۱- انسان یو بد او ناوړه مخلوق دې او د خواخوږۍ او خیر غوښتنې احساس یې جعلي دې؛ له همدې امله، که هغه د بدۍ لوری تعقیب کړي هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې دا د هغه په فطرت کې دي.
۲- له سياست او اخلاقو څخه د دين بشپړ جلا کول؛ نوموړي د دين، سياست او اخلاقو ترمنځ هر ډول تړاو او اړیکه رد کړه.
۳- موخه او هدف، وسیله توجیه کوي؛ د دې نظريې له مخې، هغه په دې باور و چې د انسان د پيدايښت اساسي او بنسټیزه موخه حکومتولي ده او دې موخې ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار اخیستلی شي او له هرې مشروع او نامشروع وسيلې څخه ګټه اخیستل کومه ستونزه نلري.
که څه هم په لومړي سر کې د ماکیاولي دغه نظریات ونه منل شول او کلیسا د هغه د کتاب (شهریار) لوستل او د هغه د افکارو او نظریاتو څېړنه حرام اعلان کړه، خو په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې او د اروپایانو له شرمناک او ننګین تاریخ وروسته یو ځل بیا اروپایي ټولنې د ماکیاولي نظرونو او افکارو ته رجوع وکړه. په دې پړاو کې د ډیموکراټیک حکومت ډول له سیاست او اخلاقو څخه د دین د جلا کولو سره سره د ټولو لخوا ومنل شو او د اروپا د حکومتولۍ ډول او کړنلاره همدې لوري ته لېوالتیا درلوده.
«بیکر» وايي:« د نن ورځې ډیموکراسي د فکر او واقعیت له نظره، د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ له حکومتونو سره د شخړې او تضاد پرته، بل څه نه دي. دا حکومت د پاچاهانو لخوا رهبري کېده کوم چې مطلق حاکمیت یې د الهي حق پراساس د ځان لپاره ادعا کول. د دوی دا واکمني هم د اشرافو او شتمنو په طبقه ولاړه وه او عام خلک او بزګران د ظلم لاندې وو .
هغه بنسټیزه مفکوره چې د آزادې دیموکراسۍ فلسفه پر هغه ولاړه وه، دا وه چې خلک د پاچاهانو او اشرافو او مذهبي اشخاصو د واکمنۍ پر ځای، کولی شي په خپله د ځان حاکمان شي او په یو ډول خلک په خپلو کړنو کې آزاد وي. دولت هم دنده لري چې د هېواد د روح، مال او د بهرنيو لاسوهنو څخه ساتنه وکړي.»
په دې توګه په اروپا کې د حکومت کولو ډول او طریقه هم بدله شوه او ډیموکراسي او سیکولر حاکمیت د حکومتولۍ د نورو ډولونو او طریقو ځای ناستی شو او تر اوسه پورې دوام لري.