لیکوال: عبدالحمید نوروزي


امام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (لسمه برخه)

 د امام اعظم رحمه الله د وصیتونو یوه څنډه
 د موضوع په دې برخه کې د امام صاحب ځينې هغه وصیتونه او سپارښتنې لولو چې خپل شاګرد، یوسف بن خالد سمتي ته کړې وې.
 ځکه يوسف له خپل استاذ څخه  بصرې سیمې ته د تګ اجازه وغوښتله؛ امام وفرمایل:« لږ انتظار وکړه تر ​​څو چې زه تاته ځیني وصیتونه وکړم؛ ښه  په یاد ولره که له خلکو سره بد چلند وکړې، که څه هم هغه ستا مور او پلار وي، هغوی به ستاسو دښمنان شي، او که ته له خلکو سره ښه چلند وکړې، حتی پردي به ستا ملګري شي.»
 هغه زیاته کړه: «صبر وکړه تر څو یوه ورځ زه خپل ځان ستا لپاره وزګاره کړم، ستاسو لپاره  به د همت ملا وتړم او تا به له مهمو شیانو څخه خبر کړم  کوم چې ته یې خوښوې؛ البته توفیق او بریالیتوب یوازې د الله تعالی له لوري دی».
 څه وخت تېر شو، استاذ رحمه الله ورته وویل: «زه خبر شوم چې تا د سفر چمتووالی نیولی؛ که بصرې ته ننوتې او پر خپلو مخالفانو برید وکړې، خپل ځان له دوی څخه لوړ وګڼې، خپله د نورو په مخ  ښکاره کړې، له هغوی سره مخ شې، له هغوی څخه لیرې شې او هغوی هم له تا څخه ځانونه لرې کړي او داسې نور…،  دا ځیرکتیا او عقلانیت نه دې؛ هوښیار هغه څوک دی چې زغم ولري او له نورو سره جوړجاړی وکړي.»
 یوسف وايي: « په هغه وخت کې ما ژمنه وکړه چې د خپل استاذ ټول وصیتونه به په جدي توګه پلي کوم».
د عالم آداب
  1. نوې جامې واغوندئ او تل عطر وکاروئ؛
  2. غونډې په ټاکلو وختونو کې ترسره کړئ؛
  3. د خپلو اړتیاوو د سمولو او پوره کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ؛
  4. خپلو لمونځونو ته ډېره پاملرنه کوئ؛
  5. خپل خواړه وبخښئ چې هیڅ بخیل کس فلاح ته نه دې رسېدلی؛
  6. بخښنه وکړئ او نورو ته په نېکیو امر وکړئ؛
  7. هغه شیان له پامه غورځوئ چې تاسو ته ګټه نه رسوي یا تاسو پورې اړه نلري، او هر هغه څه چې تاسو ځوروي، هغه پریږدئ.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version