لیکوال: شکران احمدي


حضرت علي کرم الله وجهه (څوارلسمه برخه) 

د حضرت عثمان رضي الله عنه محاصره او شهادت او د هغه په ​​ملاتړ کې د حضرت علي رضي الله عنه مېړانه
په نهایت کې د مسلمانانو پر خلیفه حضرت عثمان رضي الله عنه باندې برید وشو او داسې فتنه رامنځته شوه چې د دې وړ نه وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دورې او ابوبکر او عمر رضي الله عنهما خلافت ته نږدې پېښه شي؛ خو د استاد عقاد په وینا: «داسې ګډوډي او ناورین د ګډوډیو او فتنو د مشر لپاره ستونزمنه خبره نه ده.»
بلواګرو، حضرت عثمان رضي الله عنه په خپل کور کې محاصره کړ او اجازه یې ورنکړ چې له کوره ووځي او جومات ته ولاړ شي. ډېری اصحاب په خپلو کورونو کې پاتې شول او بهر نه شول. دغه محاصره د ذوالقعدې د میاشتې له پای څخه پیل او د ذي الحجې تر یوولسمې پورې یې دوام درلود. له دې نیټې یوه ورځ مخکې حضرت عثمان رضي الله عنه په خپل کور کې مهاجرینو او انصارو ته چې شمېر یې اوه سوو ته رسېدی او په دوی کې عبدالله بن عمر رضي الله عنهما او عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما، حسن، حسین، مروان، ابوهریره رضي الله عنهم هم حاضر وو. هغوی ته حضرت عثمان رضي الله عنه خطاب وکړ او ورته ویې ویل: ټولو هغو کسانو ته چې زه په هغو باندې حق لرم قسم ورکوم چې له دې ځایه ووځي او خپلو کورونو ته ستانه شي.
په هغه غونډه کې د صحابه کرامو او د هغوی د اولادونو لوی شمېر موجود وو، که د جګړې او دفاع اجازه ورکړل شوې وای، نو دغه کسان د بلواګرو د جګړې لپاره بس وه، حضرت عثمان رضي الله عنه حتی خپلو غلامانو ته هم وویل: څوک چې خپله توره غلاف کړي هغه ازاد دی. روایت دی چې له دې وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه خلک په وتلو مجبور کړل، او وروستی کس چې د حضرت عثمان رضي الله عنه له حضوره ووت، حضرت حسن بن علي رضي الله عنه وو.
کله چې حضرت علي رضي الله عنه له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه د دفاع او له بلواګرو سره د مبارزې اجازه وغوښته، هغه په ​​ځواب کې وویل: زه ټولو هغو کسانو ته چې د هغو په ذمه حق لرم قسم ورکوم چې خپل یا د بل یو څاڅکی وینه زما لپاره توی نه کړي. حضرت علي رضي الله عنه د لمانځه لپاره جومات ته روان شو، خلکو ترې وغوښتل چې مخکې شي او هغوی ته جماعت ورکړي، خو هغه ځواب ورکړ: څنګه کولای شم چې لمونځ ورکړم په داسې حال کې چې امام محاصره دی، زه یوازې لمونځ کوم؛ بیا یې جلا لمونځ وکړ او خپل کور ته راستون شو.
محاصره په حضرت عثمان رضي الله عنه سخته شوه او د څښاک اوبه یې خلاصې شوې او اړ شو چې په دې برخه کې له مسلمانانو مرسته وغواړي. بيا حضرت علي رضي الله عنه په خپله مرکب کښېناست او د اوبو څو مشکه يې له ځانه سره يوړل او د عثمان رضي الله عنه کور ته ورسېد. وروسته له هغه چې د هغه ناپوهو خلکو څخه یې سپکې خبرې واورېدې او د هغه آس یې فراري کړ، په پای کې یې اوبه کور ته وروړې.
بلاذرِ په “انساب الاشراف” کې وايي: د دې پېښې له خبرېدو سره حضرت علي رضي الله عنه د اوبو مشک واستاوه، او د بني هاشم او بني اميه ډېر کسان د اوبو رسولو لپاره ټپيان شول، که نه نو دا به ممکنه نه وای چې اوبه په اسانۍ سره کور ته ورسیږي. ابو محمد انصاري وايي: د پېښې په ورځ مې عثمان رضي الله عنه د ده په کور کې ولید، په داسې حال کې چې حسین بن علي رضي الله عنهما یې دفاع کوله. څو شیبې وروسته حضرت حسن رضي الله عنه  ټپي شو او زه له هغو کسانو څخه وم چې په هغه حال کې مې له کوره راوویست.
نافع له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کوي چې حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت د ورځې په سهار وویل: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید، چې راته ویې ویل: نن موږ سره روژه ماته کړه! له همدې امله زما نن روژه ده. نو په همدې ورځ شهید شو، په داسې حال کې چې مخې ته یې قرآن خلاص و، او د هغه تلاوت یې کاوه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version