لیکوال: شکران احمدي


حضرت علي کرم الله وجهه (پنځلسمه برخه)

د اسود عنسي درواغجن نبوت څومره وخت وو؟
امام المؤرخین ابن کثیر دمشقي رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي: «إن مدة ملكه منذ ظهر إلى أن قتل ثلاثة أشهر ويقال أربعة اشهر فالله أعلم.» ژباړه: «د اسود عنسي د پاچاهۍ مده، له هغه مهاله څخه چې ظهور یې وکړ او د نبوت ادعا یې وکړه، تر هغه مهاله پورې چې ووژل شو، درې میاشتې وې، خو څلور میاشتي هم ویلي شوي دي، الله تعالی ښه خبر دی.»
د اسود عنسي وژنه د حضرت رسول الله صلی الله علیه و سلم وفات سره یو وخت کې ده
امام سیف بن عمر د خپل شیخ «مستنیر» څخه نقل کوي چې دی له ضحاک او هغه له حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل: «قتلنا الأسود وعاد أمرنا في صنعاء كما كان إلا أنا أرسلنا إلى معاذ بن جبل فتراضينا عليه فكان يصلي بنا في صنعاء، فوالله ما صلى بنا إلا ثلاثة أيام؛ حتى أتانا الخبر بوفاة رسول‌الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم فانتقضت الأمور و أنكرنا كثيرا مما كنا نعرف واضطربت الأرض».
ژباړه: «موږ اسود عنسي وواژه، او د صنعا ښار کارونه بېرته ښه شوله، خو موږ امام او لارښود نه درلود، نو په حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه پسې مو کسان واستاوه، (چې بېرته د یمن صنعاء ته راشي، او د خلکو مشري په غاړه واخلي) او موږ ټول د هغه په مشرتیا او رهبري راضي شولو، او هغه هم موږ ته په صنعاء کې جماعت راکړ. قسم په الله جل جلاله هغه موږ ه درې ورځې لمونځ نه و راکړی چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د وفات خبر راورسېد، بیا د رسول الله صلی  الله علیه و سلم اسلامي دولت وپاشل شو. او هغه ډېر شیان چې موږ په پوهېدلو د هغه انکار مو وکړ، او ځمکه (او د هغه خلک) په اضطراب شول.»
له دې روایت څخه معلومیږي چې د اسود عنسي وژنه د رسول الله په ورستنۍ ورځو کې پېښه شوې ده.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم د وفات خبر، د ټول مملکت نظام سره ګډوډ کړ، او ټول خلک خپل له حالت څخه واوښتل، سوداګرانو له سوداګرۍ، عبادت کوونکي له عبادت او د حکومت کسانو له حکومت څخه څخه لاس واخیست او مجاهدین له لارې څخه راستانه شول او له جهاد څخه یې مخ واړاوه.
امام ابن کثیر رحمه الله په دې اړه چې د اسود عنسي خبر څه مهال حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ورسېد وایي: «أن خبر العنسي جاء إلى الصديق في أواخر ربيع الأول بعد ما جهز جيش أسامة، والمقصود أنه لم يجئهم فيما يتعلق بمصالحهم واجتماع كلمتهم وتأليف ما بينهم والتمسك بدين الإسلام إلا الصديق رضي‌الله‌عنه وسيأتي إرساله إليهم من يمهد الأمور التي اضطربت في بلادهم ويقوي أيدي المسلمين ويثبت أركان دعائم الإسلام فيهم رضي‌الله‌عنهم.»
ژباړه: « د ربیع الاول په پای کې، او وروسته له دې چې د حضرت اسامه به زید لښکر تیار شوی وو، د عنسي خبر حضرت ابوبکر رضي الله عنه راغی. او له هغه وروسته هیڅ ډول امر د یمن د یووالي، الفت او د اسلام د تمسک په اړه له رسول الله صلی الله څخه صادر نه شو. ځکه رسول الله صلی الله علیه و سلم وفات شوی وو. نو د دین او دنیا ټول مصلحتونه د رسول الله صلی الله علیه و سلم له خلیفه لخوا صادر شول. او وروسته له هغه حضرت ابوبکر رضي الله عنه د هغه ځای د آبادې لپاره کسان واستول، چې یمنیان هغه کارونه چې د تزلزل سره مخ شوې وه هغه سره ترتیب کړې، او د مسلمانانو تسلط په هغه ځای کې قوي کړي. او د اسلام قوي ستونونه هلته تثبیت کړي. هیله مند یو چې الله تعالی له هغه ټولو څخه راضي وي.»
له دې موضوعاتو څخه معلومیږي چې حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه لوړ امتیاز لاسته راوړی وو، او دا لوی افتخار دی چې حضرت فیروز رضي الله عنه هغه ته ورسېد. په رښتیا سره چې ټول اصحابانو لویې کارنامې له ځانه څخه پرېښودلې.
Leave A Reply

Exit mobile version