د علمي پرمختګ اساسي شرط په علماوو او متعلمینو باندې مصرف کول دي
مشهور مؤرخ او لوی عالم، علامه خطیب بغدادي ـ رحمه الله ـ په خپل “تاریخ” کې راخلي او لیکي: کله چې طاهر بن حسین خراسان ته لاړ، نو مروه نومې ځای ته یې ځان ورساوه، هلته یې د داسې یوه نفر د را پیدا کولو غوښتنه وکړه، چې د شپې هغه ته حدیث ووایي؛ چا ورته وویل: دلته خو له یوه ادیب پرته بل څوک نشته؛ نو ادیب ابو عبید یې ورته راوست، کله چې یې ولید؛ نو طاهر بن حسین پوه شو، چې سړی د نن وخت او د ټولو خلکو په نسبت په نحو، لغة او فقه کې تر ټولو تکړه او برجسته امام او عالم دی.
طاهر ابن حسین ورته وویل: په دې ښار کې ستا پرېښودل لوی ظلم دی، بیا یې زر دینار ورکړل او ورته ویې ویل: زه خو اوس جنګ ته روان یم او دا نه خوښوم، چې ته زما سره په تګ کې ملګرتیا وکړي، (چې علمي کار یې زیانمن نشي) ترڅو چې زه بیرته راستانیږم تر هغه وخته پورې همدا زر دیناره مصرفوه. د طاهر له تګ وروسته ابو عبيد د «غريب المصنف» په نوم مشهور کتاب وليکه، کله چې طاهر بن حسين له خراسانه را وګرځېد؛ نو ابو عبيد یې له ځان سره سامراء ته يوړ. ابو عبید ثقه، امین، پرهیزګاره او د تقوا او زهد له اړخه خوارا ستر اهمیت لرونکی و.
ابو عبيد له ابن طاهر سره و، یوه ورځ ورسره ابو دلف مخ شو او دېرش زره درهم یې ورته ونیول، خو هغه وانخېستل او ورته ويې ويل: زه د داسې يو سړي په څنګ کې يم، چې بلچا څخه غوښتنې ته مې نه محتاجوي او نه زه هغه څه اخلم، چې زه ورباندې پوروړی کیږم (تر احسان لاندې کیږم) کله چې ابن طاهر ورباندې خبر شو؛ نو سمدستي یې دېرش زره دیناره ورکړل، ابوعبید ورته وویل: ای شهزاده! دا ما قبول دي، دومره زیاته لورېینه او نیکي د وکړه، چې زه په یو دم غني شوم؛ خو زما دغسې خوښه ده، چې په دې باندې اسلحه او اسونه واخلو او سرحد کې يې سرحدي مرابطینو ته ورکړو، ترڅو ثواب همداسې جاري روان وي، نو شهزاده همداسې وکړل.
کله چې ابو عبيد د “غريب الحديث” نومي کتاب وليکه، نو عبدالله بن طاهر ته يې مخته کړ، هغه په دې کار سره سخت خوشال شو، بیا يې وويل: عقل دا دی، چې کله ملګری خپل مالک ته د داسې کتاب په څیر لوی کار وړاندې کړي؛ نو مالک ته په کار دي، چې داسې کس د ژوند د اړتیاوو په خپله پوره کولو ته پرینږدي، بیا یې سمدستي هغه ته د میاشتې لس زره درهمه مساعدت مقرر کړ.
همدا شان په همدغه مفهوم نورو بیا له حارث بن ابي اسامه نه روایت کړی، هغه وايي: کله چې ابو عبید “غريب الحدیث” نومي خپل کتاب شهزاده ابن طاهر ته وړاندې کړ؛ نو هغه وويل: دا یو ډیر هوښيار سړی دی. بیا یې اسحاق بن ابراهیم ته مکتوب ولیکه، چې هره میاشت پنځه سوه درهم ابو عبید ته مساعدت ورکوه. دا پنځه سوه درهم هره میاشت ورکول کیدل، کله چې ابن طاهر مړ شو؛ نو بیا اسحاق له خپل لوري نه ورکول او کله چې ابوعبید په مکه مکرمه کې مړ شو؛ نو بیا دا پنځه سوه درهم د هغه زوی ته ورکول کیدل.
په اوسني وخت کې د علماوو؛ خاصتا د طالبانو لپاره د علم د طلب په مخ کې لوی خنډ د هغوی د ژوند اړتیاووې دي، ځکه که د ژوند کولو لپاره کار او روزګار کوي، نو د دوی ټول قیمتي وختونه په همدې اړتیاوو او ضرورتونو پوره کولو کې تریږي او د علم طلب ور څخه پاتې کیږي، همدا شان له علماوو نه هم درس، تدریس، تالیف او ټول دیني او علمي خدمات پاتې کیږي..!!
نو بناء موږ ته په کار ده، چې د علم په برخه کې د تکړه طالبانو، برجسته علماوو او د ټولنیز علمي پرمختګ د پیدا کولو لپاره فرض دي، چې د دغه دواړو طبقو په کلکه مالي ملاتړ وکړو ترڅو داسې نوښتګر او تکړه خلک پیدا کړو، چې په خپل علم او پوهې سره ټول اسلامي امت او ګرد ملت ته خدمت وکړي.
مأخذونه:
[سير أعلام النبلاء، الذهبي، 748هـ].
[الفلاكة والمفلوكون، شهاب الدين 838هـ]