لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي


د نشنلیزم «ملتپالنې» پېدایښت او د هغه عناصر (دوهمه برخه)

 د نشنلیزم مفهوم
 نشلیزم لکه د نورو سیاسي مفکورو په څېر خپلې پېچلتیاوې او ابهامات لري. په هرصورت، په ټولیزه توګه، دا وېل کېدی شي چې نشنلیزم یا ملت پالنه یو ډول ټولیز شعور او پوهاوی دې چې د ملت سره تړاو لري. دا نظریه ملي حکومت د سیاسي سازمان تر ټولو لوړ شکل ګڼي او د بهرنیانو د یرغل او لاسوهنو پر وړاندې د داسې حکومت د جوړولو یا ساتلو لپاره، ملتپاله هڅې او مبارزې کوي.
 په بل عبارت، نشنلیزم د یوې ایډیولوژۍ په توګه د داسې چلند د یوې بڼې په توګه لیدل کیږي چې د سیاسي فعالیتونو او بیان لپاره ملي شعور، قومي یا ژبني هویت کاروي. په دې برخه کې ملي حکومت د ملتپالنې او حکومتولۍ د یوځای کولو تر عنوان لاندې له یوې خوا د دولت د ځواکمنتیا او پیاوړتیا او له بلې خوا له رسمي کلتور څخه د اطاعت لپاره هویت جوړوونکې او د یووالي فضا رامنځ ته کوي.
 همدارنګه، دا هم وېلی شو چې نشنلیزم بل څه نه دي، مګر په یوه ګډ یا عمومي ملکیت کې د مالکیت یا ګډون احساس چې ظرف یې هیواد او مظروف یې ملت دې.
 له همدې امله، نشنلیزم یو ذهني حالت او د ډله ییزې ارادې په معنی ده چې د ملي حکومت په وړاندې د فرد ژوره وفاداري ښیي. په دې معنی، نشنلیزم د خپلواکۍ د لاسته راوړلو او ساتلو لپاره یو ایډیوژیکي حرکت دې؛ همدارنګه د هغو خلکو لپاره چې غړي یې د یو بالقوه او بالفعل ملت په جوړولو باور لري، یووالی او هویت دې.
 له بلې خوا، د نشنلیزم اصلي بنسټ د عامه کلتور او سیاسي سمبول په یوه بڼه ولاړ دې، او په پای کې، یو سیاسي ډله ییز کلتور دې چې هڅه کوي خلک داسې وروزي چې خپل مليت سره مینه وکړي او ویاړ پرې وکړي او د قوانینو اطاعت او له خاورې دفاع وکړي.« لیون پی برادت» د ملتپالنې سیاسي شتون له خالص سیاسي توصیف څخه لوړ ګڼي او لیکي: «نشنلیزم هغه هنداره ده چې په هغې کې خلک خپل ځان ویني او تعریفوي (دا هغه منشور دې چې خلک د هغه په واسطه ویني، ارزونه کوي او د پېښو او نورو کسانو په وړاندې غبرګون ښیي. نشنلیزم ځانګړي غیر مادي ځانګړتیاوې لري چې په پېروانو کې د ادراک، هوډ او ارادې سبب ګرځي.) په بل عبارت، نشنلیزم هغه وسیله ده چې په واسطه یې د ملي غرور او ځان درناوي په لوړولو سره د خپل هویت روښانه احساس ترلاسه کولی شي.
په سیاسي او کلتوري پروګرامونو کې د ننوتلو لپاره نشنلیزم د اصالت، دوام، وقار، تقدیر او برخلیک او وطن سره مینې په څېر مفکورو او مفاهیمو ته اړتیا لري؛ دا مفکورې د ملت د تېر او اوسني حالت د ارزونې او مطلوبو موخو ته د رسېدو لپاره د معیارونو په توګه وړاندې کېږي. اصالت د خپل ریښتیني ځان موندلو او د تېرو وختونو د نښو او آثارو پاکولو په معنی ده کوم چې باید د تاریخ پوهانو، هنرمندانو، لرغونپوهانو او کلتور جوړونکو لخوا ثابت شي. دلته، اصالت د حقیقت سره مترادف کیږي، او د اصل سره د بدل تضاد او زموږ او نورو ترمنځ دقیق توپیر موندل د ورځني بحثونو په اصلي موضوع بدلیږي.
 د دوام مفهوم د وخت په اوږدو کې د همغږي او یووالي معنی لري. د وقار او منزلت مفهوم هم د داخلي ارزښتونو د بیا موندلو او د یو ریښتیني وقار او دبدبې ترلاسه کول دي؛ د وقار دغه تعبير، د زړې عهد نامې او له هغې څخه اخستل شوي اصل او نسب ته په اشارې سره، ژمنه کوي چې هغه مقام او منزلت بېرته ترلاسه کړي چې په هغه کې د مظلوم هویت له څنډې څخه خپل اصلي عظمت او لویي ته را وګرځي.
 نشنلیزم د بورژوازي د سیاست له اصولو څخه شمېرل کیږي . دا اصل په دې باور دې چې د خپل ملت ځانګړتياوې او ارزښتونه غوره او عزتمند ګڼي او په عين حال کې، هغه نور ملتونه کم ارزښته او دښمن ګڼي. نشنلیزم هڅه کوي چې د ملتونو تر منځ شخړه او دښمني رامنځته کړي او په بورژوازي ټولنه کې د ملت د مفکورې له راڅرګندېدو سره رامنځ ته شوی او د سرمایه دارۍ په وده پورې تړلی ده.
 په یو بل تعریف کې راغلي چې ملتپالنه یو ټولیز پاڅون دې چې له وېشل شویو ډلو، بې شکله طبقو، متغیر اشرافو، حکومت، اقتصادي نظام، ډول ډول ټولنیزو خوځښتونو، ګوندونو او نورو ټولنیزو نظامونو څخه جوړ دې.
«ارنسټ هاس» نشنلیزم د عقلانیت د یوې بڼې په توګه په ګوته کوي چې هڅه کوي په پرمختللو ټولنو کې همغږي رامنځته او پلي کړي. هغه په ​​​​دې باور دې چې لیبرال نشنلیزم د ملتپالنې یوه ځانګړې بڼه ده چې د پرمختللو ټولنو په ادغام کې د بریالیتوب احتمال زیاتوي او د عقلانیت یوازینۍ بڼه ده چې کولی شي د ډېرو سیاسي نظامونو په تعامل کې همغږي راولي.
 د ماهوي او رسمي یا صوري عقلانیت ترمنځ په توپیر باندې په تمرکز کولو سره، هاس استدلال کوي چې ټولیز واحدونه چې همغږي شوې وي، د موخو مناسبې وسیلې غوره کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې همغږي د عیني موخو په تعقیبولو سره ترلاسه کیږي ، لکه عمومي هوساینه یا د جرم کمول. د اقتصاد د تنظیم کولو لارې، کورنۍ ژوند، حکومتولي او له نورو ملتونو سره نړېوالې اړیکې هم له ماهوي عقلانیت څخه اخیستل کیږي.
 ځانګړي نشنلیسټي پروګرامونه د سیاسي سازمان یوه ډېره همغږې بڼه هم رامنځته کوي، یعنې یو ملت-دولت چې یو ځانګړی ماموریت او اساسي قانون لري.
 نشنلیزم د نړیوالو سیالیو لپاره د یو ملت د خلکو هڅونه او محرک دې. په اقتصاد کې د دوامدارې ودې لپاره ژمنتیا، دغه انګیزه رامنځته او پیاوړې کوي او په ترڅ کې یې اقتصادي لاسته راوړنې او هوساینه او سوکالي ترلاسه کیږي. په هرصورت، دا د ملتپالو ډلو په ډول او ځانګړو ځانګړتیاوو پورې اړه لري.  په مدني-انفرادي ډول کې چې ملت د خلکو ټولګه وي، اقتصادي فعالیت او لاسته راوړنې د خپل اهمیت له امله ارزښت لري او خلک اقتصادي وده د خپلو ملي ګټو یوه برخه ګڼي. په ټولیز (مدني یا توکمیز) نشنلیزم کې، ملي ګټې د انفرادي ګټو څخه په خپلواکه توګه ټاکل کیږي او کیدای شي په ټوله کې اقتصادي ګټې شاملې نه وي یا ثانوي اهمیت ورکړل شي. په قومي نشنلیزم کې اقتصادي فعالیت کوم ځانګړی ارزښت نه لري او اکثره اقلیتونه د اقتصادي فعالینو مخکښان دي. همدارنګه، په ځینو قومونو او توکمیزو ټولنو کې، اقتصادي فعالیت ډېر ارزښت لري. د «ګرینفیلډ» په وینا، نشنلیزم د ټولیز شعور یوه بڼه او د واقعیت د ادراک او اخلاقي نظم یوه تګلاره ده. په پایله کې، نشنلیزم د عصري ټولنې د اخلاقي نظم بنسټ، د ارزښتونو سرچینه، د ځانګړي ملي هویت چوکاټ او په هغه کې د ټولنیز یووالي مبنا ده .
نو نشنلیزم یا ملتپالنه د ټولیز شعور یو ډول دې؛ یعنې هغه شعور چې په ملت پورې اړه لري چې ملي شعور بلل کیږي. دا ملي شعور تر ډېره د هغو عناصرو سره د خلکو د وفادارۍ، لیوالتیا او تړاو احساس رامنځته کوي کوم چې ملت جوړوي (نژاد، ژبه، دود، عادات، ټولنیز ارزښتونه او کلتور) او ځینې وختونه دوی ته د نورو ملتونو د ملي مظاهرو په پرتله، د مبالغه آمېزه درناوی او باور لامل کیږي.
 ملي بېرغ د نورو سمبولونو په څېر، د ملتپالو ټولنو خورا مهمه نښه ده. په بل تعریف کې، نشنلیزم توکمیزو او ملي تړاوونو  ته د اصالت ورکولو په معنی ده.  د تاریخ، خاورې، کلتور او ځانګړو خلکو سره د تړاو له امله، یو شخص د خپلو خلکو سره د تړاو احساس کوي او د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو هڅه کوي، که څه هم  نورو ته د زیان رسولو په بیه هم وي.  دا مسله له لېوالتیا څخه پیلیږي او کېدای شي د توکمپالنې د افراط لامل شي.  د ملتپالنې کلمه په اصطلاحي مفهوم کې په عمده توګه دوه ډوله کارول کیږي.
 که څه هم وطن پالنه او ملتپالنه د هیواد او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو یو مهم لاملونه دي او په ډېرو معاصرو ایډیولوژیو کې شتون لري، خو په لوېدیځ (اروپا) او ختیځ  (اسلامي نړۍ) کې د ملتپالنې وده او خپرېدل یو شان نه دي. سره له دې چې سیکولریزم (له سیاست څخه د دین جلا کول) په اروپا کې پلی شو، د اروپا د زرګونو کلونو تاریخي تجربې او پرمختګونه چې د دوو تمدنونو هیلینیزم او مسیحیت پر بنسټ ولاړ وو، د اروپا د ملتونو د یووالي او د اروپایي اتحادیې د جوړېدو لامل شو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version