل “انفرادیت”  دې او هغه د مجبوریت، بدمرغه پیښو او ټولنیزو دلایلو له امله د ژبې زده کولو او د ټولنې سره سمون ته اړ شوی دې او په داسې حال کې چې دی په فردي توګه یو سپیڅلی او پاک سړی دې اما د ټولنې په وسیله بد شوی دې.
 په همدې خاطر روسو وايي چې اوس باید د ټولنې فساد او ناخوالې اصلاح کړو او د دې لپاره نېکو خلکو ته ښوونه او روزنه ورکړو. د دې چارو د سرته رسولو لپاره هغه حکومت ته وړاندیز وکړ چې هر ډول دین رد او انکار کړي او یوازې د خلکو  “مدني”  او  “ټولنیز”  دین په پام کې ونیسي. د هغه په ​​وينا، اخلاق هغه څه دي چې د ټولنې له خوا رامنځته کېږي او مذهب په کې هېڅ رول نه لري.
 2- د طبیعت پالنې مکتب؛
 یو له سترو فکري مکتبونو څخه چې اروپایی ټولنه او اخلاق یې د مطلق الحاد او د دیني لارښوونو څخه انکار ته اړولي هغه  “طبیعت پالنه”  وه. د دې مکتب له نظره، د نیوتن انقلاب او د جاذبې تیورۍ د اروپایي ټولنې په جوړښت او اخلاقو کې د پام وړ اغېزې درلودې. دا مکتب په دې باور و چې طبیعت یو دقیق او عجیب ترتیب او تړاو لري چې د ریاضياتو منظم قانون د دوی تر منځ اړیکه رامنځته کوي او د کائناتو هیڅ برخه د هغې له کنټرول څخه بهر نه ده.
 کله چې دا ډول ځانګړتیا د طبیعت لپاره ثابته شوه، دوی ډیر ژر ادعا وکړه چې دا نوی خدای یو ځانګړی اخلاقي قانون او شریعت لري چې موږ د کلیسا له اخلاقو او قانون څخه بې برخې کوي؛ د دوی دا ادعا د خدای له وجود څخه د منکرینو او ملحدینو له غوښتنو سره موافق شو او سره یو موټي شول.
په دې لحاظ دوی دین او د هغه تعلیمات د ټولنیز نظام، عامو دودونو او اخلاقو په برخه کې بې کفایته او بې ګټې ګڼي او دیني تعلیمات د طبیعت له قوانینو څخه د خلکو د فاصلې لامل ګڼي.
 همدارنګه د کلیسا له اخلاقو څخه د تېښتې لپاره، دوی باور درلود چې خدای د هر انسان په جوهر کې د اخلاقو رڼا اچولې ده، چې هغه کولی شي د هغه بلنې ته غوږ ونیسي او د طبیعي عقل روښانه رڼا وکاروي. دوی د عیسوي دین او کلیسا اخلاق مصنوعي، غیر طبیعي، غیر منطقي او ظالمانه ګڼل.
 ۳-   عقلاني وضعي مکتب؛
 دا مکتب چې د «اګسټ کنټ»، «امیل دورکیم» او ځینو نورو غربي پوهانو په څېر خلکو جوړ کړی و، د دین او د هغه د لارښوونو په مخالفت کې جوړ شوی دې. په دې ډول چې دغو خلکو باور درلود چې د کلیسا له اور څخه د خلاصون لپاره موږ باید یو  “موازي دین”  جوړ کړو او پلي یې کړو؛  نو د دې لپاره چې د کلیسا او د هغې د تعلیماتو څخه ځان وژغورو، موږ باید د انسان جامد او ثابت عنصر د دینونو له منفي او بې ځایه عناصرو څخه لیرې کړو چې انسان یې د سورلۍ په توګه جوړ کړی دې، او موږ باید یوازې د داسې شیانو او پدیدو په لټه کې اوسو چې د انسان په ګټه تمامیږي. له همدې امله دوی خپل مکتب د “انسانیت” په نوم خلاصه کړ او باور لري چې که انسان ښه وپیژندل شي او د حقیقي  “الوهیت” او  “خلود” مفهوم ته ځیر شو نو څرګنده به شي چې اصلي خدای همدغه انسان دې او له هغه څخه کولی شو د وجود ، خوځښت او ژوند په ډګر کې مرسته وغواړو.
 ۴-  کمونیسټي مکتب؛
 کمونیستي مکتب هم یو له هغو مکتبونو څخه دې چې د اخلاقو او ټولنیزو رواجونو او دودونو په برخه کې نظریې لري، د دې تیوري له مخې هره ټولنه احساسات او شخصي حالتونه لري چې د ټولنیزو بدلونونو  سره سم توپیر لري. له همدې امله ټولنیز بدلونونه چې هر ډول اخلاقو ته اړتیا و لري، باید په هغه عمل وشي.
 د اخلاقو په برخه کې هم دا مکتب په دې باور دې چې هر هغه اخلاقي قضیه چې اقتصاد ورته اړتیا ولري او د بشري نسل د بقا لپاره پوره ونډه ولري، د منلو او تائید وړ ده.
 5- د عصري اروا پوهنې د مطالعاتو مکتب؛
 وروستى مکتب چې د غرب د اخلاقو او ټولنيزو دودونو په ډګر كې جوړ شوى دې د  “عصري او مډرنې ارواپوهنې” مکتب دې.  دا مکتب د طبیعی علومو د اکتشافاتو او د انسان فزیولوژۍ، د انسان او حیوان د اړیکو تیوری (داروین) او د تجربوي مسلو د نویو کشفونو پایله ده.
 دا نظریه او مکتب د فکر دوه خورا مهم ټولګي لري چې یو یې د  “سلوکي ټولګی”   دې او بل یې د “انساني اروا پوهنې” ټولګی دې.
 سليقوي او سلوکي مکتب د انسان په حيوانيت او ماديت ولاړ دې او د انسان له روحانيت او عقل څخه انکار کوي او انسان یوازې جسم ګڼي او عمل يې د ده د احساساتو او عواطفو انعکاس دې.
 د ارواپوهنې مکتب هم د ځانګړو تصوراتو او انګېرنو پر بنسټ ولاړ دې او د انسانانو د عقلانیت او تفکر تحلیل او ارزونه کوي.
 د همدغو مکتبونو او د مختلفو افکارو او نظریاتو د خپریدو له امله چې ټول د غربي ټولنې او اخلاقو څخه د دین او روحانیت د اخیستلو په موخه جوړ شوي دي، اروپایی ټولنه له دین او اخلاقو څخه کافره شوې ده او له دې دوه بنسټیزو مواردو څخه لرې شوې ده.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version