لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (پنځمه برخه)

همجنسپالنه او دینونه
موږ ډېر ليدلي او اورېدلي دي (په مجلو او رسنيو کې) چې اروپايي هېوادونو همجنسپالنې ته وده ورکوي او هغه ته یې قانوني بڼه ورکړې ده. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د عیسی علیه السلام استازي (علی زعمهم) چې ځانونه د انجیل مفسرین معرفي کوي، دا ناوړه عمل تاییدوي او دغه دوه کسان سره نکاح کوي ترڅو یو له بل سره ناروا اړیکې ولري. ته وایې چې دا روحانیونو په انجیل کې د لوط علیه السلام د قوم کیسه نه ده لوستلې او د “سدوم او عموره” ښارونو برخلیک باندي خبر نه دي.
انجیل د دې ناوړه عمل غندنه کوي: «د اسراییلو د لوڼو په مینځ کې دې هیڅ فاحشه نه وي، او د اسراییلو په زامنو کې دې هیڅ لواطت کار (همجنسباز) نه وي.»
او وایي: «خدای دوی بدو شهوتونو ته پریږدي، تر څو د دوی ښځې طبیعي عمل، د طبیعت په ضد عمل بدل کړي، او همدارنګه نارینه و هم ښځي پرېښودلې(چې د طبیعت موافق کار دی) او د خپلو شهوتونو څخه د یو او بل سره وسوځېدل، او نارینه و د نارینه سره بدکاري وکړل او د خپل ناوړه عمل اندازه سزا یې  په ځان کې وموندل.»
د زردشتيانو په منځ کې دا عمل هم بدرنګه و چې د وينډيدا په کتاب کې چې د اوستا يوه برخه ده او د زردشتيزم د اصولو او قوانينو يادونه کوي، ويل شوي چې: «زردشت اسپنتمان له اهورامزدا څخه وپوښتل: اې د نړۍ داداره… که يو سړي د بل سړي سره لواطت وکړ، د هغه سزا څه ده؟ اهورامزدا په ځواب کې وویل: اته سوه دُرې په رام کوونکې درې سره.»
همدارنګه په «ونديداد» کې راغلي دي: «اهورامزدا وويل: اې زردشته، د لواطت فاعل او مفعول دواړه شیطانان دي او د شیطانانو عبادت کوونکي، او د شیطانانو او اهریمنانو سره ناسته ولاړه کوي.»
د اسلام سپيڅلي شريعت هم دا عمل بد ګڼي او په دې اړه يې احکام صادر کړي دي.
د زړو او نویو فیلسوفانو نظر
همجنسپالان په نړۍ کې یو کوچنی اقلیت ګڼل کیږي، دوی تل د نفس د لذت په لټه کې وي، پرته له دې چې فکر وکړي چې دا په طبیعت کې ټاکل شوي چې یو سړی څنګه او په کوم ډول له جنسي ځواک څخه کار اخیستی شي؟
له همدې امله موږ د دې ډلې پلويان وينو چې په مختلفو لارو د هغه د ثابتولو هڅه کوي او د ډېرو ساينس پوهانو نظريه رد کوي او يا يې تعبير او توجيه کوي. دلته به په دې اړه د نړۍ د سترو فیلسوفانو نظریه ذکر کړو:
پخواني فیلسوفان
افلاطون په خپل کتاب «قوانین» کې همجنسبازي یو غیر طبیعي چلند بللی او ویلي یې دي: «نارینه مرغان د جنسي غریزې په حکم سره ښځینه مرغانو ته ځي، زموږ د ښار نارینه او ښځینه(افلاطوني مدینه فاضله) هم لکه مرغان جنسي غریزه لري، پکار ده چې له دوو مرغانو څخه هم کم ونه سي،  چې یو غیرطبیعي کار وکړي.»
نوي فیلسوفان
د جرمني مشهور فیلسوف امانوئل کانت وايي: «همجنسبازي د انسان د شرم او د انسانیت د سپکاوۍ سرچینه ده.»
البته، موږ همجنسپالان په “ذاتي” توګه نه “عارضي”  توګه د انساني کرامت د سپکاوي او شرم لامل ګڼو. د انګلستان معاصر فیلسوف راجر اسکروتن لیکي: «همجنسپالنه د دوه مهمو اخلاقي دلیلونو له امله د غندلو وړ ده. لومړی، د همجنسبازانو ترمنځ اړیکې خورا سطحي او بې ثباته دي. دوهم د همجنسپالانو تر منځ اړیکه په نامتعارف ډول بې قیده دي او د یو ډول اوتروالي ژوند لامل کیږي.»
د انګلیسي فیلسوف د دې نظر په اړه، موږ باور لرو چې د همجنسپالنه لست شوي نیمګړتیاوې عارضي نیمګړتیاوې دي؛ يعنې که همجنسبازان له يو بل سره پایداره اړيکې ولري، خو بيا هم د هغوی کړنې بدې او مذمومي ګڼل کېږي، ځکه چې دغه عمل ډېرې نيمګړتياوې لري او له صحي طبيعت څخه لرې دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version