لیکوال: شکران احمدی


عقیده او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغې رول (دوهمه برخه)

د دین‌تښتېدنې بحران
دلته ده چې په داسې شرایطو کې د دین‌تښتېدنې او دین‌فریبۍ پدیده او که تعبیر یې سم وي، د تدیّن بحران په مختلفو ټولنو کې راڅرګندیږي. که څه هم دا پدیده د دعوتګرو او مصلحینو له خوا لږ پام ته رسیدلې ده؛ خو د اسلامي امت له لویوستونزو څخه ګڼل کېږي چې د عقیدې د مبادیو او د اسلام د اساسي اصولو د غفلت او د اړخي او فرعي مسایلو د رنګ ورکولو له امله رامنځته شوې ده.
په داسي ټولنو کې ګڼ شمېر له دین څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره او د اسلام په تظاهر کولو سره تر ټولو وېرونکي جنایتونه ترسره کوي، او ممکن دی چې د اسلامي پوښښ او دیني پوسته لاندې تر ټولو سختې ضربې د دین پر بنسټ باندې وارد کړي، باید په پام کې ونیول شي چې د تدین بحران اکثره د کم‌سواد او ناپوه ډلې په منځ کې رامنځته کېږي، هغه کسان چې د عقیدې له مبادیو څخه بې‌خبره دي او د دین په اړه کافي پوهه نه لري او پرځای یې، په دینی ظواهرو کې زیاتوالی کوي، دا ډول کسان ځکه چې دیانت یې له پوهې سره مل نه دی او عمل یې له یقین او باور څخه خالي دی، او حرکت یې هم پر قوي او محکم بنسټ بنا شوی نه دی، هېڅکله نه‌شي کولای مطلوبه صلاحیت او وړتیا ولري.
عقیده د پیغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په تربیتی طریقه کې لومړی هدف
د همدې دلیل له امله په هغه تربیوی طریقه کې چې پیغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم لري دا خپله یوه الهی او خدایی طریقه ده او د الله له  خوا د دندې ترسره کول دی، لومړی د عقیدې اصلاح اوپه موجوده افکارو او باورونوکې  بدلون راوستل د هدف قرار ګرځي. پیغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د الله له لورې ورکړل شوې دندې له مخې، د بعثت نه وروسته د خپل کوښښ ډېره برخه یې صرف د عقیدې د بنسټونو پیاوړتیا او د خلکو د باورونو تصحیح ته ځانګړې کړې، او په دې موده کې یې غیر له دي موضوع څخه بل هیڅ حکم او نور تکلیف دستور یی خلکوته نه ورکولو؛ حتی د دین اصلي فرایض او اساسي ارکان لکه: لمونځ، روژه، حج او نور؛ هر یو کلونه وروسته له بعثت څخه فرض شول، لمونځ دوولس کاله، روژه پنځلس کاله او حج دوه ویشت کاله وروسته له بعثت څخه فرض شول.
روښانه ده چې د دې اوږدو کلونو په اوږدو کې چې مسلمانان د ځانګړو فرایضو او احکامو د ترسره کولوکې مکلف نه وو، پیامبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم او د هغه تازه مسلمان یاران د زړونو د پاکولو، د مغزو دمینځلو او د اسلام احکامو او دستورونو د منلو لپاره د افرادو په وجود کې د زمینې برابرولو سره مشغول وو او له ځکه چې د باورونو بدلون او د انسانانو په افکارو او عقایدو کې تحول رامینځته کول ډیر ستونزمن او ستړی کوونکی کار دی، موږ وینو چې د پیامبر صلی الله علیه وسلم د دعوت له پیل څخه د دې مهم کار ترسره کولو لپاره نسبتاً اوږد وخت ځانګړی شوی دی او په دې موده کې، د احکامو نازلیدل او د الله له خوا د قوانینو صادرول د شرع احکامو د منلو لپاره د مناسبې زمینې د برابرېدو تر وخت پورې ځنډول کیږي او پیامبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په دې فرصت کې په جدي توګه د صحیح عقیدې په تېنګښت، د توحید د ریښو په ټینګولو، د انسانانو او د هغوی خالق تر منځ د قوي او ژورو اړیکو په رامینځته کولو، او د «لا إله إلا الله» مفاهیمو تشریح کولو او د باطن د اساسي اصلاح لپاره هڅه کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version