لیکوال: شکران احمدي


په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (دریمه برخه)

د دعوت اصول
موږ باید لومړی د دعوت له اصولو سره اشنا شو او بیا دعوت ته مخه کړو. قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث په دې برخه کې تر ټولو ښه لارښوونکي دي:
خدای تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې: «قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ»؛ ژباړه: «ووایه دا زما لاره ده چې زه (خلک) په علم او بصیرت سره خدای ته رابولم او زما پیروان (هم داسې دي) او زه خدای (له عیبونو، نقصونو او نورو بې ارزښته شیانو) څخه پاک ګڼم. او زه له مشرکانو څخه نه یم (او له خدای سره هیڅ شی نه شریکوم).»
نو څرګنده شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک په علم او بصیرت سره خالص توحید ته رابللي دي. له همدې امله يې د خپل ځان او امت لپاره د الله جل جلاله دعوت فرض ګرځولی او هغه څوک چې دعوت ته په خپل ژوند کې پام نه کوي او خپل وخت، مال او ژوند د دعوت په لاره کې نه لګوي، د دعوت پوره پيروان نه دي:
«ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ»؛ ژباړه: «ای پیغمبره! خلک د خپل رب لارې ته په ښو او سمو خبرو او ښو نصیحتونو راوبله او له هغوی سره په ښه او غوره ډول خبرې کوه.»
په دې آيت كې خداى جل جلاله د بلنې درې لارې بيانوي:
  1. د حکمت سره تړلی یا مقرون؛
  2. د موعظې سره پيوست؛
  3. په احسن توګه بحث کول (مباحثه).
د حکمت معنی دا ده چې واضح دلایل او قوي او باحکمته دلیلونه ورکړل شي ترڅو هغه طبقه چې علمي ذوق لري دې طریقې ته جذب شي.
“ښه موعظه” هغه اغیزمن او دردناک نصیحتونه دي چې د نرمۍ او زړه سواندۍ څخه ډکه وي. داسې نصیحت چې خواخوږي، شفقت او ښه اخلاق پکي وي، داسې نصیحت چې مړه او د کاڼي زړونه را ژوندي کړي او نا امېدو ته امېد ورکړي او خلک وهڅوي.
په احسن توګه بحث کول د هغو کسانو سره دي چې د حقیقت د پوهېدلو او موندلو هڅه نه کوي. بلکې په څو منطقي، فلسفي او سفسطي اصطلاحاتو سره میدان ته راځي او هغه مناظره کوونکي دي چې نه غواړي قانع شي.
نو په ياد شوي آيت کې د دعوت لارې بېلابېلې دي. ځکه چې د خلکو ذهنونه او فکرونه او کچه له یو بل سره توپیر لري او هر یو باید د خپل مزاج مطابق دعوت شي. دا ټول ټینګار د دې مسلې اهمیت څرګندوي.
  1. «وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»؛ ژباړه: «په تاسو کې باید یوه ډله وي چې نیکۍ ته بلنه ورکوي، په نیکۍ امر کوي او له بدیو څخه منع کوي او همدغه دي چې بریالي دي.» دا موضوع د هر وخت او هر ځای لپاره ده. “یدعون” د مضارع فعل دی، او امت ته خبرداری ورکوي چې دعوت باید تل دوام وکړي او د دعوت پرېښودل د مسلمانانو د اتحاد او پیوستون له منځه وړلو مترادف دی او دعوت د امت د ژوند لامل دی.
  2. «كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ»؛ ژباړه: «تاسو غوره امت یاست چې د خلکو د ګټې لپاره پیدا شوي یاست، تر څو چې تاسو په نیکۍ امر کوئ او له بدو څخه منع کوئ او په خدای ایمان لرئ.»
دا امت تر ټولو غوره امت دی. د صنعت، ټکنالوژۍ، اختراع، زراعت، ساینس یا د قد او ظاهر په لحاظ نه، بلکې د دې لپاره چې خلکو ته ګټه رسوي او انسانیت ته لویه ګټه دا ده چې دوی له ابدي دوزخ څخه وژغوري او جنت ته یې بوځي. له خالق سره يې اړيکه ټينګه کړي. او دا خبره د ربيع بن عامر په کيسه کې څرګندېږي، کله چې رستم ترې وپوښتل: ته چا رالېږلې؟ هغه په ​​ځواب کې وویل: «الله ابتعثنا لنخرجکم من عبادة العباد إلى عبادة الله وحده، ومن ضیق الدنیا إلى سعتها ومن جور الأدیان إلى عدل الإسلام»؛ ژباړه: «خدای موږ د دې لپاره رالیږلی یو چې تاسو د مخلوقاتو له عبادت څخه د یوه خدای عبادت ته، د دنیا له تنګوالي څخه د هغې پراخوالي ته او د باطلو دینونو له ظلم څخه د اسلام د عدالت لوري ته هدایت کړو.»
په دې اړه دومره احادیث شته چې د ټولو ذکر کول به یو خپلواک کتاب شي. موږ به دلته په څو مهمو احادیثو پورې ځان محدود کړو:
عن أبی هریرة رضي‌الله‌عنه قال: «قال رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: إذا عظمت أمتى الدنیا، نزعت منها هیبة الاسلام واذا ترکت الأمر بالمعروف والنهی عن المنکر، حرمت برکة الوحى واذا تسابت أمتى، سقطت من عین الله.»؛ ژباړه: «له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هرکله چې زما امت دنیا لویه وګڼله نو د اسلام عظمت او هیبت به یې له زړه څخه ورک شي. او هرکله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر پریږدي، نو د قرآن له برکته به بې برخې شي، او که دوی یو بل ته بد ویل وکړي، نو د الله تعالی له نظره به ولویږي.»
عن عائشة رضي‌الله‌عنها قالت: «دخل علىّ النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم فعرفت فی وجهه أن قد حضره شیء. فتوضأ وما کلم أحداً فلصقت بالحجرة أستمع ما یقول. فقعد على المنبر، فحمدالله وأثنى علیه وقال: یا أیها الناس ان الله تعالى یقول لکم: مروا بالمعروف وانهوا عن المنکر قبل أن تدعوا فلا أجیب لکم وتسألونی فلا أعطیکم وتستنصرونی فلا أنصرکم. فما زاد علیهن حتى أنزل.»؛ ژباړه: «حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم کوټې ته ننوت، پوه شوم چې څه پیښ شوي دي، بیا یې اودس وکړ پرته له دې چې له چا سره خبرې وکړې. جومات ته لاړل. ما کوټې ته تکیه وکړه چې د هغه خبري واورم. رسول الله صلی الله علیه وسلم په منبر کښېناست. تر حمد وروسته یې وفرمایل: اې خلکو! الله جل جلاله تاسو وايي: مخکې له دې چې دعاء وکړئ په نېکۍ امر کوئ او له بدۍ منعه کوئ، زه یې ځواب نه ورکوم، له ما څخه وغواړئ او زه یې نه ورکوم او له ما څخه مرسته وغواړئ، زه درسره مرسته نه کوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه باندي بسنه وکړه او له منبر څخه ښکته شو.»
هو، په اوسني وخت کې د رښتیني مسلمانانو رابلل او نړۍ ته د اسلام بلنه د مسلمانانو له مهمو مسئولیتونو څخه ده. په دې برخه کې باید داسې کار وکړو چې شپه او ورځ، خوب او آرام، مال، ژوند او وخت د اسلام د خپراوي لپاره قربان کړو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version