لیکوال: بشیر احمد “احمدي”
ډموکراسي د نړیوال کړکېچ لامل
دموکراسي د انساني فکر زیږنده ده او په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې د انساني ژوند د چارو د حل په توګه تطبیق، او د انستیتونو او غربې رسنیو لخوا تبلیغ کیږي. ډموکراسي نظام یو اقتصادي نظام دی چې د کپیټالیزم (سرمایه دارۍ) د ایدیالوژۍ څخه یې سرچینه اخیسته ده، چې بنسټ یې د ژوند څخه یې د دین جلا کول دي. د دموکراسۍ شا ته هغه لویې کمپنۍ دي چې خپل تولیدات لکه وسلې، الوتکې، پوځي موټران او نور د دغه نظام له لارې پلوري.
په دموکراسي نظام کې انسان خپل د صلاحیت خاوند دی، نو خپل د هوا او هوس په اساس او بنسټ کولای شي د ژوند په چارو کې د خپل ځان لپاره نظام او سیسټم جوړ کړي.
خو که چیري انسان له الهي نظام پرته بل نظام غوره کړي، په حقيقت کې يې شرک کړی دی، ځکه چې د خپل فطرت له مخې يې د ژوند حکم له هغه چا نه دی ترلاسه کړی چې هغه يې پيدا کړی او خالق يې دی، بلکې انساني نظام ته يې پر الهي نظام غوره والی ورکړی دی. ښکاره خبره ده چې دموکراسي د حل لاره نه ده بلکې خپله یوه لویه ستونزه ده.
له ځان وژنې نیولې بیا له کوره تېښته، فحاشي، ډله ییزې وژنې او فقر، لوږه او نور ټول د دموکراسۍ د تطبیق او د اسلام د نه پلي کېدو پایله ده. دا واقعاً دردناکه ده چې دا ټوله بدبختي د کپیټالیزم د ایډیالوژۍ او د دې مفکورې د عاملینو (غربي سازمانونو) تر سر لاندې ده، خو تر اوسه پورې د اسلامي امت سترګې نه دي خلاصې شوي او عبرت یې نه دی اخیستی، او تر اوسه پورې خپل د ستونزو حل د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي.
په وروستۍ پېښه کې چې موږ یې شاهدان یو، څه باندې 250 ورځې کېږي چې د فلسطین مسلمان ولس د اسرائیلو تر وحشیانه بمبارۍ لاندې دی، خو د اسلامي خاورو ټولو واکمنانو او علماوو هیله دا ده چې ملګري ملتونه یا امریکا یې حل کړي. او دا ګمان کوي چې غرب او امریکا د بشري نظام ملاتړي دي.
ښکاره خبره ده که په اوسنيو حالاتو کې د نړۍ يو مسلمان له يوې سختې ستونزې سره مخ شي، نو په ښکاره نړيوالو سازمانونو ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې دا ټولې ستونزې د همدغو سازمانونو له سره دي. نو څنګه باید له داسې انساني نظام څخه تمه وکړو چې د انسانیت د ژوند د ستونزو د حل لار وي.